No-IMG

حامله ښځې بايد لاندې خواړه و نه خوري

*خامي شيدې (هغه شيدې چې مخکې جوش شوې نه وي) او هغه پنير چې له خامو شيدو جوړ شوي وي: په خامو شېدو کې کېدی شي د لېسټيريا بکتريا وي او هغه کېدی شي د حمل د له منځه وړلو باعث شي. د مخکې جوش شوو او يا پخو شيدو څښل هېڅ زيان نلري بلکه ګټه لري.

*هغه غوښه چې سمه پخه شوې نه وي او يا خامه وي: کېدی شي خامه غوښه د ټوکسو پلازموسس باعث شي او هغه بيا د حمل د له منځه وړلو باعث ګرزي. د ښه پخه شوې غوښي خوړل هېڅ زيان نلري.

*ينه (ځګر): په ينه کې ډيره زياته وېټامين اي (A) وجود لري کېدی شي د مور په ګېډه ماشوم ته زيان و رسوي.

*خامه او يا نېمه خامه هګۍ: د سالمونېلا په بکتريا د اخته کېدو خطر لري. د ښه پخه شوي هګۍ خوړل هېڅ زيان نلري.

*په ورځ کې بايد له ۲۰۰ ميلي ګرامه څخه زيات کافيين استعمال نشي (تقريباً پنځه پيالې چاي او يا دوه ګېلاسه کافي).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک