No-IMG

پر هیروشیما د اټومي برید ۷۵ تلین؛ هغه برید چې نړۍ یې بدله کړه

نن د جاپان پر هیروشیما ښار د اټومي بم غورځولو پنځه اویایم تلین دی چې په نړۍکې لومړی اټومي بم وو چې وکارول شو. په همدې مناسبت زنګونه وکړنګول شول او په ځايي وخت سهار اته بجې ۱۵ دقیقې د دې پېښې د قربانیانو لپاره یوه دقیقه چوپتیا اعلان شوه.

له برید وروسته جاپان تسلیم شو او دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېدله

 

د دې پېښې د یاد مراسم د کورونا وېروس له امله اغېزمن شوي او په محدوده بڼه ترسره شوي دي.

د ۱۹۴۵ کال د اګست میاشتې پر شپږمه یوې امریکايي بم غورځوونکې الوتکې د جاپان پر هیروشیما یو یورانیمي بم وغورځاوه چې له امله یې ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.

درې ورځې وروسته بل بم د جاپان پر ناګاساکي ښار وغورځول شو، دوې اونۍ وروسته جاپان محاصره شو او دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.

د جاپان لومړي وزیر شېنزو ابې او د هیروشیما ښاروال نن سهار د سولې پارک کې له دې بریدونو د ژوندیو پاتې شویو کسانو سره په ګډه د تلین په مراسمو کې برخه واخیسته.

د کورونا وېروس له امله د اټومي برید د قربانیانو تلین په محدوده بڼه ترسره شو

 

هر کال دلته زرګونه کسان د دې بریدونو د قربانیانو د یاد لپاره راتلل خو سږ کال دلته د کورونا وېروس له امله کم شمېر کسان راغلي، ټولو ماسکونه پرمخ کړي او څوکۍ د ټولنیز واټن ساتلو لپاره یو له بله لرې اېښودل شوې وې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په دې مناسبت یوه پيغام کې د نړۍ له ټولو ملتونو غوښتي چې د اټومې وسلې له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

"بې باورۍ، لرې والي، او د خبرو نشتوالي نړۍ له اټومي سیالۍ سره مخامخ کړې ده. د اټومي خطر د له منځه وړلو لپاره یوازېنۍ لار داده چې اټومي وسلې له منځه یوسو".


لومړی برید پر هیروشما او درې ورځې وروسته بل اټومي بم پر ناګاساکي وغورځول شو

 

په ۱۹۴۵ کال کې څه وشول؟

 

جرمني د ۱۹۴۵ کال په مۍ میاشت کې د متحدینو ډلې هېوادونو ته تسلیم شو، خو په آسیا کې له جاپان امپراتورۍ سره د متحدینو د جګړې له امله دویمې نړیوالې جګړې دوام درلود.

د اټومي بم د قربانیانو د درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا د مراسمو یوه برخه ده

 

د جاپان له خوا د سولې لپاره د ټاکل شوي خبرداري یا الټمېټم ردولو وروسته امریکا په دې نظر وه چې یو اټومي بم کولی شي چې په چټکۍ جاپان کلابند شي او د دوی ځمکنیو ځواکونو ته لږ خطر متوجه شي.

د اګست پر شپږمه امریکا لومړی اټومي بم چې د کوچنی هلک ( Little Boy ) په نوم یادیده پر هیروشیما وغورځاوه. دا لومړی ځل وو چې په یوه جګړه کې اټومي بم وکارول شو.

ویل کېږي چې د بم په غورځولو سره د یوې لویې چاودنې په پایله کې چې ښار یې له خاورو سره خاورې کړ، ۷۰ زره کسان ووژل شول.

له دې برید څو ورځې ، څو اونۍ او څو میاشتې وروسته لسګونه زره کسان د راډیو اکتیف موادو له امله د مسمومیت په پایله کې مړه شول.

سره له دې چې جاپان د تسلیمېدو هوډ نه درلود، درې ورځې وروسته تسلیمېدو ته د اړوېستلو لپاره د څرب سړي ( Fat Man ) په نوم بل بم پر سویلي ښار ناګاساکي وغورځول شو.

اټکل کېږي چې په هیروشیما کې ۱۴۰ زره کسان ووژل شول، هغه مهال د دې ښار د وګړو شمېر ۳۵۰ زره وو او ناګاساکي کې لږ تر لږه ۷۴ زره تنه ووژل شول.

د دې دوه بمونو په غورځولو سره په آسیا کې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده او جاپان د ۱۹۴۵ کال کې د اګست پر ۱۴ تسلیم شو.

خو ځينې نیوکه کوونکي وايي جاپان له دې بمي بریدونو وړاندې غوښتل چې تسلیم شي او دې بریدونو کې یو زیات شمېر ولسي وګړي ووژل شول.

 

هغه بم چې نړۍ یې دله کړه

 

پر هیروشیما غورځول شوی بم د ( کوچني هلک ) په نوم یادیده او ویل کېږي چې د ۲۰ زره ټنه ټي اېن ټي (یو ډول چاودیدونکې ماده ) په اندازه ځواک یې درلود.

ډګروال پاول ټېبېټي چې ۳۰ کلن وو د دې بم د غورځولو د چاري مشري کوله.

پر هیروشمیا بم غورځوونکې الوتکه اینولا ګای نومېدله او دا نوم پرې د ډګروال پاول مور ته د رناوي په پار اېښودل شوی وو.

د برید د وروستي هدف په اړه له بریده یو ساعت وړاندې پرېکړه وشوه.

د چاودنې پرمهال د چاودنې په ځای کې د تودوخې درجه څو ملیونه درجې وه.

د چاودنې له امله یوه ډېره لویه او پراخه څپه رامنځته شوه چې ودانۍ یې له خاورو سره خاورې کړې.

پر ځمکه د دې بم له غورځېدلو سره سم زرګونه کسان ووژل شول او یا ټپيان شول.

له بي بي سي ويب پاڼې څخه په مننه

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟