No-IMG

دوکتور ایاد قنیبي؛ نوموتی مسلمان دعوتګر

دوکتور إیاد عبدالحافظ حماده قنیبي د اسلامي نړۍ وتلی دعوتګر او اکاډمیک شخصیت دی چې د ۱۳۹۵ هـ کال د شوال د میاشتي پر لسمه نیټه (۱۹۷۵م اکتوبر ۲۲)  د کویت هیواد په سالمیة ښار کې زېږېدلی دی. والدین ( مور او پلار ) یې له اره فلسطینان دي او هغه وخت چې لا دوکتور إیاد ماشوم وو والدین یې له کویټ څخه د اردن پایتخت عمان ته کډه شوه. پلار یې غوښتل خپل اولادونه په داسي ډول تربیه کړي چې د مسلمان امت په اوسني حالت ودردیږي، د ظلم، استبداد او بې عدالتۍ خلاف غږ پورته کړي او همدا هغه صفات دي چې استاد قنیبي ته یې په اسلامي نړۍ کې محبوبیت بښلی دی.

دوکتور قنیبي په ۱۹۹۸م کال کې د اردن د علومو او ټکنالوژۍ له پوهنتونه په درمل جوړونه کې په ډیرو لوړو نمرو د لسانس سند تر لاسه کړ، وروسته د نورو تحصلاتو لپاره د تعلیمي بورس له لارې امریکا ته ولاړ او په ۲۰۰۳ کال کې یې د امریکا د ټکساس ایالت له هوسټن (Houston) پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ او بیرته اردن ته راستون شو.

 دوکتور قنیبي د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړې هم ترسره کولې، په ډیر اهتمام سره یې د تفسیر، حدیث، عقایدو او نبوي سیرت کتابونه ولوستل او ددې ترڅنګ یې تر رسول الله ﷺ پورې په متصل سند سره د حفص په روایت له شیخ عبدالرحمن بن علي محمود څخه  قرانکریم حفظ کړ او د خپلې همدې ټینګي اسلامي او باطل ضد عقیدې په وجه څو ځلې زنداني شوی هم دی.  دوکتور خپلې دعوتي چارې د تحصیل سره یو ځای پیل کړي دي او د ځینو ملګرو سره به یې د کېسټونو یا فیتو هفته وار پروګرامونه ترتیبول. هغوی به هره هفته جالبې اسلامي کیسټې انتخابولې او بیا به یې په مختلفو مساجدو کې پر لمونځ کوونکو وېشلې چې دې کار یې تر ۲۰۱۰م کال پورې جریان وموند. په امریکا کې یې هم د تحصیل په جریان کې خپلو دعوتي چارو ته ادامه ورکړه، په مختلفو مساجدو کې به یې په انګلیسي ژبه ویناوي کولې او ( د اسلام پېژندني اونۍ ) کې به یې؛ چې هر کال به اسلام ته د کافرانو د دعوت په نیت ترتېبېدلې ګډون کاوه. دوکتور هلته د سنت او اخلاقو د حجیت او د اسلام په اړه شبهاتو ته د ځواب په اړه په ډیرو علمي دورو او کانفرانسونو کې کډون وکړ او همدارنګه یې له یهودو او نصاراو سره د مسلمانانو مناظرې له نژدې وڅارلې.  د عالي تحصیلاتو تر بشپړولو وروسته یې د اردن په پایتخت عمان کې د مصعب بن عمیر رضی الله عنه د مسجد خطابت په غاړه واخیست. دوکتور قنیبي به هره هفته علمي، مستندي او نوي منطقي خطبې وړاندي کولې چې د عامو خلکو سربیره، له لیري او نژدې سیمو څخه راغلي د مختلفو افکارو علمي او پوه شخصیتونه به یې خطبو او ویناوو ته کښېنستل.

تر اوسه یې ځیني ویناوي او لیکنې لکه « هذا النفاق فاحذره (دا نفاق دی ځان ترې وساته)» ، «تصفیة القلوب تجاه اصحاب الحبیب ﷺ ( د زړونو پاکي د رسول الله ﷺ د ملګرو په وړاندي )» او «هل انت محب لما انزل الله؟ (آیا د الهي قانون سره مینه لرې؟)» په کتابي شکل راټول شوي او نشر شوي دي.

همدارنګه په مجازي نړۍ کې يې پر یوټیوب، ټویټر، فیسبوک او ټلګرام په عربي او ځیني وخت انګلیسي ژبې ویناوي او علمي سلسلې بې ساري دي چې له هغو څخه یې ډیره ښکلې سلسله (رحلة الیقین) ده چې د الحاد خلاف په اسلامي عقیدې مشتمله ده او پښتو ژباړه یې (الارشاد) ادارې پيل کړې ده.

همدارنګه د ( نصرة للشریعة ) ( د شریعت ملاتړ ) سلسله یې چې د پارلماني نظام، ډیمکراسۍ او هغو کسانو په رد کې ترتیب شوې چې ګمان کوي د ډیمکراسۍ له لارې به بریالي شي او اسلامي شریعت به تطبیق کړي، انسان ته تازه روح ورکوي. په دې سلسله کې یې په ډیرې ژورې علمي او منطقي طریقې سره د اسلامي شریعت له صحت او حقانیته په تمامه معنی دفاع کړې او په صراحت سره یې دا خبره واضحه کړې چې د پارلماني نظام پلوي کسان محال خیال په ذهن کې لري، دوی له تندي په سراب د اوبو ګمان کړی او په دې نامشروع ډول یې د امت ډیر لوی استعدادونه له منیځه وړي دي.

د (فقه التنازلات) سلسله یې پارلماني شبهاتو ته د ځوابونو په اړه ده چې د رانډ مؤسسې (RAND Corporation)، کمال اتاترک او نورو مسائلو په اړه پکې علمي بحثونه شوي دي او هیڅ مسلمان ترې بې نیازه نه دی.

 همدارنګه د ( فن احسان ظن بالله ؛ پر الله تعالی د نیک ګمان کولو هنر) سلسله یې د انسان په زړه کې د الله تعالی مینه راژوندۍ کوي او موږ ته دا راښیي چې څنګه له آزمایښتونو او مصیبتونو څخه په کامیابۍ راووزو.

استاد قنیبي له هیڅ سیاسي ګوند یا حرکت سره تړاو نه لري او ځان د عامو مسلمانانو په څېر یو مسلمان ګڼي.

دوکتور قنیبي څلور ځلې د اردني دولت چې د صهیونیزم کلک ملګری دی د رسمي جهتونو لخوا له وینا کولو بند شوی دی او په ځلونو وارې په بې ځایه بهانو زنداني شوی دی.  په ۲۰۱۰ کال کې د اردن دولت لخوا ونیول شو او زنداني شو خو تر ۲۰ ورځي بند وروسته بیرته آزاد شو. خو له هغه وخته تر اوسه د وینا اجازه ورنه کړل شول. وروسته یې د تح

قیق او تدریس تر څنګ د انټرنیټ له لارې خپل دعوتي چارې پیل کړې. له ۷ میاشتي آزادۍ وروسته دویم ځل بیا زنداني شو. د محکمې تر څېړنو وروسته بې ګناه ثابت شو او تر څه کم یونیم کال بند وروسته آزاد شو. په ۲۰۱۵م کال کې د وینا او یوې مقالې (الأردن و الإسراع نحو الهاوية؛ اردن د تباهۍ پر لور) د نشر له وجې د دریم ځل لپاره ونیول شو او تر څه کم یو کال بند وروسته په ۲۰۱۶ کال کې آزاد شو.

استاد قنیبي یو له هغو زړه سوانده او مهربانه مسلمانو دعوتګرانو څخه دی چې پر اسلامي شریعت او اسلامي امت یې زړه دردیږي او په پوره توان سره  یې د ژبي او قلم له لارې دفاع کوي. الله تعالی دي یې له هره مصیبت او آفته پا آمان کې ولري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟