No-IMG

حکمتيار: له سياسي احزابو پرته نه مبارزه نتيجه وركوي او نه د يوه مضبوط او موفق حكومت جوړول ممكن دي

متن خطبه محترم حکمتيار (جمعه 26 حمل 1401(

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(... وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) الطلاق 3     صدق الله العظيم

الله متعال مى فرمايد:

و هر كي بر خدا توكل كند؛ وى برايش كافى است؛ يقيناً كه خداوند به كارش رسيدنى است؛ و يقيناً كه براى هر كارى مقدراتى وضع كرده؛ اندازه و موعدى تعيين نموده.

يعنى اگر به مفهوم واقعي كلمه بر خدا توكل كنى؛ خود را به خدا بسپاري، به اوامرش عمل كنى و نتائجش را به خدا محول كنى؛ خدا را در برابر هر دشمنى و در قبال هر مشكلى براى خود كافى خواهى يافت، هيچ نيرويى نمى تواند مانع تحقق اراده پرورگارت شود؛ كارى را كه خدا مقدر كرده و وعده اى كه با بنده مؤمن خود دارد؛ حتماً تحقق مى يابد. اما هر كار به موعد مناسب خود انجام مى يابد

وروڼو خوېندو!

ځيني كورني او بهرني لوري؛ د سياسي احزابو په ضد په عامه توگه او له استثناء پرته منفي تبليغات كوي؛ د ټولو احزابو شتون؛ كه ښه وي او كه بد؛ د افغانستان لپاره مضر گڼي، د تېر پنځوس كلن تاريخ ټولو ناخوالو او پېښو مسئوليت احزابو ته راجع كوي؛ غربي رسنۍ دې تبليغاتو ته هوا وركوي؛ له تبليغاتو ئې داسي معلومېږي چي غواړي اوسنى حكومت د سياسي احزابو حذفولو ته وهڅوي؛ د دغو بهرنيو كړيو او په هغوى پوري د تړليو رسنيو په سر كي هغه دي چي نه يوازي د افغانستان په روانو ناامنيو او جگړو كي ئې پراخ لاس وو؛ بلكي د اسلامي نړۍ  د ټولو شخړو، جگړو او د تجزيې هڅو تر شا د دوى پليت لاس دئ؛ هغه چي خپلي ناولې گټي د مسلمانانو تر منځ اختلاف كي لټوي؛ او ډېرى كورنۍ كړۍ هم د دوى په تحريك او لمسون همدا كار كوي او د احزابو په ضد تبليغات د يوې پروژې او مأموريت په توگه ترسره كوي.

د اسلام دښمنان پوهېږي چي څنگه كولى شي مسلمان ملتونه تضعيف او تجزيه كړي او د يووالي مخه ئې ونيسي؛ پوهېږي چي سياسي او فكري احزاب قومونه او ولسونه متحد كوي، ولسي پرگنې او قبائل د آرمانونو او باورونو پر محور راغونډوي؛ په غرب كي اقوام او قبائل له منځه تللي؛ ځاى ئې يا سياسي احزابو نيولى او يا په نژادي او تعصب او توپيرونو ولاړو ډلو؛ ټوله امريكا له پنځوسو ايالتونو سره يا په دوو سترو سياسي گوندونو وېشل شوې، يا په سپين پوستو او رنگين پوستو او يا له اقتصادي پلوه په شتمني، متوسطي او كارگري طبقې؛ د ټولو سياسي او اجتماعي تحولاتو تر شا ئې همدا وېش ليدل كېږي. په اكثرو غربي هېوادونو كي همدا وضعيت دئ؛ اجتماعي او سياسي تحولات او انقلابونه ئې هم له همدې خړوبه شوي؛ كه دا د فرانسې انقلاب وو، كه د تزاري روسي كارگري انقلاب او كه د چين د بزرگرانو كمونيستي انقلاب

هغه چي د مسلمانو ولسونو د يووالي او وحدت دښمنان دي؛ او هڅه ئې دا ده چي  مسلمان ملتونه پر قومونو او قبائلو ووېشي؛ د دوى لومړى كار دا دئ چي پرېنږدي په دوى كي پر فكري او اعتقادي بنسټونو جوړ شوي سياسي احزاب رامنځته شي؛ هغه احزاب چي د مسلمانانو يووالى او د اسلامي نظام قائمول ئې د مبارزې ستر او اساسي هدف وي؛ د خپلو هېوادونو استقلال او آزادي غواړي؛ پر اسلامي هېوادو مسلط استعماري ځواكونه پوهېږي چي د تفرقې او تجزيې تر ټولو خطرناكه وسيله قومي تعصباتو ته لمن وهل دي؛ دوى ته په تجربو ثابته شوې چي كله په كوم ملت كي د فكر او عقيدې ځاى قوم پالنه او قومي تعصبات ونيسي؛ د هغه ولس ټوټې ټوټې كېدا او تجزيه حتمي ده؛ دا دين او عقيده ده چي له قومونو ملتونه جوړوي او له ملتونو نړۍ شمول امت؛ دا اسلامي احزاب دي چي ملتونه جهاد او د آزادۍ جنگ ته چمتو كوي. دوى اسلام په دوو ډولونو وېشلی: سنتي اسلام او راديكال اسلام؛ هغه ته سنتي اسلام وايي چي له سياست سره هيڅ كار نه لري؛ د ټولني چاري واكمنو سياستوالو ته پرېږدي؛ مسجد، معبد، خانقا او تكايا؛ د دينپالو كار گڼي. او هغه اسلام ته د راديكال اسلام نوم وركوي چي د انساني ژوند ټولي فردي او اجتماعي برخي احتواء كوي؛ سنتي گوندونو ته د معتدل گوندونو نوم وركوي او راديكال گوندونو ته د متشدد، خشن، قدرت طلب، او حتى تروريست نوم؛ هغه ئې قطعاً نه خوښېږي او د خطرناك دښمن په سترگه ورته گوري او د خپلو موخو په وړاندي ئې ستر خنډ گڼي چي دين او سياست؛ مسجد او ماركيټ، عقيده او عمل، حلال او حرام، جائز او ناجائز، مفيد او مضر، دوست او دښمن؛ د حقيقي اسلام له مخي ټاكي؛ د اسلام تېر مجد او عظمت احياء او اعاده كول ئې د ژوند او مبارزې هدف وي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د مبارزې لار غوره كوي. استعماري ځواكونه همغسي چي غواړي په سياسي، قومي او مذهبي لحاظ اقليتونه؛ د اكثريتونو خلاف وكاروي او مخالفت او دښمني ته ئې وهڅوي همدا راز غواړي سنتي اسلام او سنتي ډلي د راديكال ډلو خلاف استعمال كړي.

د دې څرگند مثالونه د ټولو اسلامي هېوادو په تاريخ كي په واضح توگه ليدلى شو.  

وروڼو خوېندو!

شوروي اتحاد د خپل غرور او مستي په اوج كي؛ پر افغانستان د تسلط اراده وكړه، د افغان اردو افسران ئې وروزل، كمونست حزب ئې جوړ كړ، د دې حزب په مشرۍ او د كمونستو افسرانو په كارولو سره پر افغانستان مسلط شول؛ كه د جوانان مسلمان په نامه حزب نه وى رامنځته شوى؛ او د دوى فكري، سياسي او نظامي مبارزه نه وى نو زموږ هېواد به د مركزي آسيا اسلامي هېوادونو په څېر د شوروي اتحاد په يوه ايالت بدل شوى وو؛ دا حزب اسلامي وو چي د امريكا او ناټو خلاف ئې جهاد اعلان كړ، كه حزب اسلامي او د طالبانو اسلامي تحريك نه وى؛ نو نه به دا جهاد پيل شوى وو او نه به ئې شل كاله دوام كړى وو. دا فكري او سياسي احزاب او ډلي دي چي ملتونه د آزادۍ جنگ، ملي پاڅون او جهاد ته چمتو كوي.  

وروڼو خوېندو!

متأسفانه نن ځيني په داسي حال كي د جهادي احزابو په ضد ناروا او منفي تبليغات كوي چي په خپله د يوې سياسي ډلي غړيتوب هم لري!! دوى يا خو د حزب په معنیٰ نه پوهېږي او يا مغالطه كوي او دا غلط تبليغات د يوه مأموريت او پردۍ پروژې په توگه ترسره كوي. ځيني ئې داسي دي چي دې تبلغياتو ته ديني رنگ هم وركوي او وايي: په اسلام كي احزاب نشته!! دوى ته وايو:

1.      قرآن مسلمانان د حزب الله په نامه ياد كړي، او كافران ئې د حزب الشيطان په نامه. يعني خلك به يا د حزب الله غړي وي او يا د حزب الشيطان.

2.      هر پيغمبر په حقيقت كي د يوه فكري او سياسي حزب مؤسس او مشر وو. نه كوم غير سياسي پيغمبر راغلى او نه كوم غير سياسي دين.

3.      رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: زه تاسو په هغو پنځگونو گمارم چي الله تعالى زه پرې گمارلى يم؛ په جماعت، سمع، طاعت، هجرت او د الله په لار كي جهاد، څوك چي له جماعت د يوې لوېشتي په اندازه لري شي؛ د اسلام له دائرې وتلى؛ مگر دا چي بېرته راستون شي.

4.      همدا راز فرمايي: څوك چي په داسي حال كي ومري چي له امير سره ئې بيعت نه وي كړي؛ مرگ ئې د جاهليت مرگ دئ.

يعني موږ مكلف يو چي په جومات او د لمانځه په وخت كي به هم په يوه امام پسي اقتداء كوو؛ او له جومات بهر؛ په سياسي او اجتماعي چارو كي به هم د يوه امير اطاعت كوو؛ يعني په اسلام كي انفراديت نشته؛ له منظم صف بهر ژوند نه منل كېږي.

موږ ته رسول الله صلى الله عليه و سلم دا هم ويلي چي د جومات امام هم په خپله خوښ كړه او د ټولني امير مو هم؛ هغه امام او امير چي خلك د هغه په امامت او امارت راضي نه وي او دى پرې ټينگار كوي؛ پيغمبر عليه السلام ئې د الٰهي لعنت وړ گڼي.

د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر مشرۍ لاندي د مسلمانانو لومړۍ ډله داسي وه چي ټولو هغه د الله پيغمبر او د ژوند په ټولو برخو كي خپل زعيم او امام او امير په توگه غوره كړى وو؛ تر ده وروسته لومړى ځاى ناستى ئې ټولو مسلمانانو په بشپړ اتفاق او اجماع سره غوره كړ؛ هيڅ رقيب او مخالف ئې نه درلود؛ دوهم خليفه همداسي اتفاقي خليفه وو؛ ټولو مسلمانانو د أفضل او أعلم انسان په توگه منلى او له ده سره ئې بيعت كړى وو؛ درېيم خليفه د شپږو نوماندانو له منځه د مدينې د اكثريت په رأيه غوره شو؛ او څلورم هم په جومات كي د مسلمانانو په رأيه او د بيعت په نتيجه كي غوره شو. يعني چي مسلمانان به حتماً امير لري او دا امير به دوى په خپله غوره كوي.

5.      هغه هم بايد په پام كي ولرو چي د عمر رضي الله عنه له زخمي كېدو وروسته او او د نوي امير د انتخاب په ارتباط چي عمر رضي الله عنه كوم مدبرانه ابتكار وكړ او د اسلامي امت لپاره ئې يو ستر او عظيم سنت او منهج په ميراث پرېښود او له كبله ئې يوه ستره ستونزه په آسانۍ حل شوه؛ دا وه چي داسي اوه شخصيتونه ئې معرفي كړل چي هر يو ئې د امارت وړ شخصيت وو؛ هر يوه كافي شمېر پلويان درلودل؛ دوى ته ئې وويل: په يوه تن توافق وكړئ؛ خپل زوى ئې هم معرفي كړ؛ خو دا شرط ئې وضع كړ چي د عمر له كورنۍ به څوك نه امير كېږي؛ زما په كورنۍ كي همدا يو عمر كافي وو؛ خپل زوى ئې په اوو كسانو كي د دې لپاره معرفي كړ چي كورنۍ، ټبر او پلويان ئې راضي وي او د مخالفت لار غوره نه كړي؛ دا اوه تنه په حقيقت كي د اوو مؤثرو لوريو استازي ول؛ او توافق ئې د ټولو مسلمانانو توافق گڼل كېدو؛ د دوى توافق كافي نه وو؛ او په دې سره څوك امير كېدى نه شو؛ د توافق معنىٰ فقط دا وه چي په يوه نوماند سلا شي او هغه ټولو مسلمانانو ته معرفي او د دوى په خوښه په جومات كي غوره شي.

6.      دا اوه كسان هر يو ئې مهم او مطرح شخيت وو چي خپل پلويان ئې درلودل او كه د هغوى له مشورې پرته څوك ټاكل شوى وى د ستونزو راولاړېدو احتمال ئې وو.

7.      د اسلامي سياسي فرهنگ له مخي ټول مذاهب او پلويان ئې په حقيقت كي سياسي -مذهبى احزاب دي؛ هر امام د يوه مذهبي گوند مؤسس او زعيم دئ. هر حنفي مذهب؛ د امام ابو حنيفه رحمه الله د حزب غړى دئ.

8.      قرآن د پيغمبر عليه السلام ټولي مخالفي ډلي د احزابو په نامه يادي كړې او د دوى گډ جنگ ته مسلمانانو د احزابو جنگ نوم وركړى.  

9.      همدا راز حزب اسلامي هم يو سياسي مذهبي گوند دئ او د طالبانو اسلامي تحريك هم؛ كه موږ حقه مذاهب منو نو اسلامي احزاب به هم منو؛

10.    دا هم يو څرگند حقيقت دئ چي حزب اسلامي د افغانستان د ټولو اسلامپالو گوندونو د مور او پلار حيثيت لري؛ نورو ډلو هم سياسي او فكري مبارزه له دې حزب زده كړې او هم د الله تعالى په لار كي جهاد.

وروڼو خوېندو!

د سياسي احزابو مخالفت؛ د هغوى خلاف تبليغات، د هغوى د حذفولو هڅي؛ نه څه گټه لري او نه ئې څوك د زور كارولو له لاري ختمولى شي؛ ناټو ونه توانېدله د طالبانو اسلامي تحريك ختم كړي؛ شوروي او ناټو او په دواړو پوري تړلې ډلي او د دوى لاسپوڅي حكومتونه ونه توانېدل حزب اسلامي حذف كړي.

له سياسي احزابو پرته نه مبارزه نتيجه وركوي او نه د يوه مضبوط او موفق حكومت جوړول ممكن دي. ناټو له دې كبله په افغانستان كي ونه توانېده موفق حكومت جوړ كړي چي منظم سياسي حزب ئې نه درلود؛ متشتت، اوباش او مختلف المزاج افراد ئې د اروپا او امريكا له كابارو راغونډ كړل او د كابل له اشغال وروسته ئې واك هغوى ته وسپارو؛ پايله ئې هم داسي چي په خپله ئې ويل: د كابل حكومت د نړۍ تر ټولو حكومتونو ناكام او مفسد حكومت دئ.

حكومت جوړول د حزبونو كار دئ نه د افرادو، كه احزاب نه وي نو د عربي هېوادو په څېر به يا پاچايان او د دوى كورنۍ حكومت كوي او يا هغه جنرالان چي بهرنيانو روزلي او د كودتا له لاري ئې قدرت ته رسولي!!

كه په اقتدار كي بدلون او تغيير او له يوه بل ته د اقتدار انتقال د ملت رأى ته د مراجعې له لاري ترسره نشي؛ نو بديل به ئې يا كودتاگاني وي او يا د بهرنيانو په مرسته نيابتي جنگونه. د پاچايانو په كورنيو كي به كودتاگاني او بغاوتونه رامنځته كېږي او په زور د مسلط شوو ډلو د زورواكو تر منځ به خونړۍ جگړي په بدلون او تغيير منتج كېږي.

وروڼو خوېندو!

د ښوونځيو او پوهنتونونو بندول او ښوونځي ته د نجونو له تگ ممانعت؛ له شك پرته د هېواد او اسلام په ضرر دئ؛ هيچا ته ئې هيڅ گټه نه رسېږي؛ كه اصلاح غواړو نو لار ئې دا ده چي:

•       واحد اسلامي تعليمي نصاب جوړ كړو او په تعليمي مؤسساتو كي رغنده او سمه فضاء او شرائط برابر كړو؛ اسلام ته ژمن او متعهد استادان وروزو او استخدام كړو.

•       د هغه مصيبت او فتنې مخه ونيسو چي د مكتب او مدرسې له بېلوالي رامنځته شوې؛ او د ملا او مكتبي جنگول ئې اصلي موخه او هدف وو؛ راشئ ښوونځى او مدرسه توحيد كړو، واحد تعليمي نصاب جوړ كړو؛ د دښمنانو هغه خطرناكه او زړه توطئه شنډه كړو چي مدرسه او مكتب ئې داسي سره بېل كړل چي له مدرسې به هغه فارغېدو چي دنده به ئې د جومات امامت وو او تخصص به ئې فقط حفظ، رسمي وظيفه او معاش ئې نه درلود؛ مالي مشكلات ئې د ولس پر غاړه وو؛ او دا د دين او ديني علماءو د اهانت او سپكاوي او منزوي كولو لپاره، د مدرسو په نصاب كي نه ليك او لوست وو؛ نه د اسلام او هېواد تاريخ، نه په ورځني ژوند پوري مربوط علوم او فنون؛ فقط د فقهي او صرف او نحو څو ابتدائي كتابونه، منطق او فلسفه. او ښوونځى او پوهنځى بيا داسي چي والي، وزير، انجنير، او ډاكټر به ترې وتل خو داسي چي د دين په الف- با به هم نه پوهېدل. او نتيجه ئې دا چي ملا به مكتبي ته بې دين ويل او  مكتبي به ملا ته له دنيا بې خبر. موږ هم مؤمن او خدايپال ډاكټر او انجنير ته ضرورت لرو او هم په ورځنيو ضروري علومو پوه امام او خطيب ته؛

•       زموږ پيغمبران داسي وو چي: نوح عليه السلام لومړى كس وو چي له لرگي ئې كښتۍ جوړه كړه، داؤد عليه السلام او زوى ئې سليمان عليه السلام؛ مس او اوسپنه كشف كړه او زغره ئې جوړه كړه؛ داسي بادي كښتۍ ئې جوړه كړه چي د دوو مياشتو پلى مزل به ئې په يوې ورځ كي وهلو. الله تعالى؛ آدم عليه السلام ته پر فرشتو د هغه علم له كبله فضيلت وركړ چي د اشياء په پېژندو او پر هغوى د مناسب نوم وضع كولو له پلوه تر فرشتو غوره او افضل وو. نه په صرف، نحو، منطق او فلسفې د پوهېدو له كبله.

څومره د تأسف وړ ده چي ځيني له ښوونځي او پوهنځي سره او له هغو سره چي ترې فارغ شوي؛ حساسيت ښيي!! او حتى له هغو سره هم چي د شرعياتو له پوهنځي او يا رسمي دولتي ديني مدرسو فارغ شوي؛ پر دوى هغو ته ترجيح وركوي چي له كليوالو مدرسو فارغ شوي؛ آيا د داسي حساسيتونو بدو پايلو ته ئې پام كړى كه نه؟ د افغانستان تر نيمايي نفوس زيات؛ له ښوونځيو او پوهنځيو فارغ شوي، او له مدرسو د فارغ شويو شمېر د دې پنځه سلنه هم نه ده!!

د دوى ونډه په جهاد او د آزادۍ په سختي مبارزې كي كه تر نورو زياته نه وه له هيڅ پلوه كمه نه وه؛ دوى د دښمن تر واك او سلطې لاندي د دښمن مقابله كوله؛ سړكونو ته راوتل، ستري ستري مظاهرې ئې كولې؛ د اشغالگرانو ضد شعارونه ئې وركول؛ د رژيم پښې ئې له داخله دوى لړزولې؛ ولي هغوى ته په سپكه سترگه گورئ؟! زه د هغه مامور تندى د ښکلولو گڼم چي له دفتر ئې د مبارزې سنگر جوړ كړى وو؛ د هغه امام تندى ښکلوم چي له محراب او منبر ئې د جهاد سنگر جوړ كړى وو؛ له اسلام، جهاد او مجاهدينو ئې حمايت كولو او د دوى د بريا دعاء ئې كوله؛ په داسي حال كي چي نه پوهېدو له منبر د راكوزېدو او له جومات تر كور پوري د تگ په وخت له ده سره څه كېږي؛ په سلگونو ئې په همداسي حالت كي شهيدان شوي؛ كه دوى د دې نظام له ملاتړ لاس واخلي نو پايله به ئې څه وي؟ مخصوصاً اوس چي نږدې درېيمه برخه افغانان مهاجر شوي؛ له يوې خوا پاكستان وايي چي څلور مليونه مهاجرين په دې هېواد كي مېشت دي او له بلي خوا ايران وايي چي د پنځه مليون افغان مهاجرينو كوربه دئ!! كه نورو هېوادو ته تللي مهاجرين هم پرې علاوه كړو؛ شمېر به ئې څومره شي؟! كه د دغو مهاجر شوو په سلو كي يو له مخالفينو سره يو ځاى شي او د اوسني حكومت خلاف وسله واله مبارزه پيل كړي؛ نتيجه به ئې څه وي؟! له يو سلنه ئې سل زره جنگيالي جوړېږي؛ ناټو ونه توانېده چي تر دې د لږ شمېر مجاهدينو مقابله وكړي.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي امريكا بدمعاشي ته مخه كړې، د افغانستان فضائي حريم نقض كوي؛ ډرون طيارې ئې په فضاء كي گرځي؛ هغه افغانان گواښي چي امريكا په تور فهرست كي نيولي؛ د اشغال د دور امنيتي ځواكونه د بل جنگ لپاره تنظيموي؛ د جنگ بېلي بېلي جبهې ئې جوړي كړې؛ غواړي گډه جبهه ترې جوړه كړي؛ د حكومت اقتصادي وضعيت هم داسي چي كه بهرنۍ مرستي نه وى راغلې؛ نو نن به د ډالر په وړاندي د افغانيو ارزښت تر 150 هم اوښتى وو؛

له دې وضعيت سره د مقابلې لپاره حكومت دې ته ضرورت لري چي ملت راخپل كړي او ټول اسلامپال؛ هېواد او ملت ته ژمن؛ افغانان؛ په ځانگړې توگه هغه مجاهدين چي هم د شوروي خلاف جنگېدلي او هم د ناټو خلاف؛ په يوه صف كي راغونډ كړي؛ كه دا كار وشي نو يقيناً چي د نړۍ هيڅ ځواك نشي كولى پر مؤمنو افغانانو خپل ناولي عزائم تحميل كړي او په افغانستان كي خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.  

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟