No-IMG

بیروت چاودنه: امونیم نایترېت څه شی او څومره خطرناک دي؟

ټام ایډګينګټن

امونیم نایترېت سپین، ښیښه یي غوندې کلک مواد دي چې په لویه صنعتي کچه جوړېږي. تر ټولو ډېر په کیمیاوي سره کې د نایتروجن سرچینې په توګه کارول کېږي، خو د دې ترڅنګ په کان کیندنه کې د چاودېدونکو موادو کار ترې اخیستل کېږي.

امونیم نایترېت په ټوله نړۍ کې موندل کېږي او قیمت یې هم نسبتاً ټیټ دی. خو ساتنه یې ستونزمنه ده، او په تېر کې د یو شمېر صنعتي پېښو لامل همدا مواد بلل شوي.

امونیم نایترېت څومره خطرناک دی؟

د لندن یونیورسټي کالج د کیمیا پروفیسر اندریا سېللا وايي، که امونیم نایترېت یوازې وي کابو کول یې خوندي دي، خو که ډېر مقدار یې د اوږدې مودې له پاره چېرې پراته وي، په ورستېدو پیل کوي.

پروفیسر سېللا وايي، ستونزه دا ده چې د وخت په تېرېدو سره سوکه سوکه نم کش کوي او بالاخره په یوې لویې ډبرې بدلېږي. دی وایي، له دې سره لا ډېر خطرناکه کېږي، ځکه که په شدت وښورېږي نو کیمیاوي غبرګون يې ډېر ځواکمن وي.

پخواني استخباراتي افسر فېلېپ ینګرم بي بي سي ته وویل، څومره چې ډېر پاتې شي په نورو موادو لکه تېل ککړېږي.

ښاغلي ینګرم زیاته کړه، که داسې وشي نو یوه څریکه یا د حرارت کوم ډول سرچینه کولی شي په کیمیاوي موادو کې د غبرګون لامل شي.

ده وویل، ايمونیم نایترېت خپل حرارت تولیدوي او یوځل چې پیل شو، تولیدولو ته ادامه ورکوي او د وخت په تېرېدو سره پراخېږي. همدا بیا کولی شي د داسې زړه بوږنوونکې چاودنې لامل شي چې په بېروت کې مو ولیدله.

کله چې امونیم نایترېت چوّي، کېدای شي د نایتروجن اوکساید او امونیا ګازو په ګډون زهري ګازونه ایله کړي.

په لوګي کې نارنجي رنګی ګاز د نایتروجن دایکساید له کبله وي چې، ډېری مهال د هوا له ککړتیا سره هم تړلی وي.

د پروفیسر سېللا په وینا، که هوا ونه چلېږي چې لوګی له ځانه سره یوسي نو شاوخوا خلکو ته د کیمیاوي دودو زیان رسېږي.

آیا په بمونو کې کارېږي؟

له داسې ځواکمنې چاودنې سره چې امونیم نایترېت یې کوي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پوځیانو د چاودېدونکو موادو کار ترې اخیستی.

په څو ترهګریزو بریدونو کې هم ترې کار اخیستل شوی. د بېلګې په توګه په ۱۹۹۵ کال کې د امریکا د اوکلاهوما ښار برید کې، د تېموتي مکفْې په نامه کس د بم جوړولو له پاره دوه ټنه امونیم نایترېت کارولي ول. دې چاودنې د امریکا فدرالي ودانۍ ټوله ونړوله او ۱۶۸ کسان یې ووژل.

په ۱۹۲۱ کال کې نژدې ۴۵۰۰ ټنه امونیم نایترېتو د جرمني اوپاو کې په یوه بټۍ کې وچاودېدل چې تر ۵۰۰ ډېر کسان یې ووژل.

او تر ټولو وروستۍ پېښه په چین کې وه چې په ۲۰۱۵ کال کې، د امونیم نایترېت او نورو کیمیاوي موادو له چاودنې د چین شمال، تیانجن بندر کې ۱۷۳ کسان ووژل شول.

له بي بي سي ويب پانې څخه په مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟