No-IMG

د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ د کندهار په سپين بولدک سیمه کې جګړه ودريده

د افغانستان ملي تلويزيون وايي چې پاکستاني ملېشه وو نن ماښام ۷بجې د لقمان او زاړه کلي پر سیمو د توپچي بریدونه کړي چي په غبرګون کې يې افغان سرحدي قواوو هم جدي غبرګون ښودلی، وییل کیږي چې تر دې مهاله د جګړې له سیمې د کندهار میرویس روغتون ته ۴۵ ملکي ټپيان راوړل شوي دي، سرچینې بیا وايي، دواړه لورې د یوبل پر وړاندې درنې وسلې کاروي، چې له همدې امله ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي. خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره ارقام نه دي شریک شوي. ستونزه د ډیورنډ د فرضي کرښې هخوا د پاکستان خوا ته د هغو زر ګونو مظاهره کونکو تر اقدام وروسته را ولاړه شوه چي د پاکستاني سرحدي ملېشه وو ځيني پوستو او تاسیساتو ته يې اور واچاوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟