No-IMG

تونس: راشد الغنوشي د پنځوس جمع يو رايو په اخيستلو يو ځل بيا د پارلمان رئيس وټاکل شو

په تونس کې د حرکة النهضة مشر او د پارلمان رئیس راشد الغنوشوي پر خلاف يوه توطئه له څو اوونيو راهيسې پيل شوې وه، ګڼ شمېر عربي تحليلګرانو دا د غنوشي پر خلاف يوه منظمه دسيسه بلله او تر شا يې د اماراتو شيخان په مالي ملاتړ تورن کړي دي.

راشد الغنوشوي چې حالات خرابېدو لور ته روان وليدل، نا څاپي او په خپله خوښه يې هغه مهال خلک حيران کړل چې خپله څوکۍ يې د پارلمان بيا تأیید ته وړاندې کړه او ويې ويل چې زه پر خپلو ملګرو (د پارلمان غړو) بوج جوړېدل نه غواړم، هماغه و چې نن پارلمان په عمومي او علني غونډه کې راشد الغنوشوي پنځوس جمع يو رايو په اخيستلو بيا د پارلمان رئیس وټاکل شو.

ما ويل که دا زمونږ افغانان وای نو تاسې به ښه کش او ګير ليدلی وای، خو شکر چې غنوشي په هوښيارۍ د ډېرو شومې هيلې خاورې کړلې.

خو فکر نه کوم که مونږ له دې خبرو څه شی زده کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟