No-IMG

د مکې فتحه - پنځمه برخه

(دا برخه ډېر په زړه پورې ده،  په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په رمضان کې مکې ته روان شو، په لاره کې ګرمي زیاته وه، امر يې وکړه چې روژې وخورئ، دا به هم ولولئ چې عمربن الخطاب رضی الله عنه، د خ ټولو قومندان وټاکل شو، د حدیبې سوله يې په یاد شوه، اوس ورته د لمر په څېر روښانه شوه چې د حدیبې سوله لویه سوبه وه..... )

مسلمانان په رمضان کې روان شوي وو، رسول الله _ﷺ_ روژه ونيوله او خلکو هم روژه ونيوله، په لاره کې ورسره د بنواسد او د سليم قبيلو مسلمانان يو ځای شول، کله چې کديد ته ورسېدل، روژه يې ماته کړه ځکه چې ګرمي ډېره سخته وه، رسول الله _ﷺ_ ته خبر ورسېده چې خلکو روژه وخوړله، مازيګر د خپلې سپرلۍ په شا کيناست اوبه يې راوغوښتې، اول يې خپله وڅښلې او بيا يې د څنګ سړي ته ورکړي، هغه هم وڅکلې، ځينو خلکو روژه ماته نه کړله، نو رسول الله _ﷺ_ ته وويل شول:

  ــ ځينې خلک لا اوس هم روژه دي.

  ــ هغوی نافرمانه دي.

بيا نبي _ﷺ_ خپلو ملګرو ته مخ راوګرځاوه او ويې ويل:

  ــ تاسې خپل دښمن ته لنډ شوي ياست چې بوزه ياست تاسې به غښتلي ياست.

په قديد کې رسول الله _ﷺ_ بېرغونه او لواءګانې جوړې کړې، بيا يې قبيلو ته وړاندې کړې، روان شو تر څو چې مرالظهران ته ورسېد، قريش الله پاک ناخبره کړل. نبي _ﷺ_ امر وکړ، لس زره اوره بل شول، په ساتونکو يې عمر بن الخطاب امير وټاکه.

اورونه بل شول او نېږدې وه توره شپه سپينه ورځ کړي. عمربن الخطاب د حديبې د سولې په اړه په فکر کې شو: خولې پرې بهيږي، ابوبکر ته ورځي او د زړه په ژورو کې يې دغه کلمات شرنګيږي: (( يا ابوبکره، ايا دا د الله رسول نه دی؟)) او ابوبکر يې وجدان لمس کوي: ((بلې)). خپل غږ يې په ژورو کې راګرځي: (( او دوی مشرکان نه دي؟)). د ابوبکر غږ اوري: "بلې" د ذات په ګړنګونو کې يې غږ پر سر چتر شوی دی، نېږدې ده چې پرې راوغورځيږي: " نو بيا د دين په مقابل کې ولې پستي قبوله کړو؟!".

عمر حس کړه چې سترګې يې له اوښکې ډکې شوې، حيران دی چې په دغه ورځ  د رسول الله _ﷺ_ په وړاندې ولې دومره په غوسه شو، تر دې چې ابوعبيده بن الجراح ورته وايي:

(( ای د خطاب زویه! د رسول الله _ﷺ_ خبره نه اوري؟ د الله نه په شړل شوي شیطان پناه وغواړه)).

هغه د حديبې د سولې په ورځ اعوذ با الله  وويله، خو په نفس کې يې يو څه پاتې شو. خو اوس د رسول الله _ﷺ_ په ساتونکو باندې امير دی، لس زره اوره په مر الظهران کې بل شوي دي، يوازې له مکې نه څو ميله لری دی، اوس يې بيا له شيطان نه په الله پناه وغوښته او د زړه نه پښيمانه دی، د رسول الله _ﷺ_ دغه خبره: " زه د الله بنده او رسول يم، د هغه مخالفت نه شم کولی او ما به يوازې نه پريږدي" يې د ذهن په پرده انځور شوه، نېږدې وه چې په سجده پريوځي... خو په ساتونکو امير ټاکل شوی دی، سترګو ته يې اوښکې راپورته شوې او ويې ويل:

" د الله رسوله رښتيا دې وويل".

عمر د سولې هغه ماده په ياده شوه چې که څوک محمد  ته مسلمان راشي، هغه به بېرته قريشو ته سپارل کيږي: هغه په ډېر جديت وويل: " ای د الله رسوله اوس ته ورسره دا ماده منئ؟" رسول الله _ﷺ_ مسکی شو او ويې ويل: " که څوک موږ ته راغی او بېرته مو ورکړ، الله به يې د خلاصون لاره ولټوي" او همداسې وه. ورځو ثابته کړه چې نبي _ﷺ_ په سمه و، هغه له ځانه خبرې نه کوي، هغه ته وحې کيږي.

د عمر زړه راتنګ شو، هغه د سولې په ورځ ونه شو کولی چې د راتلوکو ورځو نه پرده پورته کړي، خو د مشرکانو دوه سياستوالو مکرز او حويطب وتوانېدل چې د راتلونکو ورځو په اړه وړاندوینه وکړي، هغه ورځ چې ابوجندل بن سهيل بن عمرو مسلمانانو ته راغی، زولنۍ پسې شرنګېدلې او ځان يې مسلمانانو ته وسپاره، مسلمانانو ورته ښه راغلاست ووايه، خو چې سهيل خپل زوی وليد، يو ازغن خاخ يې راواخيست او ابوجندل يې په مخ پرې وواهه، تر دې چې د مسلمانانو پرې زړه وخوږېده او ويې ژړل، له ګريوان نه يې ونيوه او ويې ويل: ای محمده، دا لومړی څوک دی چې واپس کوئ به يې، د ده له راتګ نه وړاندې ما او تا د تړون په مادو  سره سلا شوي وو، هغه وويل: رښتيا دې وويل.

مکرز او حويطب د عمر په څېر ټول جريان وکوت، حويطب مکرز ته وويل: ما خو د محمد د ملګرو په څېر خواخوږي نه دی ليدلي. خو زه وايم چې له نن ورځې نه وروسته به محمد له موږ څخه نيمايې امتياز نه اخلي، هغه به مکې ته په زور ننوځي، مکرز وويل: زما نظر هم دا دی.خو د رسول الله _ﷺ_ وزير عمربن الخطاب رضی الله عنه خپلې غوسې ړوند کړی و. د دغه دوه مشرکانو په څېر يې نېږدې سوبه ونه ليده. هغه ورځ يې د ابوجندب خوا ته منډې کړي، ابو جندب د خپل پلار سهيل په څنګ کې روان و چې مخکې يې ټيل واهه، عمر ابوجندل ته وايي: ابوجندله له زغم نه کار واخله دوی مشرکان دي. د دوی وينه د سپي د وينې په څېر ده او تاسره توره هم شته دی.

ابوجندل يې د خپل پلار سهيل بن عمرو مرګ ته هڅاوه. او که چېرته يې ابوجندل اطاعت وکړي، نو مسلمانان به له يوې لويې سوبې نه بې برخې شي،  ابوجندل او نور مسلمانان ابو بصير سره يو ځای شول او د قريشو د قافلو لاره يې وتړله، تر دې چې د قریشو مشران يې اړ کړل چې مدينې ته ورشي او د حديبې له سولې څخه هغه ماده وباسي چې ډېر مسلمانان يې راپارولي و او ويلي يې و: (( سبحان الله! څنګه مشرکانو ته راغلی مسلمان وسپارو؟!)).

د عمر په زړه کې چې د حديبې د سولې په ورځ د رسول الله_ﷺ_ په وړاندې کړې خبرې وشرنګېدې نو راټول شو:

  - ای د الله رسوله، تا نه ويل چې مکې ته به په امن کې ننوځو؟

  - هو. ايا همدا کال مې درته وښود؟

  - نه.

  - نو تاسې به هرو مرو ورځئ او طواف به کوئ.

عمر هيله څرګنده کړه چې د ټول عمر روژه، قيام او د مريانو ازادول به د دغې ورځو د خبرو کفاره وي، هغه يوازې دا خبره ونه کړه، نورو اصحابو هم وکړه او ان د الفتح سورت له نازلېدو وروسته يې هم وويل:

  - دا خو سوبه نه ده، دوی خو موږ او د قربانۍ مالونه له کعبې نه بند کړل، کله چې نبي _ﷺ_ ته دغه خبره ورسېده نو ويې ويل:

  - ډېره بده خبره ده، بلکې دا ستره فتح ده ،مشرکان په دې راضي شول چې تاسې د خپلې خاورې نه له جګړې پرته بېرته وګرځئ، بل کال راشئ او له تاسې نه يې د امن هيله وکړه، او له تاسې نه يې هغه څه وليدل چې دوی نه خوښول او الله پرې کامياب کړئ او بېرته يې روغ جوړ او اجر اخيستونکی ستانه کړئ نو دا لويه سوبه ده، د احد ورځ مو هېره کړه چې پورته ختلۍ او هيڅ شي ته مو نه کتل او ما درته اوازونه کول ؟ ايا د احزاب ورځ مو هېره کړه چې د پاسه او لاندې درباندې راغلل سترګې خړې شوې او زړونه مرۍ ته ورسيدل او په الله مو ګومانونه وکړل؟

  - الله او د هغه رسول رښتا ويل، هغه ستره سوبه وه، په الله سوګند چې موږ ستا په څېر فکر نه درلود.

عمر خپلې اوښکې ايسارې کړې او د خپل ځان څخه پوښتنه کوي: (( الله د ده په زړه باندې ولې د ابوبکر د زړه  په څېر ارمتيا رانازله نه کړه؟ خو د ده ايمان د ابوبکر ايمان ته چېرته رسيږي؟ که د ابوبکر ايمان د ځمکې د خلکو له ايمان سره وتلل شي، نو د ابوبکر پله به درنه شي.

د ابوبکر خبرې پرې لکه نسيم راوالوتلې:

  - وا سړيه، هغه د الله رسول دی، هغه د الله نافرماني نه کوي، الله يې مرستندوی دی. تر مرګه يې په نظر منګولې خښې کړه، زه په دې ګواهي وايم چې هغه د الله رسول دی.

د عمر نه له زړه نه د باور رڼا ګانې پورته کېدلې چې ويې ويل:

  - او زه هم په دې ګواهي ورکوم چې هغه د الله رسول دی.

دوام لري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟