د پښتون تاريخ د ورانېدو خطرناکي هڅي
پښتني سيمي د جغرافوي وېش پر اساس پر يوه څلور لارې د پراته وطن په څېر د لرغونو تمدونونه مرکزونه او برخي پاته سوي دي، د پښتنو د خپلو تاريخپوهانو په قلم پښتني وطن کي ډېر لږ څه معرفي سوي دي، د بده مرغه د پرديو تعريفونو پښتني اولسونه له خپلو تاريخي اثارو داسي ياغي کړل چي اکثره ورته د بوتانو او پردو خلګو د اثارو په سترګه ګوي او په ورکولو کي ئې ثواب لټوي.
د جنوبي پښتونخوا د لورلایي په موساخيلو وطن کي څو ستر غارونه او سمڅي سته چي لرغونپوهان ورته ۵زره کاله پخوانی عمر ټاکي.
دې ډبرينو غارونو کي پر دېوالو ډول ډول حيوانات نقاشي سوي چي ځيني ئې ډېر جالب سبک لري چي ممکن يو وخت ورته د عبادتونو په سترګه کتل کېده او دغه غارونو د هغه وخت د انسانانو عبادتتونونه ګڼل کېږي.
کله چي څو وخت وړاندي د بلوچستان والي خبر سو چي دې غرونو کي ډول-ډول شکلونو سته؛ نو د کرين سره ئې کاريګر دې غارونو ته ولېږل چي د يوه پړانګ شکل لرونکې ټوله تېږه د انځور سره د غره رابېله او د پړانګ د تېږې نقش په خپل دفتر کي د ډول لپاره کېږدي.
له نيکمرغه کاريګرو چي هر وکړه، پړانګ ئې له غره څخه نه سو بېلولای، او هغه نقش ئې پر ځای پرېښودو، او دا پښتني ميراث به تر بل يرغل پوري انتظار باسي