No-IMG

د افغانستان او هالنډ دریو لوبو ته کتنه

افغانستان د یو ځوان کپتان او ځوانو لوبغاړو په مټ هالنډ ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته یې د مستقیم ورتګ روان مزل، هماغسې روان وساته.

ما په خپل عمر کې په لومړي ځل د افغانستان کرکټ لوبډله کې دومره ځوانان او مستعد ځوانان ولیدل چې ولوبېدل او وځلېدل، لا دې وځلېږي. کرکټ بورډ باید د ځوانو لوبغاړو دا ترکیب وساتي‌او لا یې غښتلې کړی.

دلته د دغو لوبو په اړه خپل نظر لیکم او لومړی هم د حشمت الله شهیدي له کپتانۍ یې پیلوم.

د حشمت کپتاني

د حشمت شهیدي د کپتانۍ ماموریت په بري او د یو مهم سیریز په بري پیل شو، دا هم حشمت شهیدي ته،‌ هم ځوانو لوبغاړو او هم افغانستان درې واړو ته مهم دي.

ښايي حشمت شهیدي د کپتان په توګه له ډېرو داسې شیانو سره مخامخ شوي وي، چې لا یې په کرکټ کې لیدلي او اورېدلي نه وي، نوې تجربې چې ترلاسه کیږي انسان مجرب کیږي.

په لوبډلې کې یې ځوانو لوبغاړو ته د لوبو فرصت ورکول هم د کپتان په توګه د حشمت قاطع دریځ ښکاره کوي او په ځوانانو باندې یې باور ښيي. په دې اړه تصمیم هم کپتان نیسي او مسئول هم کپتان دی. حشمت هم دا تصمیم ونیوه او هم یې مسئولیت واخیست. شک نشته چې په اخري لوبې کې یې قوي ریسک ومانه، خو چې خطر ونه زغمئ، پرمختګ نه کیږي. ځوانو لوبغاړو یې هم باور زیانمن نکړ.

د یو ځوان لوبغاړي خبرې مې واورېدلې، د کپتان په موجودیت او د لوبغاړو ترمنځ په صمیمانه فضا غږېده، ډېر مطمین، خوشحال او ډاډه و.  حشمت د کپتان  په توګه دا مسئولیت هم لري چې ځوانان تشویق او ډاډه کړي، په دغه سیریز کې یې دا کار هم ښه وکړ. په عمومي ډول د حشمت شهیدي کپتاني ښه و. د پچې له ګټلو وروسته یې د توپ وهنې پرېکړې د افغانستان د بالینګ قوت ته په کتو کولې. په بېټېنګ کې یې د کپتان په توګه خپل مسئولیت ادا کړ، وخت، تقاضا او حالاتو ته په کتو یې بالران بدلول رابدلول او ښه نتیجیه یې ترلاسه کوله. په میدان کې هم فعال او حاکم ښکارېده.

البته د حشمت شهیدي سخته ازموینه به له دې وروسته پیلیږي او په تېره بیا د ځینو قوي هېوادونو سره د لوبو په مهال. په دې هیله چې حشمت په دغه سیریز کې خپلې ځینې خامیانې یاداشت کړې وې چې آینده کې تکرار نشي.

ځوانانو ته چانس ورکول

فضل حق فاروقي، قیس احمد او ریاض حسن په لومړي ځل د افغانستان لپاره یوه ورځنۍ لوبې وکړې او ښه پیل یې وکړ. دا سفر یې رنګین او له بریاو ډک شه.

دا ځوانان څوکاله مخکې هم په افغانستان کې و او کرکټ یې کاوه، مګر په هر دلیل چې و، د لوبېدو چانس یې ترلاسه کړی نه و. ریاض حسن په خپلې لومړۍ نړیوالې لوبې کې پنځوسیزه وکړه، که څه هم د لومړۍ لوبې فشار یې په مخ او لوبې جوت و، خو د خپل نړیوال کرکټ ښه پیل یې وکړ. قیس احمد درې ویکټې واخیستې او دا یې وښوده چې د ملي لوبډلې مستحق دی. فاروقي که څه هم په اولو اورونو کې تر فشار لاندې ښکارېده خو وروستي اورونه یې ډېر ښه وکړل او کپتان ته یې ډاډ ورکړ چې د نورو لوبو چانس هم باید ورکړل شي.

د تېزو بالرانو موجودیت

ما ډېره موده وروسته د افغانستان په ملي لوبډلې کې په یوې لوبې کې دوه جینوین تېز بالران ولیدل؛ په دې مانا چې د افغانستان ټوله تکیه په ورو توپ اچوونکو کې نه وه. په وروستۍ لوبه کې د فضل حق فاروقي او فرید ملک موجودیت په دې مانا هم دی چې کپتان حشمت شهیدي غواړي چې د افغانستان تیز بالینګ ته هم باید توجه وشي.

په دې کار سره په افغانستان کې ښايی نور تیز بالران هم وهڅول شي. اوس خو ټوله تکیه په ورو توپ اچوونکو ده. دا هم د کپتان جرات او تصمیم و.

د افغان توپ وهونکو ستونزه

د قطر دا پچ او میدان عجیب و. اول ځل و چې په دغه میدان کې د کرکټ دا ډول نړیوالې لوبې وشوې. د افغان توپ وهونکو لویه ستونزه د یوې او دوو منډو نه کول وو. دوی په هرې لوبې کې تر ۱۰۰ په ډېرو توپونو باندې هېڅ منډې نه دي کړي. دا په نړیوال کرکټ کې بیخي د منلو نه دي. په فیلډینګ کې هم ستونزه شته او د ځینو لوبغاړو د فټنس مسئله هم لا حل شوې نه ده. دا هغه برخه ده چې روزونکي او کپتان یې باید په اړه دقیق فکر وکړي او ژر یې حل کړي.

افغان مبصرین، لوبڅاران، روزنکي او مطبوعاتي برخه

په دغو نړیوالو لوبو کې بل مثبت ټکی د دوو افغان مبصرینو حمید حسن او فرهاد فدايی موجودیت و. دوی په انګلیسي ژبې د افغانستان په کرکټ باندې تبصرې کولې. باید دا برخه نوره هم قوي شي، افغانستان ورته ډېره اړتیا لري.

څه موده مخکې د افغانستان ځینو بهرنیو روزونکو استعفاوې وکړې، په دغو لوبو کې د لوبډلې اکثریت رووزنکي افغانان وو او د میدان او تلویزون لوبڅاران هم افغانان وو. د دې تر څنګ د افغانستان د مطبوعاتو برخې هم ښه کار او فعالیت وکړ. د لوبې تازه په تازه تصویرونه، ویدیوګانې او معلومات خپرول د یو فعال ټیم کار دی.  دا ټول مثبت ټکي دي او په دې هیله چې دا مثبت کارونه همداسې روان وي. د کرکټ بورډ د مشرتابه دې هم کور ودان وي چې په داسې سختو شرایطو کې یې دا لوبې تنظیم کړې او ځوانو لوبغاړو ته یې د لوبو کولو فرصت برابر کړ.

بال ټمپرینګ

د افغانستان او هالنډ ترمنځ په وروستۍ لوبه کې یوه غیر عادي‌ پېښه وشوه. د هالنډ لوبغاړي قصدآ غوښتل د توپ بڼه خرابه کړي چې توپ اچوونکي سوینګ بال وکولای شي او افغان توپ وهونکو ته ستونزې جوړې شي. دا کار په کرکټ کې غیر قانوني دی او «بال ټمپرینګ» بلل کېږي. زما د یادښت په اساس دا لومړی ځل دی چې د افغانستان سره لوبه کې داسې یو کار کیږي. لوبڅار احمدشاه پکتین د هالنډ ټیم پنځه منډې جریمه کړ، شاید نور ګام یې هم په ضد واخیستل شي. تر دې مخکې په ځینو نورو نړیوالو لوبو کې هم دا کار شوی دی. د استرالیا او پاکستان د لوبډلو پېښې مشهورې دي. شاهد اپریدي په یوې لوبې کې په غاښونو باندې د توپ د خرابولو هڅه کړې وه چې بیا کیمرو کې ولیدل شو او سزا ورکړل شوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک