No-IMG

حکمتيار: د اسلامي پوهنتون په اړه موږ د اسلامي إمارت وروستي تصميم ته منتظر يو

حتماً خبر يئ چي د اسلامي پوهنتون په اړه د عالي تحصيلاتو وزارت غير قانوني او خصمانه اقدامات كړي؛ د دې پوهنتون د مجوز كار لا هغه مهال له هره پلوه بشپړ شوى وو چي مخكني فراري جمهور رئيس د ارگ پر گدۍ ناست وو او د وزارت وړانديز د د ده پر ميز پروت وو؛ يوازي د ده لاسليك ته پاته وو؛ هغه عمداً او له حزب اسلامي سره د عداوت له كبله لاسليك نه كړ؛ اوس رئيس الوزراء د مجوز صادرولو فرمان لاسليك كړ؛ خو د عالي تحصلاتو وزارت د دې فرمان مطابق اجراءات وځنډول او له رياست الوزراء ئې د مخكني فرمان خلاف اوامر تر لاسه كړل؛ د اسلامي پوهنتون رياست ته ئې په ظاهر كي د مجوز صادرولو ډاډ وركولو خو په خفاء كي ئې محصلين هڅول چي نورو پوهنتونو ته ولاړ شي!!

موږ اوس د إمارت وروستي تصميم ته منتظر يو.

ټولو ته جوته ده چي اسلامي پوهنتون د شوروي اتحاد خلاف جهاد په دوران كي تأسيس شوى او په زرگونو مؤمن او اسلام ته ژمن كادرونه ئې روزلي؛ په خپل وخت كي تر ټولو وړاندي معياري پوهنتون وو؛ عمر ئې د طالبانو تر تحريك نږدې لس كاله زيات دئ؛

د اسلامي پوهنتون محصلينو ته وايو: بل پوهنتون ته مه ځئ؛ څوك چي تللي بېرته دي ستانه شي؛ او خپلو درسونو ته دوام وركړي؛ سند به يا همدا حكومت وركوي او يا بل؛ د سند هيڅ پروا دي نه كوي؛ كه تاسو خپل درسونه بشپړ كړل او له پوهنتون مو د فراغت سند تر لاسه كړ؛ نو بشپړ اطمئنان ولرئ چي معتبر رسمي سند به هم حتماً تر لاسه كوئ. دا پوهنتون هغه مهال تأسيس شو چي پر كابل كمونستانو او روسانو حكومت كولو؛ نه ئې له هغه حكومت مجوز درلود او نه د پاكستان له حكومت؛ حزب اسلامي په سلگونو مدرسې او ښوونځي په پاكستان او د مهاجرينو په هر كمپ كي درلودل؛ د دغو تعليمي مراكزو فارغان؛ يو فرد هم د رسمي او دولتي سند نه درلودو له كبله كومي ستونزي سره نه دئ مخامخ شوى؛ إن شاء الله تاسو به هم نه مخامخ كېږي. دا نن د حكومت پر كرسيو ډېر داسي مسئولين گورو چي ډېرى ئې له خصوصي مدرسو فارغ شوي او د هيڅ حكومت رسمي تحصيلي سند نه لري!!

حكومت حق نه لري چي د خصوصي پوهنتونونو محصلين له يوه بل ته پر تگ مجبور كړي؛ آيا صحيح او عملي ده چي حكومت ټولي خصوصي مدرسې وتړي؛ يا جوماتونه وتړي او يوازي په هغه صورت كي اجازه وركړي چي امام او خطيب ئې د دوى د ډلي غړى وي؟! آيا صحيح ده چي څوك ووايي: په فوځ او امنيتي ځواكونو كي به يوازي هغه نيول كېږي چي د طالبانو له ډلي سره د تعهد او كار سابقه ولري؟!! آيا صحيح ده چي په حكومت كي به يوازي هغه د اداراتو په سر كي وي چي له مدرسې فارغ شوى؟

حكومت يوازي دا حق ځان ته وركولى شي چي خصوصي تعليمي مؤسساتو ته رسمي مجوز ورنه كړي او سند ئې معتبر ونه گڼي؛ نه دا چي منحل ئې كړي.

كه د عالي تحصيلاتو وزارت د اسلامي پوهنتون په ارتباط د قانون او اسلامي لارښوونو خلاف دريځ غوره كړي، د پوهنتون محصلينو غوښتنو ته اعتناء ونه كړي؛ نو دا به له يوه مهم اسلامي پوهنتون سره د دښمني په معنىٰ وي.

ځيني به گمان كوي چي حزب اسلامي به حتماً جدي عكس العمل ښيي؛ او ځيني همدې ته منتظر دي؛ خو موږ په سړه سينه او د هېواد او اسلام مصالحو ته په پام سره وايو: نه يوازي په دې مورد كي بلكي په بل هر مورد كي به يوازي هغه څه كوو چي گټه ئې زموږ هېواد او مظلوم ولس ته رسي نه د اسلام دښمنانو ته؛ له طالبانو او له هيڅ اسلامي ډلي سره مو نه په ماضي كي د دښمني او مخالفت لار غوره كړې او نه به په راتلونكي كي دا كار كوو. نور زموږ په خلاف جنگېدلي؛ حتى زموږ په ضد ئې له كورنيو بهرنيو لوريو، حتى كمونستانو او سيكولرانو سره ائتلافونه كړي خو موږ له جنگ ډډه كړې. كه مو جنگ كولى نو هغه مهال به مو دا كار كړى وو چي امريكا له بريد وړاندي موږ ته وويل: افغانستان ته راځو؛ له خپل حيثيت دفاع كوو؛ طالبان هم ستاسو دښمنان دي هم زموږ؛ د اشغال او تل پاته كېدو لپاره نه راځو؛ فقط انتقام اخلو او بېرته وځو؛ ستاسو دريځ به څه وي؟ ومو ويل: د شوروي اتحاد ناكامه تجربه مه تكراروئ؛ كابل نيولى شئ خو ساتلى ئې نه شئ، او كه حتماً راځئ نو موږ له دې پرته بل انتخاب نه لرو چي له خپل هېواد دفاع وكړو.

طالبان په داسي سخت وضعيت كي وو چي ونه توانېدل زياته موده مقاومت وكړي؛ مجبور شول له مقاومت پرته هم له كابل ووتل او هم له كندهار؛ هغه مهال دومره مقاومت هم ونشو لكه نن چي اوكرانيانو وكړ؛ سره له دې چي اوكراين ته تر يو نيم لك زيات روسي ځواكونه ننوتلي له پاسه بمونه پرې ورېږي او له لاندي راكټونه او د توپونو مرمۍ؛ اما امريكا پر افغانستان د بريد په پيل كي يوازي له افغاني اجيرو جنگياليو استفاده وكړه؛ هيڅ امريكايي سرتېرى پر زمكه نه جنگېدو؛ وجه ئې هم څرگنده وه؛ په ټولي نړۍ كي داسي هېواد نه وو چي د افغانانو مرسته او حتى د خولې حمايت وكړي؛ اما اوكراين حالت بېل دئ؛ ټوله اروپا او ناټو د هغوى هر راز مرسته كوي؛ تر څلورو مليونه زيات بې ځاى شوو ته ئې پناه وركړه؛ افغانان بيا داسي وو چي هغو هم د دوى له حمايت او پناه وركولو ډډه وكړه چي تر دې وړاندي ئې له افغانانو سره د خواخوږۍ ادعاء كوله؛ حمايت خو پرېږدئ دوى په خپله د افغانانو خلاف له يرغلگرو سره ملگرتيا وكړه

د افغان مجاهدينو مشران ئې ونيول او لاس تړلي ئې امريكا ته وسپارل!!

طالبان هغه مهال په داخل او خارج كي يوازي يو حامي او ملگرى درلود؛ او هغه همدا سرخوړلى حزب اسلامي وو؛ دوى وتل خو موږ د جهاد لپاره افغانستان ته راغلو؛ دا ځكه چي له دوى سره مو د ملگرتيا او مرستي ژمنه كړې وه؛ او همدا مو خپل ايماني مسئوليت گڼلو.

د دوى مشرانو ته به په ياد وي چي د امريكا له بريد لږ وړاندي؛ په شمال كي د دوى د قومندانانو شورىٰ په اتفاق سره فيصله وكړه چي په شمال كي د جهاد چاري حزب اسلامي ته وسپارل شي؛ ما ته ئې د سټلايټ ټلفون له لاري دا خبره وكړه او ما ورته وويل: زه چمتو يم؛ إن شاء الله حتماً درځم؛ خو ستاسو د مشرانو وروستۍ پرېكړي ته انتظار كوم؛ دوى خپله پرېكړه كابل ته انتقال كړه؛ د كابل شورىٰ د مرحوم معاون صاحب ملا رباني په مشرۍ همدا پرېكړه تأييد كړه او د يوه هيئت په لاس ئې كندهار ته ولېږله؛ هيئت له كابل تر هلمند پوري درې ځلي له ما سره تماس نيولى؛ او په مكرره توگه مي د تگ اطمئنان وركړى؛ تهران او اسلام آباد د امريكا ملگرتيا كوله؛ دواړه زما له تصميم خبر شوي وو؛ ما په تهران كي د مطبوعاتي كنفرانس له لاري د امريكا بريد غندلى، پر ملت مي غږ كړى چي د يرغلگرو خلاف جهاد پيل كړي؛ او هېواد ته د تلو پرېكړه مي اعلان كړه؛ د دې پرېكړي نتيجه معلومه وه؛ د ايران كابينې زما د اخراج پرېكړه وكړه، او رسماً ئې ما ته راواوروله؛ چي په 72 ساعتونو كي به له ايران وځم؛ ويل ئې: كوم هېواد ته ځې؟ ځواب مي دا وو چي تاسو راته ووايئ چېري ولاړ شم؛ او كه ما ته ئې پرېږدئ نو زه به تاسو ته اطلاع دركړم؛ تر دې وړاندي د يوه مهم پاكستاني مسئول له لوري گواښونكى پيغام رارسېدلى وو چي پاكستان ته له راتگ ډډه وكړم كه نه نو دوى مجبور دي ما امريكا ته وسپاري؛ زه په همدغسي حالت كي له تهران ووتلم او افغانستان ته راغلم؛ عجيبه دا وه چي دا پېښي د 26 دلو په اونۍ كي وې؛ هغه ورځ چي د شوروي ځواكونو د وروستي افسر د وتلو له كبله زما له سترگو د خوښۍ ډېري اوښكي بهېدلې وې؛ او د حزب اسلامي مجاهدينو د دې ورځي په تحقق كي دومره ځلانده ونډه وه چي په تاريخ كي ئې لږ نظير او مثال موندلى شو؛ دومره قربانۍ ئې وركړې وې چي ويلى شو د افغانستان په هر لوى او متوسط كلي كي به د حزب اسلامي داسي ژمنه كورنۍ وي چي يو يا تر يوه زيات شهيدان ئې وركړي وي.

د هر افغان به په ياد وي چي كله د امريكا يرغل پيل شو؛ او د امريكا اجير افغان جنگيالي په شمال كي ديسانت شول؛ پر هغو مجاهدينو سخته ورځ راغله چي له جنوب شمال ته لېږل شوي وو؛ د خوندي وتلو لاري پرې وتړل شوې؛ ډېر ئې شهيدان شول؛  شمالي ټلوالي چي له دغو مظلومو جنگياليو سره كوم ظلمونه كړي؛ افغانان به ئې هيڅكله هېر نه كړي؛ هغه مهال د حزب اسلامي مشهورو قومندانانو؛ لكه د بغلان د جهاد امير مرحوم بشير خان، د كندز نوميالى قومندان شهيد ارباب هاشم، د سمنگان او بلخ مشهور قومندانان مجيد پاچا او اميرجان، د باغيس د جهاد امير مولوي جلال الدين او نورو؛ هر يوه په سلگونو طالب مجاهدين وژغورل

نن د طالبانو له حكومت سره همغه څه كېږي چي پرون له دوى او له مجاهدينو سره وشول؛ د كفر او نفاق گډه جبهه د دواړو په خلاف جوړه شوې وه، هيڅ هېواد؛ د گاونډيانو په شمول؛ د دوى حكومت ونه منلو؛ د كابل اوسني حكومت په اړه د پاكستان، ايران، تاجكستان او اوزبكستان، او د هند، چين او روسيې دريځ ټولو ته جوت دئ؛ په داخل كي له حزب اسلامي پرته بل داسي گوند نشته چي د طالبانو په ضد ئې د جنگ پرېكړه نه وي كړې او يا په پټه يا ښكاره له مخالفينو سره نه وي مل شوى.

نن هم د گواښونو په وړاندي مرستي او خپل ايماني مسئوليت اداء كولو ته چمتو يو او دا ټول فقط او فقط د اسلام او خپل مظلوم ملت لپاره.

كه موږ د طالبانو خلاف د څه كولو اراده درلودى نو هغه مهال به مو دا كار كړى وو چي مخكني حكومت او د هغه بهرنيو حاميانو غوښتل د حزب اسلامي له بالقوه ځواك او پراخ ولسي نفوذ؛ د طالبانو په ضد استفاده وكړي او له همدې كبله ئې له حزب اسلامي سره د سولي لار غوره كړه؛ حزب اسلامي د كابل له حكومت سره داسي معاهده لاسليك كړه چي بند بند ئې موږ ليكلى وو؛ او د حزب اسلامي اساسي غوښتني په كي مراعات شوې وې؛ د بهرنيو ځواكونو د وتلو او د انتخاباتو ترسره كېدو په شمول. دوى غوښتل حزب اسلامي د طالبانو خلاف جنگ كي د دوى مرسته وكړي؛ خو حزب اسلامي د دوى د انتظار او توقع خلاف داسي څه وكړل چي د اشغالگرانو او د دوى د لاسپوڅي حكومت پښې ئې ولړزولې؛ حزب اسلامي د حكومت تر واك لاندي سترو سترو ښارونو كي هغه څه وكړل چي وسله والو مخالفينو قطعاً او په اطراف كي نشو كولى؛ ستري ستري مظاهرې؛ د اشغال او مفسد نظام خلاف شعارونه؛ ستري ستري غونډي؛ مركې، ليكني، پراخ تبليغات، دومره چي اشغالگران پوه شول چي دا يوازي په سنگرونو كي پراته مجاهدين نه دي چي آزادي او خپلواكي غواړي بلكي په ښارونو كي هم غوڅ اكثريت افغانان د اشغال خاتمه غواړي او د اشغالگرانو لاس پوڅى حكومت نه مني.

دغه جومات او د دې دفتر ستر صحن او د كابل واټونه د داسي لسگونو سترو تظاهراتو او پرتمينو غونډو او اجتماعاتو شاهد وو چي موخه او اساسي شعارونه ئې د اشغال خاتمه، د بهرنيو ځواكونو وتل، د افغانستان خپلواكي او استقلال او د اسلامي حكومت تأسيس وو. له هري گوښي به پر اشغالگرانو او د دوى پر لاسپوڅي حكومت د مرگ شعارونه وركول كېدل. هغه څه چي نورو به په بهر او خوندي ځايونو او حتى خپلو مركو كي نشو ويلي؛ د حزب اسلامي سرتېرو مجاهدينو د كابل په زړه كي، د ارگ خوا ته او د امريكايي ځواكونو تر بشپړ تسلط لاندي واټونو كي په خپلو انقلابي شعارونو كي ويل.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟