No-IMG

د نوميالي امير چهار گل نثار کورنۍ ته د ورور حکمتيار د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

د حکمتيار له لوري د وردگ ميدان د جهادي نوميالي امير؛ مرحوم چهار گل (نثار) درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته؛

د محترم ورور چهار گل نثار صاحب د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو او ټولو هغو دوستانو او عزيزانو ته مو تسليت وړاندي کوم چې پدې غم کي له تاسو سره شريک دي.

مرگ حق دئ؛ په خپل وخت راځي؛ دا د ټولو گډ برخليک او مسير دئ، ټول د الله تعالی په لور درومو، صبر به کوو او له الله تعالی به ئې اجر او نېک عوض غواړو، که څه هم د ځينو مرگ د ډيرو زړونه سخت ودردوي، د مرحوم نثار صاحب مرگ همداسي دئ، هغه تر نن پورې او له دې ټولو تغييراتو او لوړو ژورو سره سره خپلو ديني آرمانونو او د مبارزې اهدافو ته ژمن پاته شو او داسي ثبات او استقامت د لوړ همت او مضبوط ايمان نښه او تقاضاء ده.

د وردگ ميدان د جهاد نوميالي امير؛ مرحوم چهار گل نثار صاحب په وفات سره زموږ ملت په عامه توگه او د وردگ ميدان مجاهد ولس په خاصه توگه له يوه مخلص مجاهد او مخور شخصيت محروم شو، الله تعالی دي هغه د اسلام د لاري د يوه مخلص مجاهد په توګه د خپل وسيع رحمت او مغفرت په سيوري کي ولري، د اسلام په لار کي د هغه ټولي هڅي دي قبولي کړي، د ده نېکي هيلي او آرمانونه دي تر سره کړي او تاسو او د ده ټولو خپلوانو او ديني وروڼو ته دي اجر او صبر درکړي.

په الله تعالی مو سپارم

په احترام

حکمتيار

۷-حوت-۱۴۰۰

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟