No-IMG

لويه جرگه د طالب زندانيانو خوشې کول او د اوسني حکومت دوام او وخت پوره کول لپاره غوښتل شوی

په راتلونکی جرګه کی ، دډاکټر عبدالله ټیم ځکه ونډه واخیسته چه د حکومت  شریک دی ،

د جرگی گډونوال به دوه اساسی  پوښتنو ته ځواب وایی:

د طالب زندانیانو خوشی کیدل چه حتمی خبره ده ټول ملت ورسره موافق دی قطعا جرگی ته ضرورت نشته ،

او دوهم سوال دادی چه د اوسنی حکومت دوام غواړو

وروسته به دا پایله حکومت د طالبانو سره په بین الافغانی مذاکراتو  کی د سند په ډول وړاندی کوی، 

چه افغان ملت د اشرف غنی حکومت غواړی ، نه کوم بل حکومت ،

په همدی خبره به بیا تر څو کلونو په بین الافغانی خبرو کی دحل لاره ورکه وی،

اشرف غنی به خپل د واک  څخه نه تیریږی او طالبان به د اشرف غنی په اداره کی د گډون څخه کرکه کوی  اود حکمتیار صاحب غوندی ، نه غواړی چه د حکومت یو جز اوسی،

همسایه دښمنان هیوادونه او بین المللی  استعماری ملکونه به خپله استخباراتی لوبه مخته وړی،

او حکومت به خپل فساد غلا چور  ته زور ورکړی ،

ځکه چه حکومت د قانون دحاکیمیت لپاره هیڅ ډول تعهد او اراده نلری

طالبان به دخپل قوت د ښودلو لپاره نظامی یرغل ، انفجار ، انتحاری حملو ته زور ورکړی   

نتیجه به یی د جګړی شدت او دوام وی چه قربانی به یی یوازی مظلوم افغان ویده ملت وی

خدای ج دی دا ملت نور خپله راویښ او متحد کړی چه د وطن او ملت واقعی دښمنان ټول په مخه کړی

امین

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟