
د نړۍ لمړنۍ پوهنتون په مراکش کي د یوې مسلمانې ښځې لخوا تأسیس شو
زلمی زابلي
دنړی لمړنۍ پوهنتون په 859 م کال د مراکش د فیز FEZ په ښار کی دیوی مسلمانی ښځی په واسطه چه فاطمه الفهری نومیده ، تاسیس شوو
نوموړی پوهنتون د القرویین په نوم یادیږی چه تر اوسه فعال دی
دانګلستان د Oxford پوهنتون اود آیتالیا د Bologna پوهنتون دوه پیړی وروسته د القرویین د پوهنتون څخه تاسیس شوی دی
دنوموړی پوهنتون نصاب اسلامی علوم ، طب، ریاضیات ، نجوم او منطق وو یعنی کاملا یو اسلامی پوهنتون دی چه تر اوسه محصیلین جذبوی
دنوموړی پوهنتون تر څنگ د لمړی ورځی یوه ستره مشهوره کتابخانه او یو لوی مسجد شریف هم ودان شوی
چه نوموړی کتابخانی ته د نړی د اسلامی هیوادونو پاچاهانو په مختلیفو وختونو کی معتبره او نادره کتابونه ډالی کړی دی
نوموړی پوهنتون په اسلامی نړۍ کی ډیر ژر مشهور سوو د اسلامی هیوادونو څخه بی شمیره شاگردان دزده کړو لپاره ورته راتلل
داچه د پوهنتون د جذب ساحه ډیره لویه نه وه ځکه یی هغه محصیلین وروسته جذبول چه د اسلام د مقدس کتاب قرآن شریف حافظ وی ، په عربی ژبه وپوهیږی او نور افاقی معلومات هم په نورو علومو کی ولری
د القرویین پوهنتون د تاسیس له وخته تراوسه خپلو فارغ سوی محصیلینو ته د فراغت سند ورکوی چه په خاص لرگی باندی حک سوی سند دی
اروپایی هیوادونو تر ډیره وخته د القرویین پوهنتون د تاسیس څخه په لیدلو او زده کولو سره ، په اروپا کی پوهنتونونه ایجادول ځکه بل داسی ابتکار په اروپاکی هغه وخت شتون نه درلود