No-IMG

بابري شهيد جومات

دبابري شهيد جومات تپوس چا ونه کړلو

(مودي) بامبړ ته چا تريخ لفظ هم ونه ويلو

ای دکعبې او مدينې واکداره وايه کنه

په غبرګو ړونده دغه ظلم دې ونه کتلو ؟

ای د (ازهر) د مدرسې لوی خېټه پاله مفتي

تا د جومات د ړنګېدو آواز وانه ورېدلو ؟

(آيا صوفيا) چې شو جومات۔ ډېر ورته وغپېدې

جومات مندر چې شو هډوکی تاکې ونښتلو

ای د څلور پنځوس ملکونو بوسلمان واکمنو

ننګ او غیرت مو له کوپړيو ولې ووتلو ؟

ټول زهر وخورئ چې دعمر له عذابه خلاص شئ

خپل آخرت خو مو په لوي نجاست ولړلو

بل (معتصم) (ابن قاسم) در په کې نه شو پيدا

د(ناهيد) خور له سر پړونی (داهر) واخيستلو

ای د (محمود غزنوي) په دين ميينو بچو

بل(سومنات) په (ايودهيا) کې (مودي) ودرولو

بیا (ابدالي) د (پاني پت)ډګر ته تلل په کار دي

بیا (مرهټي) دجنګ ډګر کې ټټر ووهلو

بیابل شیرشاه سوري په کاردی چې ډيلی ونیسي

چې (کالنجر) يې د خپل سر په بېه وګټلو

د وخت عربو په سر کړي دي ټيکري د ښځو

دې نر ښځيو هسې ځان په نرو وشمېرلو

دوی به لا اوس هم خبرنه وي له ويجاړ(بېروته)

چې د يهوډ او نصارا و په بم والوتلو

سبا چې ستا نوبت راځي نوبیا به چېرته تښتې

دښمن دې ولې نن ګرېوان نه راونه نيولو ؟

ربه ! د خپل رحمت باران پر مونږه ووروه

ضعيف ايمان د امانت زړی ونه سپړلو

غزوة الهند ته به لومړی ځي (توره کيه) افغان

که يې خپل لاس له ګرېوانه ديو بل وويستلو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟