No-IMG

سپارښتنه

دوکتور محمد عمر عماد

 

هر هغه څوک چه په آخرت ایمان لری باید پدی هم ایمان ولری چه دهغه په هره خبره او هر کار هغه ذات حاضر او ناظر دی چه د هیچا نیت تری پټ نه دی او د هر چا په زړونو خبر دی، او د هر چا سره به د هغه د نیت په اساس معامله کوی.

دا راته ستر حماقت ښکاری چه یو څوک دی د نورو د خوشحالولو، او یا د یو څو لایکونو د اخستلو یا دکومی بلی فاسدی موخی د تر لاسه كولو  لپاره خپل آخرت خراب کړی:

لکه د جنکیو عکسونه  او یا فاحشی سندری او  فلمونه او ویدیوګانی خپرول، یا بی باکه ټوکی کول او سپکه ژبه استعمالول ، او یا فاسد افکار نشرول...

مسلمان باید پدی نه لړزیدونکی ایمان ولری چه یوه ورځ به هر چا ته د خپلو اعمالو کتاب په لاس کی ورکول کیږی، هغه کتاب چه نه وړه پریږدی او نه غټه ، بلکه ټول پکی لیکل شوی وی، ولو که انسان هير كړی وی، او ورته ویل کیږی به چه :

خپل کتاب دی ولوله ، نن ستا نفس پر تا حساب کونکی بس دی.

(اقْرَأْ كِتابَكَ كَفى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيباً)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟