No-IMG

د پيغمبرۍ دعوه فتنې تر شا د چا لاس دی!

د هراتي محمد زلمي يو کلېپ مې واورېد چې د پيغمبرۍ دعوه په کې کوي.

نه پوهېږم ولې مې ورباندې زړه درد وکړ، د ده د خبرو په انداز، د ده په ظاهري سټايل، په دې نوي عصر کې د ده په کليوالي فکر، د ده د قرآن کريم د تلاوت په طرز، په عربي کلماتو د ده په تلفظ او ...

خلاصه دا ټول يې د رسالت له سترې دعوې سره هيڅ اړخ نه لګوي، نه پوهېږم دا بې چاره به چا غولولی وي؟!

په هر حال هيله لرم يو څو زيرکه علماء کرام يې په نرمه پوه کړي، چې کاکا يا دې د مغزو علاج وکړه او يا هغه څوک راوښييه چې ستا د دې پيغمبرۍ د ډرامې ترشا ولاړ دي او غواړي زمونږ په حوصله او جذباتو ريشخند ووهي.

زما په نظر دا سړی خپله مهم نه دی، د دې فتنې تر شا حتماً د چا لاس شته، بايد هغوی افشاء شي، د اصلي سزا مستحقين هغوی دي چې يو معتوه او ساده ګل يې تر دې ځايه رسولی دی.

هراتي محمد ځلمي پرون له خپلې دعوې رجوع وکړه، توبه يې وويسته، خلک هم پرې خبر شول چې دعوه يې پر دروغو ولاړه وه، ويډيو يې په فيسبوک کې يو او بل ته لېږل کېږي.

په دې کار له زړه خوښ شوم چې پرته له وينې تويدنې دا کار ترسره شو، يعنې سړي له خپلې تېروتنې رجوع وکړه، توبه يې وويسته او د خدای تعالی له ستر او دردوونکي عذاب څخه وژغورل شو او بې شکه چې الله تعالی د رښتينې توبې قبلوونکی دی.

ګنې د محمد الغزالي رحمه الله خبره دلته خو زمونږ ډېر دوستان اماده ناست و چې سړی په خپل سر مخکې له توبې ووژني او دی دوزخ ته ولېږي، حال دا چې ابليس هم همدا غوښتل.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟