No-IMG

پل خشتي مسجد څومره پخوانی او چا جوړ کړی؟

کله چې د هجري کال په اوله پېړۍ کې عرب مسلمانان افغانستان ته داخل شول نو د حسن بصري په نوم یوه تابعي د مسجد تاداب تیګه کېښوده.

بیا وروسته د سلطان تیمورشاه دراني لخوا په کال ۱۱۸۷ ه ق کې په اساسی ډول ورغول شو. تیمورشاه د کابل د سیند په سر یو معیاري پل د ګچو او پخو خښتو جوړ کړ ترڅو خلکو لپاره مسجد ته تلل اسانه شي چې هغه پلُ اوس هم د پلُ خشتي په نوم یادیږي.

خو یو طرف د سلطان تیمورشاه اوږده سفرونه چې د نیشاپور' سند او پلوچستان په طرف وو او بل خپلمنځي اختلافات ددې لامل شول چې د مسجد کارونه په ټپه ودرېدل.  د تیمور شاه د مرګه وروسته د هغه زوی شاه زمان په کال ۱۷۹۸م کې د یاد مسجد نا تمام کارونه بشپړ کړل.

د عبدالرحمن په وخت کې یو ځل بیا تعمیر شو چې یو منزل درې حویلیانې او یوویشت ګنبځې یې ورباندې جوړې کړې' د هرې ګنبدې په سر یو چراغ راځړېده چې د خاورو تیل پکې سوځیدل او مسجد ته یې ځانګړې ښکلا وربښلې وه.

د امیر حبیب الله خان په زمانه کې د مسجد حویلي نوره هم پراخه شوه چې یو منزل یې بل هم د لرګي او اوسپنې څخه په ډیر ښکلي شکل  په سر جوړ شو. غازی امان الله خان پکی یوه ابتدایی مدرسه د ماشومانو لپاره جوړه کړه.

د نادر خان په وخت کې یو ځل بیا ترمیم شوه چې د اودس لپاره پکی یو حوض هم جوړ کړل شو. ظاهر شاه پخپل وخت کې بیا دوباره په ښکي شکل ترمیم کړ، او په کال ۲۰۱۹ م کې په عصري بڼه ورغول شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟