No-IMG

أَعُوذُ

د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) استعاذه(قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ.(هود :۴۷)

ژباړه:وئې ویل:اې زما ربه! زه له دې پناه دروړم چي دهغه څه غوښتنه درنه وکړم چي نه پرې پوهیږم)

د سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) استعاذه...

قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)

ژباړه: وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم.

 د سیدنا حضرت عیسی(علیه السلام) دمور(بي بي مریم) استعاذه...

قال الله عزوجل : قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا.(مریم :۱۸ )

ژباړه:وئې ویل: زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.

دا پیښه دسیده بي بي مریم د حمل اخستو مرحله وه چې سیدنا حضرت جبرائيل(علیه السلام) په انساني شکل کې ورته ښکاره شو.

که پوره تفصیل غواړئ؟ تفسیر ته مراجعه وکړئ.

قال الله تبارک وتعالی: وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ.(المؤمنون: ۹۷)

 او و وایه: اې زما ربه! د شیطانانو له وسوسو پناه در وړم.

وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ.( المؤمنون:۹۸ )

 او له دې پناه دروړم چي خواته مې حاضر شي.

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ .(الفلق:۱)

ژباړه: ووایه : پناه وړم رب دټولو چاودیدونکو ته.

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ.(الناس:۱)

ژباړه: ووایه : پناه وړم رب دټولو خلکو ته.

دا داستعاذې هغه کلمات وو چې په ( أَعُوذُ) سره ویل شوي.

حضرت نوح (علیه السلام)

سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) په شیخ الانبیا او بابای ثاني هم یادیږي.

 سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) په قرآنکریم، نبوي احادیثو او ټولو اسماني کتابونو کې په همدې مبارک نوم(نوح) یاد شوی، خو د اهل تشیع په ځینو روایتونو کې د عبدالغفار، عبدالمالک او عبد السلام په نوم ئې هم یاده وی.

دولادت تاریخ ئې زمکې ته دسیدنا حضرت آدم (علیه السلام) له کوزیدو (۱۶۴۲) کاله وروسته ښودل شوی.(والله اعلم)

دنسب سلسله ئې: نوح بن لامك بن متوشلخ بن خنوخ ( إدريس عليه السلام)  بن يرد بن مهلاييل بن قينان بن أنوش بن شيث بن آدم أبوالبشر (عليه السلام) او دمور نوم ئې قینوش. والله اعلم.

سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) یو له هغوپنځو  سترو اولی العزم رسولانو(نوح ،إبراهيم ،موسى ، عيسى او محمد) عليهم السلام څخه دی چې د ده حکایت ته په اهمیت سره قرآنکریم کې (۴۳) ځایه کې د ده نوم ذکر شوی.

د قرآنکریم په (۱۱۴) مبارکو سورتونو کې یو سورت(سورت نوح) د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) په نوم ځانګړی شوی او همدا راز دقرآنکریم په(۱۲۰) ایتونو کې  دنوح (علیه السلام) متعلق خبرونه ورکړل شوي چې ذکر ئې په سورت آل عمران ، النساء، المائدة،الأنعام،الأعراف، يونس، هود،الأنبياء،المؤمنون،  الشعراء، العنكبوت،الصافات او سورة نوح کې شوی.

    همدا راز په ټولو اسماني کتابونو کې د ده مبارک د داستان او دعوت تفصیل ذکر راغلی.

دقرآنکریم په ځینو بیلا بیلو آیتونو کې سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) په غوره القابو یاد شوی: رسول امین، عبداً شکوراً.

همدا راز نه یواځي نوح (علیه السلام) بلکه دکورنۍ ته ئې هم عزت او فضیلت ورکړل شوی.

قال الله تبارک وتعالی:إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ.(العمران:۳۳)

ژباړه: یقیناً چي الله تعالی آدم،نوح، دابراهیم او عمران اولاد په عالمیانو غوره کړي.

 د دوی د غوره والي لوړ ارزښت الهي دین ته دعوت او د الله سبحانه وتعالی منندویان وو،دوي هم انسانان وو، داسي نه چې د دی ځانګړي قبیلې او طایفې په نسبت ئې غوره والی شوی بلکه دالله تعالی دسپارل شویو دندو په ښه او ریښتینولي ماموریت تر سره کولو په برخه کې فضیلت ورکړل شوی.

همدا راز د قرآنکریم په (۱۲۰) آیتونو کې د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) حکایت او دقوم ظلمونو،کړاونو رسولو په اړوند د ده زغم او دعوت سر بیره دنجات او خلاصون یادونه شوي ده.

بالاخره ثابت شو چې د دې زماني مشرکین هدایت کیدونکي نه دي،سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) بده خیرا وکړه چې اې زماربه! په سر دزمکې کې یو کافر هم ژوندی پرنږدې.

له زمکې اوبه وخوټیدي او آسمان اوبه راکوزې کړي زمکه داوبو لاندې شوه ، ټول کفار هلاک ،سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) سره دهغه امت(مسلمانانو ) خلاصون او عافیت تر لاسه کړ، کشتۍ وروسته له طوفان د جودي غره په سر لنګر کېښود،سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) او ورسره مسلمانان چې په کشتۍ کې سواره وو، کوز شول او همدا سي نور مخلوقات، دژوند یو نوی باب پرانستل شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک