No-IMG

نړۍ کې د غریبو هیوادونو د سیاست او اقتصاد کيلي د ابرقدرتونو په لاس کې وي

متاسفانه  په نړۍ کې د بې وسو او غریبو هیوادونو د سیاست او اقتصاد کيلي د ابرقدرتونو په لاس کې وي، هر څه ئې په یو شکل انحصار کړي دي څه چې وغواړي هماغه به کیږي.

خو له شکه پرته الله تعالی هر وخت ظالم نظامونه نسکور کړي دي.

که تاریخ ته لږ غوندې په دقت سره ځیر شوو په هره پيړۍ کې د نړۍ سیاستونه، حکومتونه، او اقتصاد په مرور د زمان سره بدل شوي دي او یا له زوال او تور برخلیک سره مخ شوي دي.

خو له بده مرغه په افغانستان کې تر اوسه پورې د نړیوالو جګړه متوقف شوې نه ده، سیاسي، استخباراتي، فکري، مطبوعاتي او اقتصادي جګړه تراوسه په کې دوام لري، په سیمه کې د نړیوالو خصومت او نظامي رقابتونو په اړه خلکو سره ډیر دلایل او تشویشونه موجود دي چې دغه جګړه شاید په یو بل شکل وغځيږي. افغانان په دې اند دي که چیری د افغانستان دغه اوسني حالات همدغسې ګونګ پاتې شي ممکن موږ نور هم د انزوا او په سیمه کې یوېه بله پراخه جګړه په افغانانو وتپل شي. په داسې حساسو شېبو کې افغانانو لپاره يو څه کول په کار دي؟ او که نه نړیوالو ته لاس په زنه کيښينو چې ګویا نړېوال مو په رسمیت وپیږني، نړیوال قصداً او عمداً همدا غواړي چې افغانان دې قیمتي فرصتونه له لاسه ورکړي، حتی د دې توان ونه لري چې په سمه توګه د خپلو شته وسایلو او کدرونو نه استفاده وکړي، او هڅه کوي چې د تیر په څیر له ټولو فرصتونو نه محروم پاتې شي.

ډیری افغانان په دې فکر دي  چې ګواکې نړېوال به په داسې جنګي او اقتصادي بحران کې افغانستان په رسمیت ونه پیژندني او نه ورته دومره علاقه لري. د نړیوالو سياسي نظامي او اقتصادي کشمکش نه داسې مالومیږي چې افغانستان په سیمه کې یوازې د دوی لپاره د جګړې میدان او یو مهم نظامي مورچل دی او بس.

په جنګي میدان او مورچل کې یوازې رقابتونه او جنګونه کیږي او یا د ابرقدرتونو تر مینځ شخصي ګټو په خاطر جوړجاړی رامینځه ته کیږي. د جګړې په میدان او مورچل کې چې څوک لوبیږي هغوی د نړیوالو ابرقدرتونو په سیاسي لوبو باندې خبر نه وي هر ډول فیصلې چې کیږي د دوې په غیاب کې کیږي. دا ځکه چې د نړیوالو سیاسي لوبې لا دمخه ډیر په تکتيکي شکل ترتیب او تنظیم شوي وي، څو ملتونه او هیوادونه له یو داسې بحران سره مخ کړي چې تر ډیر وخت پورې یرغمل پاتې شي. نو هیله مو دا ده چې اوسني مسئولين د افغانان په لاس کې دغه شته فرصتونه دې نه ضایع کوي. هڅه دې وکړي چې په سمه توګه ترې استفاده وکړي، څو د افغانستان لوی ملت د دې بدبختیو څخه وژغورل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک