No-IMG

د سوړڅښاک (کولډ ډرنکس) له ډېر نوش جان کولو سره د زړه په ناروغيو اخته کېږي!

د هغو کسانو لپاره چې سوړ څښاک ډېر نوش جان کوي بد خبر دادی، چې نور دې (کولډ ډرېنکس) نه څښي ،ځکه پيپسي، ډيو، کوک، سپرايټ، سيون اپ او نور... ټول غازلرونکي څښاک له ډېر څښلو څخه د زړه د ناروغي وېره ډېر درانه حالت ته رسېږي.

دا خبره امريکايي پوهانو د يوې څېړنې په ترڅ کې روښانه کړې چې په (جاما انټرنل ميډيسن ) نومي طبي مجله کې خپره شوې ده، دوی په خپل تحقيق کې وايي: په ورځ کې دری کوتيه غاز داره څښاک نوش جان کول د زړه د ناروغي وېره دری چنده ډېروي.

په څېړنه کې له خوږې څخه د جوړشويو مشروباتو او د زړه د ناروغيو په ارتباط ډېرې خبرې شوې دي

په مجله کې ليکل شوي دي چې هغه کسان چې د سوړ څښاک په مرسته د ټولې ورځې د مصرف کېدونکې کالوري څلورمه برخه لاس ته راوړي په دې کسانو کې د زړه د ناروغيو خطره دری برخې لوړېږي.

په تحقيق کې همدارنګه ويل شوي دي چې نن سبا نوي ځوانان خپله انرژي زياتره له خوږو مشروباتو څخه لاس ته راوړي چې له امله يې همدا د زړه ناروغي د مرګ لامل هم کېدای شي.

په څېړنه کې بيا دې خبرې ته پام شوی دی ، چې د خوږې ساده استعمال د انرژي د لاس ته راوړلو لپاره خطرناک نه دی، خو ډېر استعممال يې وزن ډېروي او د زړه په ناروغيو ژر اخته کېدو ته لار برابروي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟