No-IMG

حکمتيار: د اسلامي إمارت مسئولينو ته؛ د نجونو ښوونځيو تړلې دروازې پرانيزئ

متن خطبه مشر معزز(جمعه 5 حمل 1401).

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ ١ خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ ٢ ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأٓكۡرَمُ ٣ ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ ٤ عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ ٥  صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

په دې ورځو كي افغانان له يوې نوې لانجې او ستونزي سره مخامخ شوي؛ چي له كبله ئې د إمارت اسلامي او اسلام خلاف پراخ تبليغات پيل شوي؛ حكومت ژمنه كړې وه چي د حمل مياشت كي به ټول ښوونځي له استثناء پرته پرانستل كېږي؛ خو ټاكل شوې نېټې او هغه مهال چي نجوني هم خپلو ښوونځيو تللې وې؛ ناڅاپي اعلان وشو چي دوى به تر نوي اعلان پوري ښوونځيو ته نه‌ځي؛ د اسلام دښمنانو له دې پېښي د اسلام او مسلمانانو ضد تبليغاتو په ارتباط پراخه استفاده وكړه؛ اجازه راكړئ لومړى د مېرمنو د تعليم په ارتباط د قرآن او سنت لارښووني خپلي مخي ته كښېږدو او وگورو چي اسلام څه ويلي او غرب او غربپال له يوې خوا او له اسلام بې خبره كړۍ په دې اړه څه وايي

د اكثرو مفسرينو په اتفاق دا پنځه آيتونه چي ما د خطبې په پيل كي تلاوت كړل؛ هغه لومړني نازل شوي آيتونه دي چي د حراء سمڅي كي پر پيغمبر عليه السلام نازل شول او په همدې سره د وحي د راتلو لړۍ پيل شوه.

د آيتونو ترجمه داسي ده:

1- ولوله د خپل رب په نامه؛ هغه چي خلقت او پيداينه ئې كړى. 2- انسان ئې له ځوړند توكو پيدا كړى. 3- ولوله چي رب دي ډېر كريم دئ. 4- آ چي په قلم ئې پوهه وركړه. 5- انسان ته ئې ورزده كړل څه چي نه پرې پوهېدو.

په دې مباركو آيتونو كي څو مهمي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:

1- د لومړي آيت په پيل كي گورو چي د الله تعالى له لوري وحي؛ د إقرأ (ولوله) په امر او لارښوونه پيل شوې او دا ښيي چي د اسلام له نظره د (لوست) مقام او منزلت څومره لوړ دئ او څومره اهميت لري، دا د الله تعالى لومړۍ لارښوونه ده؛ په همدې سره ئې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د وحي لېږل پيل كړي. ورپسې وايي: دا لوستل د خپل رب په نامه او د هغه په مرسته پيل كړه؛ يعني چي دا لوستل يو مهم او سپېڅلى كار دئ؛ د خپل هغه رب په نامه او مرسته ئې پيل كړه چي د هر څه خالق او پيدا كوونكى دئ. ته او دا هر څه يوازي يو پالونكى رب لرئ، چي هم ستا رب دئ او هم د نورو ټولو مخلوقاتو رب.

په داسي حال كي چي پر انسان د الله تعالى لومړۍ پېرزوينه او نعمت د ده پيدايښت دئ؛ خو په دې لومړني آيت كي اول د (إقرأ: ولوله) يادونه شوې او بيا د هر څه د پيدايښت يادونه؛ او دا ښيي چي د الله تعالى په نامه لوست؛ هغه څه دئ چي انسان ته ارزښت وركوي؛ نه فقط د ده پيدايښت.

د (إقرأ) له امر دا هم معلومېږي چي د وحي فرشتې به دا لومړۍ وحي په ليكلې بڼي كي د پيغمبر عليه السلام مخي ته اېښې وي. رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: ما فرشتې ته وويل: زه لوستونكى نه يم؛ يعنى په لوستلو نه پوهېږم؛ درې ځلي د ده او فرشتې تر منځ همدا خبري تكرار شوې؛ بيا فرشتې دا آيتونه ورته لوستلي او ده تكرار او زده كړي.

په دوهم آيت كي ويل شوي: انسان ئې له علق: ځوړندو پيدا كړ؛ په دې كي څو خبري توجه ايجابوي:

الف: علق د علقة جمع ده، اصلي معنى ئې ځوړند ده او دلته له دې كبله د جمع په صيغه راغلې چي مراد ئې ټول انسانان دي، يعني ټول انسانان ئې له ځوړندو شيانو پيدا كړي.

ب: قرآن د ټولو ژوو پيدايښت له اوبو او د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده خاوره او د جوړښت پيل ئې له نطفې گڼي؛ بايد وگورو چي ولي په دې آيت كي د انسان د پيدايښت پيل له (علقه) ښودل شوى؟ په تفسيرونو كي دوه توجيه مومو:

1- ادبي تركيب د دې تقاضىٰ كوي چي د مخكيني آيت په پاى كي د (خلق) صيغې ته ورته د علق صيغه د ورپسې آيت په پاى كي راغلې وى، چي په دې سره د دواړو فواصل او وزن يو شانته شوى وى؛ د لومړي خلق او د دوهم علق.

2- دوهمه او غوره توجيه دا چي دلته د انسان د پيدايښت دوه ډېر متفاوت حالتونه (كامل انسان) او (يو ځوړند توكى) يو د بل څنگ كي اېښودل شوي؛ چي په دې سره خپل مخاطب ته ووايي: لكه څنگه چي الله تعالى انسان له يوه ځوړند توكي پيدا كړي، وده وركړي او بشپړ انسان ترې جوړ كړي؛ همداسي په (وحي)، (قرائت) او (تعليم بالقلم) سره انسان د پوهي او علم داسي مدارجو ته رسوي چي په ډېرو اسرارو پوه شي؛ په هغه څه چي تر دې وړاندي او له دې لاري پرته له بلي لاري نه شو پرې پوهېدى.

انسان ډېر وروسته او په تېري پېړۍ كي په دې پوه شو چي د مور په رحم كي او د انسان د جوړښت په پيل كي د ماشوم لومړۍ جوړه شوې نطفه د رحم په جدار پوري راځوړنده وي؛ چي وروسته بيا د ژوول شوې غوښي ټوټې ته ورته بڼه غوره كړي. دا آيت هم د قرآن يو داسي علمي إعجاز زموږ مخي ته ږدي چي ساينس د ډېرو مجهزو او نويو وسائلو په مرسته او څوارلس پېړۍ وروسته پرې پوه شو.

په 3 او 4 آيتونو كي يو ځل بيا د إقرأ لفظ تكرار شوى او ويل شوي: ولوله چي ستا رب ډېر كريم دئ؛ يعني دا د الله تعالى د كرم او پېرزويني څرگنده نښه ده چي انسان د يوه (ځوړند توكي) له حالت هغه ځاى ته رسوي چي (كامل او پوه انسان) ترې جوړ شي او ليك - لوست ورزده كړي.

انسان يوازينى مخلوق دئ چي كولى شي د (لوستلو) له لاري د بل په خبره پوه شي او د (ليكلو) له لاري خپل معلومات خوندي كړي او خپل پيغام نورو ته ورسوي او په دې سره د خپل سلف له قيمتي تجاربو گټه واخلي، د معلوماتو د ضائع كېدو مخه ونيسي او راتلونكي نسل ته ئې انتقال كړي. له انسان پرته دا وړتيا او امتياز په هيڅ ذيروح كي نه گورو، الله تعالى په انسان كي دا استعداد او وړتيا اېښې ده چي له (قلم) د تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، له دې اړخه ئې انسان ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى.

له دې مبارك آيت څو اساسي مطالب تر لاسه كولى شو:

1: په (قرائت)، (علم) او (قلم) سره هم انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى شوى او هم په خپله د انسانانو تر منځ يوه ته پر بل فضيلت.

2: (قلم) د زده كړي او پوهي ډېره اغېزمنه وسيله ده؛ په دې سره انسان د دې مجال ترلاسه كوي چي په ډېرو هغو حقائقو پوه شي چي له بلي لاري پرې پوهېدل ورته ممكن نه وو.

3: لكه څنگه چي دلته د (علم بالقلم) الفاظ په دې معنى دي چي انسان ته له قلم د استفادې استعداد وركړى شوى، الله تعالى د هغه په فطرت كي دا ملكه اېښې چي قلم جوړ كړي، خپل ما فى الضمير وليكي او نورو ته ئې انتقال كړي او له دې د زده كړي او تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي؛ همدا راز په نورو آيتونو كي دې ته ورته راغلي الفاظ لكه (علمه البيان) او (وعلم آدم الاسماء كلها) هم هغو استعدادونو ته اشاره كوي چي انسان ته وركړى شوي، انسان ته د (بيان) ملكه وركړى شوې، كولى شي خپل (مافي الضمير) اظهار كړي او له كلماتو او الفاظو په استفادې سره خپل قصد، هدف، نظر او پيغام تشريح او توضيح كړي، هغه ته د هر څه د پېژندو او په هر څه د يوه مناسب نوم اېښودو استعداد وركړى شوى، هغه كولى شي خپله پوهه د نومونو په قالب كي ترتيب، تنظيم او حفظ كړي او نورو ته ئې انتقال كړي. دا د انسان يوه ځانگړتيا ده، دا صفت په نورو مخلوقاتو كي نشته، په دې سره الله تعالى انسان ته پر ټولو مخلوقاتو فضيلت او شرف وركړى.

سره له دې چي گورئ الله تعالى (قلم)، (ليك) او (لوست) ته څومره ارزښت او اهميت وركړى او سره له دې چي پيغمبر عليه السلام ته د وحي په پيل كي لومړۍ لارښوونه د قرائت او قلم په اړه ده او ورته ويل شوي چي قلم د تعليم او تعلم ستره وسيله ده، خو متأسفانه زموږ په مخكينيو ديني مدرسو كي (قلم) هېر شوى، له دغو مدرسو چي څوك فارغېږي ډېرى ئې په ليك لوست نه پوهېږي!! 

په پنځم آيت كي څو لارښووني مومو:

1-      د انسان پر مخ چي د معرفت هره دروازه پرانيستل كېږي، په هري نوې خبري چي د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي، د ده هر( كشف) او په هر سر او راز پوهېدل ئې په حقيقت كي د الله تعالى يوه پېرزوينه ده، دا دروازه د ده له لوري ورته پرانيستل كېږي، په دغو حقائقو د پوهېدو توفيق او د اسرارو د كشف توان دى وركوي، هر چا ته علم او پوهه دى وركوي، سترگي، زړه، غوږونه، دماغ او اعصاب ئې د ده په اراده ورته كار كوي، لار ورته ښيي او د ښه او بد، مفيد او مضر په پېژندلو كي ئې مرسته كوي، په هر څه چي انسان علماً احاطه كوي؛ دا ټول د الله تعالی په خوښه او اذن او په همغه حد كي وي چي الله ئې وغواړي.

2-      د دې عالم يوه برخه داسي ده چي انسان ئې له وحي پرته له بلي هيڅ لاري نه شي پېژندى، الله تعالى د وحي په لېږلو سره انسان ته په هغه څه د پوهېدو امكان هم ميسر كړ چي له دې پرته درك كول او پېژندل ئې ورته ممكن نه وو.

3-      په اصل كي انسان (بې علمه) دئ، په تدريج سره زده كړه كوي او علم ترلاسه كوي. د انسان د پوهي او علم تفاوت د نورو ژوو له شعور او پوهي سره په دې كي دئ چي نور ژوي ثابت او محدود علم لري، له مخكي د دوى په دماغ كي اېښودل شوى، په فطري او الهامي توگه ورته تفهيم شوې چي څنگه ژوند وكړي، كوم كوم كارونه وكړي، څه وخوري او د څه له خوړلو ډډه وكړي، څنگه مفيد او مضر سره بېل كړي، خو انسان كولى شي چي تر هغه څه زيات هم زده كړي چي په فطري او الهامي توگه ورښودل شوي او په ضمير كي ئې اېښودل شوي. دى كولى شي زده كړه وكړي، د خپلي پوهي سطح لوړه كړي، اسرار كشف كړي او پټ حقائق ځان ته معلوم كړي، په (لوستلو)، (ليكلو) او له (قلم) په استفادې سره د خپلي حافظې ظرفيت لوړ او پراخ كړي او په هغه څه هم پوه شي چي نور پرې پوهېدلي او دى ترې غافل وو او له پېژندو ئې عاجز. كه انسان ته له (قلم) د استفادې استعداد نه وى وركړى شوى او په ليك او لوست نه پوهېدى؛ نو د هر چا علم او پوهه به له ده سره پاته كېده، نه به په دې توانېدو چي د نورو له پوهي او تجربو گټه واخلي او نه به ئې خپل تجارب او علم نورو ته انتقالولى شو.

بايد دې ته متوجه وو چي د إقرأ لارښوونه او امر د قرآن ټولو مخاطبينو او مؤمنانو ته متوجه دئ؛ هم رسول الله صلى الله عليه و سلم ته او هم د ده له لاري هر نارينه او ښځينه مؤمن ته؛ همداسي لكه چي په دوهم او پنځم آيت كي ئې وضاحت شوى او دواړه ئې د انسان په نامه ياد كړي؛ په انسان كي هم نارينه شامل دئ او هم ښځينه.

د إقرأ معنى ولوله ده؛ انسان هغه مهال په لوستلو پوهېدى شي چي ليكل زده كړي؛ په دې آيتونو كي د لوستلو، زده كړي او قلم يو ځايي او څنگ په څنگ راوړلو معنى همدا ده.

متأسفانه د قرآن له دې ټولو صراحتونو، وضاحتونو او تأكيد سره سره؛ ځيني پر يوه جعلي او موضوعي روايت استناد كوي او وايي: پيغمبر عليه السلام مېرمنو ته ليك- لوست ښودل منع كړي!! ټول معتبر محققين پر دې متفق دي چي دا روايت جعلي او موضوعي دئ؛ نه رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره كړې او نه په ټول قرآن كي داسي څه ليدل كېږي چي اشارتاً هم دا خبره ترې راووځي؛ د قرآن دغه لومړني پنځه آيتونه كافي دي چي داسي جعلي روايات د دښمنانو او غرضي او مرضي كړيو د تور زړه او ذهن زېږنده وگڼو.

ځيني له دين د بې خبرۍ له كبله د ديني احكامو په اړه داسي څه وايي چي له دين وځي او د ديني لارښوونو ضد خبري كوي. د همدې حجاب په اړه به وايي: هو؛ د ښځو مخ او لاسونه په ستر كي شامل نه دي؛ خو كه د فساد او فتني سبب گرځي نو بيا ئې پټول لازم دي!! هغوى ته وايو: دا په حقيقت كي د شريعت پر پرېكړي د اعتراض او له خپل لوري او د خپل ذهن مطابق د حلال او حرام پرېكړي صادرول دي؛ هيڅوك دا حق نه لري چي څه پر دين زيات يا څه ترې راكم كړي. شريعت موږ ته ويلي چي د نارينه او ښځينه وو لباس به څنگه وي؛ په عام حالت كي به ئې جامه څنگه وي او د حج او احرام په حالت كي به ئې جامه څنگه وي؛ آيا څوك حق لري چي ووايي: د حج په دوران كي چي ستره اجتماع وي، په مليونونو حاجيان اوږه په اوږه د كعبې طواف كوي؛ هم نارينه حاجيان او هم ښځينه؛ نو څوك راپاڅي او ووايي: د دې لپاره چي دلته د فتنې احتمال شته؛ نو مېرمني دي يا طواف نه كوي او يا دي مخ او لاسونه پټ كړي؟!! كه څوك نه د دې خبري كولو حق لري او نه ئې د ويلو جرأت كولى شي؛ نو څنگه دا جسارت كوي چي مېرمني او نجوني په جومات، مدرسه، او نورو وړو غونډو كي چي هيڅ يوه ئې د حج له ستري غونډي سره برابري نشي كولى؛ د مخ او لاس پر پټولو مكلف كړي او دې ته شرعي رنگ وركړي؟!

په رواياتو كي راغلي:

« يؤتى بوال نقص من الحد سوطاً، فيقال له لم فعلت ذاك؟ فيقول رحمة لعبادك، فيقال له أنت أرحم بهم مني! فيؤمر به إلى النار، ويؤتى بمن زاد سوطاً فيقال له لم فعلت ذلك؟ فيقول لينتهوا عن معاصيك، فيقول أنت أحكم به مني! فيؤمر به إلى النار » تفسير كبير

د قيامت په ورځ به د الله تعالى په وړاندي داسي چارواكى راوستل شي چي په حد كي ئې يوه دره كموالى كړى، ورته وبه ويل شي: ولي دي دا كار وكړ؟ وبه وايي: ستا پر بندگانو د رحم له كبله، نو ورته وبه ويل شي: آيا ته تر ما زيات پرې مهربان وې؟ نو د اور په لوري د بېولو امر به ئې وشي؛ او داسي څوك به راوستى شي چي يوه دره ئې زياته كړې، ورته وبه ويل شي: ولي دي دا كار وكړ؟ وبه وايي: د دې لپاره چي ستا له عصيان او سرغړاوي ډډہ وكړي، نو ورته وبه ويل شي: آيا ته د دوى په اړہ تر ما زيات ښه حكم كوونكى وې؟ نو د اور په لوري د بېولو امر به ئې وشي.    

يعني هيڅوك حق نه لري په حلال او حرام كي معمولي او لږ څه زيات يا كم كړي.

ځيني نور وايي: جومات او مدرسې ته د مېرمنو او نجونو تگ د دې لپاره روا نه دئ چي اوس د فساد او فتنو دور دئ؛ دوى ته وايو: مگر ته تر الله تعالى او د هغه تر رسول عليه السلام ډېر پوه او پر دين ئې ډېر غيرتي يې چي الله تعالى او د هغه رسول اجازه وركړې؛ په داسي حال كي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د صحابه وو لوڼي او مېرمني هغه مهال؛ هم جومات ته تللي، هم حج او عمرې ته او هم د جهاد سنگرونو ته؛ سره له دې چي هغه مهال نږدې نيماي مدينه د يهودانو لاس كي وه؛ منافقينو، مرجفينو او هغو چي زړونه ئې بيمار وو؛ همدا مسلماني مېرمني ځورولې؛ خو الله تعالى او پيغمبر ئې د دې پر ځاى چي دا مېرمني جومات ته له تگ منع كړي؛ دا تورزړي منافقين او مرجفين ئې وگواښل چي كه له دې شرارتونو لاس وانه خلي؛ نو له مدينې به وشړل شي؛ قرآن فرمايي:

(لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلا قَلِيلا)؛ (مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلا) الأحزاب:60- 61

كه د مدينې منافقين او هغه چي په زړونو كي ئې بېماري ده او مرجفين (د افوهاتو خوروونكي) ډډه ونه كړي؛ حتماً به تا پرې برلاسى كړو چي بيا به دلته ستا مجاورت ونه كړي مگر لږ شانتي، لعنت كړى شوي، چي چېري وموندى شي ونيول شي او په ځانگړي وژلو سره ووژل شي.

او تر دې وړاندي آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي ويل شوي:

(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) الأحزاب: 59

اې نبي! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه چي خپل پړوني پر خپلو ځانونو راتاو كړي، همدا دې ته نږدې ده چي وپېژندى شي او ونه ځورول شي، او الله مهربان بخښونكى دئ.

په دې مباركو آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته سپارښتنه شوې چي: خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه: خپل پړوني درباندي راتاو كړئ، په دې سره به وپېژندى شئ او د مفسدينو له ځورونو به وساتل شئ. يعني ستاسو جلباب او پړونى نورو ته دا پيغام لېږي چي تاسو عفيفي، پاك لمني او متقي مېرمني يئ، همدا پړونى به تاسو د هغو مفسدينو له ځورونو خوندي ساتي چي په كوڅه او بازار كي د بدلمنو مېرمنو په لټه كي وي.

 گورئ چي د الله تعالى؛ مؤمني مېرمني د منافقينو او مرجفينو د شرارتونو له كبله جومات ته له تگ نه دي منع كړي؛ بلكي ورته ويلي ئې دي چي له داسي مناسب پړوني سره ولاړي شي چي منافقين ئې د ځورولو جسارت ونشي كړى.

وروڼو خوېندو!

د توجيه وړ نه ده چي إمارت اسلامي دا وعده كړې وه چي د هلكانو او نجونو ټول ښوونځي به پرانستل كېږي؛ خو ناڅاپي او په داسي حال كي چي نجوني هم ښوونځيو ته تللې وې؛ اعلان وشو چي د متوسطې او ليسې نجوني بايد بل فرمان ته انتظار وكړي؛ په دې اعلان سره نه يوازي هغو دښمنانو ته د پراخو او پرله‌ پسې تبليغاتو موقع په لاس وركړى شوه چي د مېرمنو د حقوقو دروغجن او مكار مدافعين ئې له ځانه جوړ كړي او اسلام او مسلمانان په دې تورنوي چي د مېرمنو حقوق تر پښو لاندي كوي؛ بلكي د حكومت اعتبار او حيثيت ته ئې په داخل او بهر كي سخته صدمه ورسوله او هر چا داسي وانگېرله چي د دې حكومت پر ژمنو باور نشي كېدى؛ پر خپل عهد او ژمنو ودرېدل د ايمان او اسلام ستره غوښتنه ده.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي د حجاب اړوند آيت داسي مهال نازل شوى چي په جومات كي د ناستو ډېرو مؤمنو مېرمنو يا سرونه لوڅ ول، يا ئې غاړه او گرېوان؛ د آيت په اورېدو سره فوراً پاڅېدې، خپلو كورونو ته ولاړي او د سر، غاړي او گرېوان د پټولو چاره ئې وكړه او بېرته جومات ته راستنې شوې.

همدا د شريعت د تطبيق هغه صحيح او شرعي اسلوب او طريقه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې او نورو مواردو كي عملي كړې ده.

همدا راز د ښځېنه استادانو كمښت د دې دليل نشي كېدى چي نجوني له زده كړي محرومي شي؛ بايد داسي تدابير ونيول شي چي دا ستونزه ژر او په سمه توگه حل شي.

وروڼو خوېندو!

كه مېرمني له دين بې خبره او بې علمه پاته شي؛ نو زموږ راتلونكى نسل به له دين بې خبره وي؛ د هر انسان لومړى استاد د ده مور ده؛ شخصيت ئې د مور په غېږ كي جوړېږي؛ يوازي د مؤمني او په دين پوه مور اولاد به مؤمن او په دين پوه روزل كېږي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمني د نورو لپاره استاداني وې؛ له ډېرو ئې په سلگونو روايات نقل شوي.

عائشه رضي الله عنها تر ټولو ستره مفسره او په حديث او تفسير كي د نورو لپاره استاده وه. د عبد الله بن عمر او عبد الله بن عباس په څېر د مشهورو صحابه وو اشتباهات هم دې تصحيح كول؛

له لومړۍ ورځي چي په مدينه كي د پيغمبر عليه السلام په لاس جومات جوړ شو بيا تر هغه چي له دنيا ئې رحلت وكړ؛ مېرمني جومات ته تللې؛ د حجة الوداع په مهمي او آخري خطبې كي ئې هم وفرمايل: جومات ته د خپلو مېرمنو له تگ ممانعت مه كوئ.

او تاسو پوهېږئ چي هغه مهال جومات يوازي د لمانځه مكان نه وو؛ يوه ستره او اغېزمنه مدرسه هم وو او د جرگو او پرېكړو مهم مركز هم.

آيا د جومات او مدرسې تر منځ كوم فرق او توپير شته؟

د اختر او جمعې په لمونځونو كي شركت د امام او خطيب خطبه اورېدل؛ له دې كوم توپير لري چي په صنف كي د استاد درس واوري؟

افغانان وايي: منو چي د نجونو استادان دي مېرمني وي، منو چي صنفونه دي بېل بېل وي؛ منو چي دوى ته خوندي فضاء جوړه شي، منو چي ټول شرعي تدابير دي ونيول شي؛ بسم الله دې ته ملا وتړئ؛ ټول ملت ستاسو مرستي ته چمتو دئ؛ خو دا هيڅوك نه مني چي په دې نامه او پلمه دي نجوني له تعليم محرومي شي.

كه څوك دا كار د خپلي سليقې له مخي كوي؛  نه د شريعت په نامه؛ نو لږ تر لږه شريعت او اسلام خو به په دې نه تورن كېږي چي د نارينه او ښځينه تر منځ په توپير او تبعيض باور لري او مېرمني له تعليم محروموي.

وروڼو خوېندو!

آخري مشوره مي د إمارت اسلامي مسئولينو ته دا ده: داسي مه كوئ چي سبا خلك ووايي: حكومت د بهرنيو د فشارونو په نتيجه كي د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانيستلې؛ او افغان نجوني هم داسي وانگېري چي خپلو وطنوالو د اسلام تر نامه لاندي له خپل انساني او اسلامي حق محروم كړو خو غربيان زموږ د انسانى حقوقو مدافعين شول او حكومت ئې مجبور كړ د ښوونځيو تړلې دروازې پرانيزي. دا به يقيناً لويه اشتباه او له اسلام او راتلونكي نسل سره ستره جفا وي

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک