No-IMG

لويه جرگه؛ ولي د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د سولې لپاره ګامونه په خپله سختوو؟

د افغانستان اساسي‌ قانون وایې چې لویه جرګه د ملي شورای (ولسي او مشرانو جرګو) له غړو او د ولایاتو او ولسوالیو شوراګانو د رئیسانو څخه جوړه ده.

چون حکومت او انتخاباتي کمیسیونونو په ۸ کالو کې د ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو انتخابات ونه کړل، نو د لویې جرګې نصاب په ملي شورای او موجوده ولایاتي شوراګانو په رئیسانو باندې تکمیلیږي. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ مجلس او ولایاتي شوراګانو رئیسان تقریباً د لویې جرګې نصاب پوره کوي، او د ولسوالۍ شوراګانو په نه شتون کې همدا لویه جرګه بلل کیدای شي.

په اوس وخت کې د لویې جرګې نصاب (۲۵۰+۱۰۲+۳۴) ۳۸۶ دی، نه ۳۲۰۰. همدا لویه جرګه د رئیس جمهور د محاکمې او د افغانستان په اړه د هر لوړ تصمیم صلاحیت لري.

د اوسنۍ لویې جرګې د شمیر څخه داسې معلومیږي چې ۲۸۰۰ تنه غړي یې انتصابي دي او د خلکو لخوا ندي انتخاب شوي، چې دا په خپله د اساسي قانون نقض دی.

دوهمه خبره دا ده چې تیر کال د ثور په میاشت کې د سولې مشورتي لویه جرګه رابلل شوې وه، هلته د بندیانو د موضوع حل او فصل شوه، ولي بیا جرګه را غوښتل کیږي؟

دریمه خبره دا ده چې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ په جرګې مصرفیږي، نن د عامې روغتیا وزیر اعلان وکړ چې ۱۰ میلیونه افغانان په کرونا مصاب شوي او ګواښ یې جدي دی، ولسمشر د ملي دسترخوان برنامه اعلان کړه چې ۹۰ سلنه افغانانو ته چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، خوراکي توکي ور ورسوي، دا ټول ضد او نقیض ګامونه دي. د بندیانو د عاجل خلاصون لپاره د ملي شورای ګډ مجلس کفایت کوه، او د ولسي جرګې په تالار کې ګډ مجلس او د ولایتي شوراګانو ۳۴ رئیسانو هم پکې برخه اخیستلی شوه او یوې ورځې کې یې د بندیانو په اړه پریکړه کولای شوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟