No-IMG

د سليمان لايق د فکر او مبارزې پاراډکسونه

د سلیمان لایق د فکر او مبارزې په اړه ډیر پارډاکسونه شته. پدې مسایلو د بحث یوازینی هدف دا دی چې د افغانستان په ځوان قشر کې د قطبیت او ترپګنیتوب ذهنیت ختم شي او یا د زغم او تسامح تر کچې را ورسیږي، او کوم فکر چې ځانته غوره کوي، هغه شعوري او اګاهانه وي.

مثلاً، افغان کمونستان (خلقیان، پرچمیان، شلعه یان یا ماویستان) د مارکسیزم پر ځای ډیر تمایل لینینزم ته ؤ.

لینین د مارکسیزم نه داسې قرائت درلود چې باید د کمونستي رژیم په تاسیس کې د زور او استبداد څخه کار واخیستل شي. ځکه د کارل مارکس او فردریک د کتاب (د کومنست منیفسټو یا منشور) څخه اویا کاله تیر شوي ول، خو هیڅ ځای کې کمونیستي نظام رامنځته نه شو. د بولشویک یا اکتوبر انقلاب دا زمینه برابره کړه چې مارکسیزم په اصلي کمونیزم واوړي.

په مارکسیزم کې غټه خلاء دا وه چې ټول نظریات یې صنعتي هیوادونو ته جوړ شوي ول چې د بروژوا او پرولتاریا (شتمنه ډله یا د فابریکو څښتنان او کاریګره یا مزدوره ډله) پکې مخکې له مخکې وي، او د کاریګرې طبقې د حقونو د ساتنې لپاره کمونستان را پاڅیږي.

چون افغانستان صنعتي هیواد نه، بلکې زراعتي هیواد ؤ، دلته پرولتاریا اصلاً نه وه، د افغانستان مطلق اکثریت نفوس بزګران ول. د دې پر ځای چې افغاني کمونستان ماویزم مفکوره په افغانستان کې پلي کړي، هغوي (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند یعني خلق + پرچم) په لینینزم باندې ټینګار درلود. په چین کې ماویزم ځکه رامنځته شو، ځکه هغوي‌ ویلي چې موږ صنعتي‌ نه بلکې زراعتي‌ هیواد یو، نو په وروسته پاتي هیوادونو کې د مارکسیزم منطقي پرمختګ ماویزم دی، نه لینینزم.

کمونستانو شاید په ټول افغانستان کې ۵۰ زره نه تر یو لک پرولتاریا یا مزدوران یا عام افغانان نه وي‌ قانع کړي‌ چې مارکسیزم منحیث عقیده او کمونیزم منحیث نظام ومني، خو چون د لینین او سټالین د تاریخي میراث په نظر کې نیولو سره، دوي سره دا تادي وه چې زر باید انقلاب راشي او ټول افغانستان وژغورو.

 یعني، څه کم یو لک خلکو غوښتل چې د افغانستان په ۱۵ میلیونه خلکو باندې کمونیزم ومني، هو، دا د هغوي ډیموکراتیک برداشت ؤ.

پدې برخه کې سلیمان لایق عام ولس ته د پیغام رسولو مهم رول درلود او کوښښ یې کوه چې دا نظریه خلکو ته روښانه کړي‌ او په هغوي یې ومني.

کمونستانو مختلفې ورځپاڼې او هفته نامې لکه خلق، پرچم او شعله جاوید خپرولي او خپل نظریات یې خلکو ته رسول. دوي ته دا کار اوږد مزل ښکاره شو او پوه ول چې شاید سلو کلونو کې هم افغانان مارکسیزم ته قانع نشي، او له همدي امله یې په داود خان باندې خونړۍ کودتا وکړه او هغه یې د ټولې کورنۍ سره وواژه، او د واک اخیستو لپاره عجله کې ول. د داود خان د وژنې نه وروسته، نور څومره بیګناه افغانان د هغوي په لاسونو ووژل شول، نو شمیر یې تر میلیونونو اوړي، او تاریخ کې ثبت دی.

کله چې سلیمان لایق د داود خان د کودتا وړاندیز کوه او تماشا یې کوله، او د ملي رادیو تلویزیون د لارې نه یې د کمونستي‌ نظام د بریا اعلان کوه، هغه وخت کې به ده سره د ملتپالنې تصور څه ؤ؟

ایا هغه پدې نه پوهیده چې د افغانستان بنسټونه او ملت پدې کار سره نړیږي، ایا د مارکسیزم او کمونیزم لپاره داسې اقدام چې افغان ملت پرې د بیخه ونړیږي، د ملتپالنې مثال کیدلای شي؟ دا لومړنی پراډاکس.

دوهم پراډاکس دا دی چې سلیمان لایق د یو ملي لیکوال او وطني شاعر په نوم رسنیو مشهور کړ، او د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان د یو سیاستوال او د مارکسیستي نظریې د یو مبلغ په توګه په ټولنه کې مطرح نه شو. پوښتنه دا ده چې ولي؟

ایا هغه خپله او رسنۍ پدې پوهیدلي چې کوم سیاست چې سلیمان لایق کوي، هغه په ټولنه کې منفور  دی او خلک ترینه کرکه لري، او یا هغه چې کومې مفکورې لپاره کار کوي، هغه ته په افغاني ټولنه کې ځاي نشته، نو د نوموړي لپاره چې په افغاني‌ ټولنه کې ځاي پیدا کړي، هغه یوازې د شعر تکیه او سیوری دی؟ دا دوهم پراډاکس.

داسې نور ډیر پراډاکسونه شته، خو لیکنه اوږدیږي. زما د لیکنې اصلي هدف دا دی چې د افغانستان تعلیم یافته او ځوان قشر، هره ایډیالوژي یا مفکوره خپلوي، یا چا سره مینه یا مخالفت کوي، هغه باید شعوري وي، نه احساساتي. او کله چې کوم دریځ نیسي، هغه کې باید دوه زړی نه وي، باید تر اخره پورې پرې کلک ودریږي. د دې سربیره، د مخالف لوري نظر ته احترام ولري او هغه وزغمي. افغانستان جوړیدو ته اړتیا لري، او دا کار پدې کیږي چې یو بل سره وزغمو او یو بل سره ارامه ژوند وکړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟