
حکمتيار: د افغانستان گاونډيانو ته وايو چي خپلې ملي ګټې د افغانستان په جګړه پورې مهتړئ
د افغانستان ګاونډیانو ته وایو:
تېرې تېروتنې بيا مهتکراروئ! خپلې ملي ګټې د افغانستان په جګړه پورې مهتړئ! نه دا جګړه ستاسې په ګټه ده او نه دا چې امریکايي ځواکونو بياځل دې سيمې داخل شي. موږ په تېرو شلو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو د ناولي حضور بدې او خونړۍ پایلې لیدلي. سیمهییز ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی. دا د افغانستان په ګټه نهده چې د سترو قدرتونو تر منځ په پوځي شخړو او نظامي رقابتونو کې ور ښکېل شي او د یو پر ضد د بل په څنګ کې ودرېږي؛ د سيمې او منطقې نور هېوادونه هم له دې کار کومه ګټه په لاس نهشي راوړای.
افغانستان د څلوېښت کلن جنګ د زیانونو د جبران لهپاره داخلي آرامۍ او سيمهييز ثبات ته ضرورت لري.
په دې څلور لسیزو کې چې افغانستان او ټوله سیمه د خونړی او تحمیل شوي جنګ شاهده وه، نو له جنګه فارغ هېوادونه وتوانېدل چې په داسې ډول مخ ته لاړ شي چې اوسنی وضعیت يې له څلوېښت کاله پخواني وضعيت سره په ډراماټيک ډول توپير لري.
د ننني بېجينګ پرتله له څلوېښت کاله پخواني بېجينګ سره له هر پلو ناشونې ده. موږ هم په ورته ډول ثبات او أمنیت ته ضرورت لرو، څو له خونړیو جګړو راپنځېدلې ويجاړۍ او وروسته پاتېوالی پرې جبران کړو.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.