No-IMG

د مکې فتحه - شپږمه برخه

((په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله علیه السلام د خپلو ملګرو سره د مکې په لور خوځيږي، قریش چې اورونه ویني وارخطا کیږي، فکر کوي چې د خزاعیان په مکه برید کوي، خو ابوسفیان وايي دا خزاعیان نه دي، د عباس بن عبدالمطلب غږ اوري، له ځان سره يې په قچره سپروي چې رسول الله علیه السلام ته یې بوځي، ابوسفیان خو پوره یویشت کاله له رسول الله علیه السلام سره دښمني وکړه، ایا اوس به يې رسول الله علیه السلام وبخښي؟! نور يې تاسې خپله ولولئ.))

عباس ابن عبدالمطلب مسلمان شوی و، خپل اسلام يې له خلکو پټ کړی و، څو په مکه کې د رسول الله _ﷺ_ استخباراتي دنده پرمخ يوسي. د بدر په ورځ رسول الله _ﷺ_ امر وکړ که عباس د مسلمانانو په لاس زنداني شي، بايد ونه وژل شي. دا نه چې د هغه تره و، رسول الله _ﷺ_ د دين په چارو کې د خپل او پردي ترمنځ هيڅ توپير نه کاوه. هغه غوښتل چې د بې ګناه مسلمان وينه تويه نه شي، او مسلمان مسلمان مړ نه کړي او هغه پرې خبر دی چې مسلمان دی.

نبي _ﷺ_ د خپل تره نه د دې په خاطر فديه واخيسته چې راز يې افشا نه شي. او ابوبکر، عثمان، عبدالرحمن بن عوف او نورو شتمنو مسلمانانو د الله په لار کې ډېره شتمني ولګوله، خزاعيانو به د رسول الله _ﷺ_ او د هغه د تره په منځ کې راپورونه تبادله کول، خزاعيان که مسلمانان و او که کافران و خو د رسول الله _ﷺ_ په څنګ کې ولاړ وو،  د حديبې د سولې په ورځې يې په ډاګه اعلان وکړ چې موږ د محمد په تړون کې ياستو.

نېږدې وه چې عباس هغه ورځ ځان رسوا کړی وای چې په کومه ورځ حجاج بن علاط مکې ته د خيبر له سوبې وروسته راوګرځېده. هغه په ثنيه البيضاء کې قريش وليدل چې د رسول الله _ﷺ_ په اړه يې خبرونه تعقيبول، هغوی ته خبر رسيدلی و چې محمد خيبر ته تللی دی او دوی پوهېدل چې خيبر غښتلې کلاګانې او جنګيالي لري، له هر پلي او سپور نه به يې د خيبر احوال پوښته، کله چې يې حجاج وليد ورته يې وويل:

   - دا خو حجاج بن علاط دی، په خدای چې ده سره د خیبر په اړه نوی خبر هرومرو شته دی.

ورغللل ورته یې وویل:

- د خيبر او د محمد په اړه نوی کوم خبر لرې؟

  - هو داسې خبر راسره شته دی چې پرې خوشاله به شئ، داسې ماتې يې خوړلې چې په ژوند به مو نه وي اوريدلې، ملګري يې داسې مات شوی چې تصور يې هم نه کوئ، محمد زنداني شوی، هغوی ويل چې مه يې وژنئ، مکې ته يې لاس تړلی بوځو، نو هلته به يې د خپلو سړو په بدل کې ووژني.

کله چې عباس دغه خبر واورېده، له پاڅېدو نه ووت، د تره زوی په اړه نه، بلکې د اسلام د رسول په اړه وارخطا شو، هغه چې له تيارو نه يې رڼا ته راويستلی دی، خو چې کله پوه شو چې د تره زوی يې له صفيې سره واده کړی او خيبر فتحه شوی دی، نو ژوره ساه يې واخيسته او روح ورته بېرته راوګرځېده، خپله چپن يې واغوسته، امسا يې راواخيسته، بيا کعبې ته روان شو، له کعبې نه يې طواف وکړ، او له الله نه يې مننه وکړه چې د خپل دين مرسته يې وکړه، بيا يې قريشو ته په ډېره سر لوړی وويل:

  - محمد خو خيبر فتحه کړ، او د هغوی د ملک په لور يې نکاح وتړله، مالونه او شتمني يې ترې واخيستې او په خپلو ملګرو يې وويشلې.

دا نو داسې خبرې دي چې د پوخ ايمان له څښتن څخه پرته يې بل څوک نه شي کولی. که خبره د وينې وای، نو د هغه د تره زوی ابوسفيان بن الحارث به هم د ده په څېر خبره کړې وای چې د ماشومتوب ملګری يې و.

له دې مخکې عباس خپل وراره سره په عمره القضاء کې وليدل، رسول الله _ﷺ_ ته يې د مکې په اړه خبرونه ورکړل او هغه د راتلونکي په اړه خبر ورکړ. رسول الله _ﷺ_ په لښکر کې مکې ته روان دی او عباس تره يې په مکه کې دی. دا سوبه ده او له دې وروسته هجرت نه شته دی؛ که د محمد_ﷺ_ د راتلو نه مخکې عباس له مکې نه مخې ته ورونه وځي نو د مهاجرينو او هجرت له ثوابه به بې برخې شي. علي يې ورپسې په پټه ولېږه چې له مکې نه راووځي او د هجرت ثواب يې په برخه شي، نوره نو  د هغه دندې ته اړتيا نه شته، بايد له دغه لوی ثواب نه محروم نه شي، د مکې په دروازو ولاړ دی، عباس له خپلې کورنۍ سره د مشرکانو څخه په پټه راووت، د رسول الله _ﷺ_ سره په جحفه کې يو ځای شو، نبي _ﷺ_ د تره په ليدو ډېر خوشاله شو او ورته يې وويل:

-   کاکا ستا هجرت وروستی هجرت دی.

عباس د هجرت پوره اجر وګاټه، او بېرته د رسول الله _ﷺ_ سره مکې ته راستون شو، څو د جهاد فضيلت هم تر لاسه کړي. خپله کورنۍ يې مدينې ته واستوله، خو کله چې مسلمانان مرالظهران ته ورسېدل اورونه يې بل کړل نو د عباس په مکيانو زړه وسوځېده، ويې ويل:

  - وا د قريشو سهاره! په الله سوګند، که رسول الله _ﷺ_ مکې ته په زور ننوت او دوی وار له مخه رسول الله ته رانغلل، نو دا به د قريشو له پاره ټول عمر بربادي وي.

عباس د رسول الله _ﷺ_ په  سپينه قچره سپور شو، د اورونو ژبو خبرې کولې! اراک ته ورسېد، نو ويې ويل:

قريش د رسول الله _ﷺ_ په راوتلو خبر وو، خو په دې نه و خبر چې کوم لورې ته يې مخه ده، د تړون له ماتولو وروسته له وېرې رپېدل او په تېره چې بيا د ابوسفيان بن حرب سفارت ناکام شو، ابوسفيان يې د څارونکې په توګه ولېږه او ورته يې وويل:

  - که دې محمد وليده، نو موږ ته ترې پنا واخله.

ابوسفيان او حکيم بن حزام د څارنې لپاره راووتل، هغوی په لاره و چې له بديل بن ورقاء سره مخ شول، هغه يې هم له ځان سره ملګری کړ، مخ ته لاړ که کوم خبر تر لاسه کړي.

بديل له زړه نه هيله لرله چې رسول الله _ﷺ_ مکيانو پسې راشي، بديل د خزاعيانو سره مدينې ته وروسته له هغې لاړ چې بنو بکر د قريشو په ملتيا په خزاعيانو بريد وکړ، نو رسول الله _ﷺ_ له عمروبن سالم سره د مرستې ژمنه وکړه، او رسول الله _ﷺ_ هيڅکله هم خپله ژمنه نه ده ماته کړې. ابوسفيان په توره شپه کې روان دی، زړه يې بېواکه ټوپونه وهي او د دې وېرې هيڅ لامل ورته نه دی معلوم، ابوسفيان پوه شو چې نور يې د قريشو زعامت د قضا او قدر په لاس کې پريوت، که محمد مکې ته راشي نو هيڅ به پاتې نه شي. حکيم بن حزام هم فکر وړی و، ځان ته په غوسه دی، د ابوسفيان زعامت ته يې ولې غاړه ايښي سره له دې چې اسلام يې زړه منلی دی. که د خپل ځان سره انصاف وکړي نو مدينې ته به په منډه ځان ورسوي او د ټولو په مخکې به خپل اسلام اعلان کړي.

د لرې نه يې اورونه وليدل ورچابک شول، د اسونو شڼهار يې غوږونو ته ورسيد ګوندې د تالندي غږ اوري، حيران شول په عسکر کوټ واوښتل. ابوسفيان وارخطا شو او بديل احساس کړه چې رسول الله _ﷺ_ په مکه بريد وکړ او د عمروبن سالم سره يې خپله کړې ژمنه سر ته ورسوله، ډېر خوشاله شو، هڅه يې وکړه چې د  خپلو ملګرو نه د غه خوښي پټه کړي، حکيم بن حزام له سيمې نه په تښتېدو شو. ابوسفيان وويل:

  - ما خو د نن شپې په څېر اور او عسکر نه دي ليدلي. دا لکه د عرفې اور.

لس زره اورونه د شپې په زړه کې بليدل، ابوسفيان دغسې اورونه د حج له مراسمو پرته نه دي ليدلي، هغه نه پوهيږي چې څوک دي او ولې راټول شوي دي، خو بس يوازې ويره يې احساسوله. حکيم بن حزام وويل:

  - په خدای دا خزاعيان دي، خپل غچ پسې راوتلي دي.

ابوسفيان وويل:

- دا د خزاعيانو اورونه او جنګيالي نه دي، هغوی کم او کمزوري دي.

د شپې په زړه کې غږ پورته شو چې وايې:

  - يا ابوحنظله.

ابوسفيان د غږ لورې ته مخ واړاوه. دا د عباس غږ و، عباس يې وپېژنده، هغه يې ملګری و، نو ويې ويل:

  - ابوالفضل يې؟

  - هو.

  - مور او پلار مې درنه ځار شه څه کوئ؟

  - په الله سوګند چې دا رسول الله _ﷺ_ دی چې دومره وګړي ورسره راغلي چې تاسې يې مخه نه شئ نيولی.

ابوسفيان په نهيلۍ وويل:

  - وا د قريشوا سهاره! مور او پلار مې درنه ځار شه څه چاره وکړو؟

  - په خدای که درباندې برلاسی شو چې سر دې پرې کړي، زما سره په دې قچر شاته کينه چې رسول الله _ﷺ_ ته دې ورولم او پناه درکړي.

ابوسفيان په عباس پسې شاته کيناست، کله چې به هم په کوم اور تېرېده نو هغوی به وپوښته:

  - دا څوک دی؟

  خو چې د رسول الله _ﷺ_ قچر به يې وليده چې عباس پرې سپور دی نو وبه يې ويل:

  - په قچره  باندې سپور خو د رسول الله _ﷺ_ تره دی.

تر دې چې د عمر په اور تېر شو او هغه د ساتونکو مشر و، نو ويې ويل:

  - دا څوک دی؟

په عباس پسې ورپورته شو، کله چې يې ابوسفيان په عباس پسې شاته سپور وليد ويې ويل:

  -ابوسفيان! د الله دښمن، د الله ستاينه ده چې ته خو يې له کومې ژمنې او تړون پرته په لاس راکړئ.

بيا يې رسول الله _ﷺ_ ته کشاوه، قچرې ته یې ودنګل او عمر پسې شاته منډې وهلې. د رسول الله _ﷺ_ په لور د عمر او عباس د ځغاستې سيالي ده ، عباس غواړې چې خپل ملګري ته له رسول الله _ﷺ_ نه پناه واخلي، او عمر غواړي چې د خدای دښمن ته ترې د وژلو امر واخلي.

عباس رسول الله_ﷺ_ ته ورننوت، عمر ورپسې ساه او تيګاه ورننوت او ويې ويل:

  - دا ابوسفيان دی، الله له کومې ژمنې او تړون پرته لاس ته راوغورځاوه، اجازه راکړه چې سر يې پرې کړم.

عباس عمر ته په انکاري نظر وکتل، بيا يې رسول الله _ﷺ_ ته مخ راوګرځاوه او ويې ويل:

-ای د الله رسوله، ما پناه ورکړې ده.

بيا رسول الله _ﷺ_ ته کيناست، خپل سر يې ونيو او له ځان سر يې وويل: ((په خدای که نن شپه له ما پرته بل څوک پاتې شي)). عمر بيا راغی رسول الله _ﷺ_ ته وايي:

  - پرې مې ږده چې سر يې غوڅ کړم.

عباس په غوسه وويل:

  - عمره، صبر، په خدای که دا د بني عدي بن کعب سړی وای، نو داسې به دې نه و ويلي، خو ته پوهېږې چې د عبد مناف له کورنۍ څخه دی.

عمر په  ريښتونې غږ وويل:

  - صبر، عباسه، په خدای چې په کومه ورځ ته مسلمان شوې، ماته د خطاب له اسلام نه غوره و.  خبره دا وه چې ستا اسلام رسول الله _ﷺ_ ته د خطاب له اسلامه غوره و.

رسول الله _ﷺ_ وويل:

  - عباسه له ځان سره يې خپل ځای ته بوځه او سهار يې ماته راوله.

عباس، ابوسفيان له ځان سره خپل ځای ته بوتلو. د ابوسفيان له سترګو خوب تښتېدلی دی، د اميه بن ابي الصلت خبره يې په غوږونو کې لکه د شاتو د مچې په څېر بڼيږي چې ورته وايي: " ابوسفيانه لکه زه چې دې وينم که مخالفت دې وکړ د اوزګوړي په څېر به دې وتړي او بيا به نو ستا په اړه د خپلې خوښې سره سم فيصله وکړي". ابوسفيان نهيلی شو، هغه د عباس په کېږدۍ کې پريوت، هيڅ نه پوهيږي چې محمد به د خپل تره شفاعت ومني او که د عمر خبره به ومني چې سر يې له تنې جلا شي.

هغه خو په هغه ورځ خوشاله شو چې حجاج بن علاط د محمد د ماتې زيری راوړه او ويې ويل چې خيبريانو ويل: محمد مه وژنئ مکې ته به يې لاس تړلی بوځو، هغوی به يې د خپلو سړو په بدله کې مړ کړي، او هوډ يې وکړ چې محمد په رڼا ورځ د خلکو په مخ کې ووژني چې دا او خلک پرې خوشاله شي، که د محمد پر ځای هر څوک وای، نو هيڅکله به يې نه و بخښلي، ځکه چې د لومړی ورځې نه يې د د ه پر وړاندې توره راويستلې وه. هغه خو لښکرې راټولې کړې وي چې بېخ او بنياد يې وباسي، او که يې پرې لاس بر شو، نو په يوه شېبه کې به يې ووژني.

خپلې چارې د رسول الله _ﷺ_ له چارو سره پرتله کوي، ډاډه شو چې وژل کيږي، د مرګ تر پولې خواشینی شو او هيله يې څرګنده کړه چې په نړۍ لمر راونه خيژي او نه پرې ورځ راشي.

بلال ستوري څاري او چې کله سهار ولګېد، نو د لمانځه لپاره يې اذان وکړ او خلک لمانځه ته راروان شول، ابوسفيان ووېريده، عباس ته يې وويل:

  - ای ابوالفضله، دغه خلک لکه چې زما په اړه څه وايي؟

  - نه ستا په اړه څه نشته، دوی لمانځه ته راپاڅيدل.

رسول الله _ﷺ_ له خلکو نه مخکې شو او ابوسفيان د کېږدئ په دروازه ولاړ دی او ورته ګوري، کله چې هغه رکوع ته ښکته شي، دوی هم ښکته شي، کله چې سجدې ته ښکته شي، دوی هم ورپسې ښکته شي او چې کله خبرې پيل کړي، ټول ترې چاپېره غوږ غوږ شي. کله چې عباس له لمانځه نه راستون شو، ابوسفيان ورته وويل:

- ما د ده په څېر بل کوم پاچا نه دی ليدلی، نه د کسرا، نه د قيصر او نه د زيړمخو پاچاهان د ده په څېر دي.

- ابوسفيان يوه شېبه چوپ شو، تر دې چې عباس ورته وويل:

- د خپلو قوميانو په اړه ورسره وغږېږه، که چاته بخښنه وکړي.

عباس، ابوسفيان له ځان سره رسول الله _ﷺ_ ته بوتلو نبي _ﷺ_ ورته وويل:

  - خوار شئ ابوسفيانه، ته په دې نه پوهېږې چې له يوه الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته؟

  - مور او پلار مې درنه ځار شه، ته څومره زغمناک، عزتمن او خپلوي پاله يې! ما ګومان کاوه، که د الله پرته نور معبودان وای، نو ما ته به يې ګټه رسولې وای.

   - خوار شئ ابوسفيانه، ايا ته په دې نه پوهېدې چې زه د الله رسول يم؟

که د هغه په رسالت اقرار وکړي، خو زعامت او مشري يې له لاسو وځي او په دغه برخه کې يې کلونه جنګونه کړي دی، نو ويې ويل:

   -  په الله چې اوس مې هم په زړه کې يو څه لرم.

عباس د عمر په سترګو کې د شر بڅري وليدل. نو خپل ملګري ته يې وويل:

  - خوار شئ، مخکې له دې مسلمان شه چې سر دې ووهل شي، او په دې ګواهي ورکړه چې له يو الله نه پرته بل معبود نشته او محمد د الله رسول او استازی دی.

سر يې؟! هغه ته خو خپل سر له هر شرف او هرې مشرې نه غوره دی، او د خطاب زوی خو ورته له ډېرې تلوسې نه سوځي، نو ويې ويل:

  - اشهد ان لا اله الا الله ، واشهد ان محمدا رسول الله .

په غږ کې يې نهيلي له لرې ښکارېدله.

نور بیا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟