No-IMG

سختي مه کوئ

   ابو موسى الاشعري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به چې کوم صحابي کوم کار ته لیږه ورته فرمایل به یې: خلکو ته زېري ورکړئ، یعني د خوشالي خبرې ورته وکړئ، (له دینه یې) په نفرت کې مه اچوئ، خلکو ته اساني جوړه کړئ، سختي مه کوئ. ‏قال أبو موسى الأشعري رضي الله عنه: كان رسول الله ﷺ إذا بعث أحدا من أصحابه في بعض أمره قال: بشروا ولا تنفروا، ويسروا ولا تعسروا. رواه الأئمة أحمد والبخاري ومسلم

   د روایت اسلوب راښیي چې رسول الله ﷺ دا خبره یوه یا دوو ملګرو ته نه وه کړې، بلکې د هغه عام چلند داسې و، چې کله به یې هم کوم ملګری د کوم کار لپاره لیږه هغه ته به یې دا توصیه کوله، توصیه دا وه چې خلکو سره په اړیکو کې هغوی ته ښې خبرې کوئ، دین ته یې هڅوئ او داسې چلند مه غوره کوئ چې خلک له دینه نفرت وکړي. داراز خلکو سره اساني کوئ، سختي مه ورسره کوئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک