No-IMG

افغانستان په نړۍ کې خواخوږی دوست نه لري

افغانستان په نړۍ کې خواخوږی دوست نه لري، بلکې دایم حریفان او رقیبان ورته په کمین کې ناست دي او نه افغانان د دې توان لري چې په سیاسي لحاظ د دوست او دوښمن په مفهوم پوه شي او یا په سمه توګه تفکیک او تشخيص يې وکړي. متاسفانه موږ په داسې شریطو کې ښکیل یو چې نه مو نړیوال مني او نه له ګاونډیو هیوادو سره د یو متقابل احترام په درشل کې سیاسي او اقتصادي تعامل او تفاهم ته رسیدلي يو او نه په دې توانيدلي یو چې خپل کور کې دننه خپل ځانونه متحد او منظم کړو او ټول افغانان په یو ټغر راټول کړو، څو وکولای شو خپل داخلي او له ګاونډيو هیوادونو سره مشکلات په خپله حل کړو.

زموږ د ناکامۍ او بې ثباتې یوازېنی علت همدا دی چې په خپل کور کې جوړجاړی نه لرو، چې کله په خپل کور کې جوړ نه وې حریف او رقیب ته خو به خامخا ډیر بې ارزښته او بې وسه ښکارې. همدا موږ یو چې هر چا ته په خپله موقع ورکوو چې زموږ له مظلومیت او خپل مینځي بدبختیو نه سوءاستفاده وکړي.

د نړیوالو سیاستونه چې کله په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ شول، نو د دوی اوس د ګاونډيو هیوادونو په مرسته د لاس وهنې تکتیکونه ترسره کوي.

 د ایران حکومتي چارواکي په دوامداره توګه په ایران کې زموږ افغان کډوال شکنجه کوي. له بده مرغه زموږ  لپاره دا خورا د شرم خبره ده چې د بشري حقونو او نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کوو چې ګواکې په ایران کې د افغان کډوالو سره ظلم استبداد او وحشت کيږي دا هر څه د یو چا په مصلحت کیږي.

زما په اند دا به غوره وي چې افغانان خپل ملي مسائل په خپله حل کړي، دا زموږ د افغانانو مسؤلیت دی چې د مهاجرتونو ستونزه پای ته ورسوو. که هر څوک نړیوالو او ګاونډیانو نه د خیر او د مرستو طمع لري دا نو بیا له ځان او له ملت سره لویه جفا او نه هېرېدونکې اشتباه ده.

زمونږ د برياليتوب يوازينۍ لاره په یووالي کې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟