No-IMG

تاريخي يادښتونه؛ د تاريخ غله

د کابل موزیم تر ۱۹۹۱ع کال پوري د سلو زرو په شاوخوا کي تاریخي ارزښتمندي ډبري، د ګاډو ټولګه، د ډېرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالۍ او نور ډول-ډول اثار ساتل. په دې ټولګه کي ګران بیه او مردک ضد ګاډۍ هم وې چي جوزف اسټالین [د شوروی د وخت مشر] او د دوهمی نړیوالی جګړې ګټونکو محمدظاهرشاه ته سپارلي وې. [اندریا برونو او سیون کنراد] دوه تنه د (یمیویژن اژانس) انځورګرانو ددې ګاډیو راپور جوړ کړی چي پوهاوی ئې دردونکی دئ.

راپور ليکي: "د کابل ميوزيم مخ ته؛ هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کیدلې، د روسانو د تیري په موده کي ویجاړ سو او په ۱۹۹۱ع کال کي [یونسکو] د طبعي پیښو څخه ددې تاریخي اثارو د ساتلو لپاره یو نوی ځای جوړ کړ خو کال وروسته د کورنيو حګړو پر مهال ددغو آثارو او یا سلنه لوټ او ګاډي د اوسپنو په ټوټو بدل او پاکستان ته واوښتل.

[قومندان عبدل تارک](Commander Abdul Tarak) چي د د فاع د وزير [احمدشاه مسعود] د باور وړ کس او موټر چلونکی وو، د کورنيو جکړو پر مهال د ميوزيم له دې برخي څخه یو ډول [Austin-A135 ] انګلیسي ګاډۍ د غنیمت مال په بڼه د خپل ځان سره پنجشیر ته بوتله، چي د [۲۰۰۱ع ] تر مني پوري د هغه په کور کي ولاړه وه خو نن ورځ د هغه د برخلیک څخه کوم خبر په لاس کي نسته او نه هم چا سر په وګرځاوه، ددغه قومندان کور د پروان ولايت د پنجشير اولسوالۍ د [خِنج] په سیمه کي دئ.".

تر اوسه هیڅوک نه پوهېږي چي دغه په لسګونو تاريخي موټران چا او چيري بوتله؟ خو باخبر خلګ اوس هم دغه ګران بیه د موزیم آثار د جهادي قومندانانو سره بولي؟!

له ۲۰۰۱ع څخه تر اوسه زموږ د موزيم [۱۴۲۳۰] اثار بيرته موزيم ته راغلي چي ۴۳۸۲ ئې له ډنمارکه او ۲۱۴ ئې له اسلام اباده څخه تر لاسه سوي دي.

الفت صاحب دي خدای وبخښي ويل به ئې: " خلګ وايي د غله ځای په غره کي نسته، نو اوس خو غله په ښار کي ګرځي

تاسي په دې اړه څه مالومات لرئ؟

يادونه: دغه پوسټ ما په ۲۰۱۸ع کال وکړ چي د دولت ځيني مشرانو په کوښښ يو موټر ملي ميوزيم ته د ډاکټر عبدالله په لاس وسپارل سو خو لا هم ګڼ موټر په پنجشير کي سته، اوس چي په وطن کي ددې خلګو واک پای ته ورسېد هم دولت او هم ملت بايد ددې موټرو او تاريخي اثارو تلاش پر ځای فرض وبولي!

ـــــــــــــــــــــ

عکسونه: ۱: قومندان تارک د موټر دننه، ۲: همدغه موټر دده په کور کي، ۳: ددغه موټر دننه، ۲۲اکتوبر ۲۰۰۱ع کال. ۴: نور موټرونه چي تر اوسه ورک دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک