No-IMG

د چین لوی دیوال (Great Wall):

دا د چین یو تاریخي دیوال دئ چې پر چین را چاپیر سوئ  او د سمینټو، غټو خښتو او خاورو څخه ساختمان سوی دئ.

دا دیوال د چین د امپراطورۍ د ساتلو په خاطر د دښمن د حملې د دفاع لپاره جوړ سو چې 21,196 کیلو میټره غټ او اوږد دﺉ؛ 9.1 متره برداره، او پینځلس متره جګ دﺉ او یو څه وخت وروسته پکښي خښته هم کار سوه.

همدا دېوال کي 7000 برجونه، پوستې او د عسکرو تم ځایونه موجود دي. د دې دېوال په جوړولو کښي په زرهاوو کاریګران د ډیر کار، مریضیو او یا هم د غټو ډبرو د لویدلو د لاسه مړه سوه چې ټوله یې په همدې دېوال کې دفن سوي دي. تر ټولو عجایبه یې دا ده چي دا ټوله د انسانانو پواسطه بېله کوم ماشیني اسانتیاوو څخه جوړ سوی دﺉ چې په همدې خاطر د نړۍ لومړۍ عجایبه ګڼل کیږي.

 د هغه وخت چینایي واکمنو د نظامي او ستراتیژیکو موخو په خاطر تر میلاد ۲۲۰ کاله وړاندې د دې دېوال د جوړېدو کار پیل کړ او په ۱۹۸۷م کال د یونسکو فرهنګي سازمان په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې وشمېره ، چې اوس یې په نړیواله کچه د ګرځندویانو پاملرنه راړولې ده.

چینایان وايي:

«هغوی اتلان نه دي چې د چین دېوال ته نه دي ختلي».

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک