No-IMG

خطبه نماز جمعه محترم حکمتیار // 1400/2/2

چهارشنبه؛ د۱۴۰۱ھ‌ش کال د حمل ۳۱مه:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير د ««سلفي شم که مذهبي پاته شم» تر عنوان لاندې خپله ۳۸مه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

نوموړي خپله نننۍ درسي محاضره پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د سحر حقيقت ته ځانګړې وه.

ښاغلي حکمتيار وويل:

دا هم د مسلمانانو تر منځ يوه إختلافي مسئله ده چې آيا پر رسول الله صلى الله عليه و سلم سحر او كوډې شوې وې كه نه؟

آيا دې كوډو پر هغه اغېز كړى وو كه نه؟

که د کوډو کېدو إدعاء رښتيني وي، نو اغېز يې څومره وو؟

آيا صحيح ده چې كوډګر كولى شي يو څوک په كوډو سره ناروغه كړي يا بل ته پرې تاوان ورسوي؟

پر رسول الله صلى الله عليه و سلم كله او چېرې دا كوډې شوې وې؟

آيا يو كوډګر كولى شي چې په خپلو كوډو سره د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر شخصيت ته تاوان ورسوي، ناروغ يې كړي او حافظه يې مختل كړي؟

كه دښمن ته دا كار ممكن وو نو ولې يې په وار وار دا كار نه دی كړى؟

نوموړي همدې پوښتنو ته په ځواب کې وويل:

په دې اړہ په ټول قرآن كې نه صراحتاً او نه هم إشارتاً داسې څه موندلی شو چې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم يا بل پيغمبر يا بل انسان كوډې شوې وي او يا هم د كوډو د اغېز له كبله ناروغ شوى وي، خو د رواياتو په ټولو كتابونو كې يوازي يو روايت داسې مومو چې وايي:

پر رسول الله صلى الله عليه و سلم په مدينه كې د يوه يهودي له لورې كوډې شوې وې، او دومره اغېز يې پرې كړى وو چې دروندوالى او كسالت به يې په خپل بدن کې احساساوه، او كله كله به يې ګمان كاوه چې فلان كار مې كړى؟! خو په حقيقت کې به یې هغه كار نه وو كړى!! روايت دا دی:

(حَدَّثَنِى مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى حَدَّثَنَا يَحْيَى حَدَّثَنَا هِشَامٌ قَالَ حَدَّثَنِى أَبِى عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم سُحِرَ حَتَّى كَانَ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ صَنَعَ شَيْئًا وَلَمْ يَصْنَعْهُ.) بخاري 3175

دا روايت چې په بخاري كې شپږ ځلې نور په دغو شمېرو سره راغلى: 3268، 5763، 5765، 5766، 6063، 6391، د سند له مخې داسې دی چې په صحابه‌وو او تابعينو كې يوازې يو يو راوي لري؛ عُروه رضي الله عنه او عائشه رضي الله عنها. دوى ته چې كومو راويانو دا روايت منسوب كړى د هغوى په رواياتو كې دا جدي توپيرونه تر سترګو كېږي:

1: په يوه كې راغلي: (حَتَّى كَانَ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ صَنَعَ شَيْئًا وَلَمْ يَصْنَعْهُ او په بل كي يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ يَفْعَلُ الشَّىْءَ وَمَا فَعَلَهُ)

2: په بل كې: (حَتَّى كَانَ يَرَى أَنَّهُ يَأْتِى النِّسَاءَ وَلاَ يَأْتِيهِنَّ)...

3: په بل كې (حَتَّى إِنَّهُ لَيُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ يَفْعَلُ الشَّىْءَ وَمَا فَعَلَهُ)...

4: په بل كې: (يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ يَأْتِى أَهْلَهُ وَلاَ يَأْتِى)...

5: په بل كې: (حَتَّى إِنَّهُ لَيُخَيَّلُ إِلَيْهِ قَدْ صَنَعَ الشَّىْءَ وَمَا صَنَعَهُ)...

6: په يوه كې: (حَتَّى إِذَا كَانَ ذَاتَ يَوْمٍ أَوْ ذَاتَ لَيْلَةٍ)... (دلته د شك څرګندونه شوې او ويل شوي كومه ورځ يا كومه شپه!!) (وَهْوَ عِنْدِى لَكِنَّهُ دَعَا وَدَعَا)...

7: په بل كې: (حَتَّى إِذَا كَانَ ذَاتَ يَوْمٍ وَهْوَ عِنْدِى دَعَا اللهَ وَدَعَاهُ)...

8: په بل كې: (فَقَالَ لِى ذَاتَ يَوْمٍ په بل كي وَإِنَّهُ دَعَا رَبَّهُ ثُمَّ قَالَ)...

9: په يوه بل كې راغلي:  (يَا عَائِشَةُ، أَشَعَرْتِ أَنَّ اللهَ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ)...

10: په بل كې بيا راغلي: (يَا عَائِشَةُ أَعَلِمْتِ أَنَّ اللهَ قَدْ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ په بل كي أَشَعَرْتِ يَا عَائِشَةُ أَنَّ اللهَ قَدْ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ په بل كي يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللهَ أَفْتَانِى فِى أَمْرٍ اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ)...

او....

قدرمن مشر وويل:

له دې ټولو توپيرونو او ورته ګڼ‌شمېر نورو عبارتونو داسې معلومېږي؛ لكه دا څاه يې چې په خوب او رؤيا كې لېدلې وي. او لكه چې ګورئ په دې ټولو رواياتو كې ژور توپيرونه تر سترګو كېږي. ځينې يې وايي چې:

رسول الله صلى الله عليه و سلم دا د كوډو توكي په خپل لاس را وويستل. ځينې يې وايي: نورو ته يې أمر وكړ چې را ويې باسي، او دفن يې كړي. ځيني نور بيا وايي: همداسې يې پرېښودل او ويې ويل چې: الله تعالىٰ ماته له دې پرته شفا راكړہ. او ځينې نور بيا داسې دي چې وايي: عائشې رضي الله عنها ورته وويل: آيا زه يې را ونه‌باسم؟

نوموړي زياته کړه:

لکه چې وينئ؛ په دې رواياتو كې د شک موارد هم تر سترګو كېږي. راوي يو ځاى وايي: كومه ورځ يا كومه شپه چې رسول الله صلى الله عليه و سلم زما خواته وو؟!

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير وويل:

په روايت كې د شک او تردد وينا د روايت اعتبار كموي، د ځينو له الفاظو داسې معلومېږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه څاه، د هغې اوبه او پر سر يې د كجورې ونه په خوب كې ليدلي‌ وو، حال دا چې نور روايات بيا وايي چې:

رسول الله صلى الله عليه و سلم په خوب كې يوازې دوه سړي ليدلي وو. همدا راز په رواياتو کې ويل شوي چې:

د دې څاه پر سر د ولاړې ونې څانګې داسې وې؛ لكه د شيطانانو سرونه!!

ښاغلي حکمتيار وويل:

دا وينا له حقيقت سره هيڅ اړخ نه‌لګوي، د هغه څاه د كجورې ونه به يقيناً د مدينې د نورو ونو په څېر وه، كه نه نو؛ په ډېرو نورو رواياتو كې به دا راغلي وو چې: كه څوک غواړي د شيطان د سر څرنګوالى ورته معلوم شي نو د «ذَرْوَانَ» د كوهي پر سر د ولاړې ونې څانګې دې وګوري!!

نوموړي زياته کړه:

دلته څو پوښتنې راولاړېږي:

الف: كه واقعاً پر رسول الله صلى الله عليه و سلم كوډې شوې وي نو دا خو ډېره لويه حادثه وه، ولې په ټولو صحابه‌وو كې يوازې يو كس دا خبره كړې ده؟ دا خبره خو بايد ګڼ‌شمېر صحابه‌وو روايت كړی واى!! او لږ تر لږہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم نورو بيبيانو به هم دا خبره كړې وه. له صحابه‌وو بايد ډېرو تابعينو ته هم رسېدلې واى؛ ولې په تابعينو كې هم له هشام او د هغه له پلار پرته بل راوي نه لري؟!!

ب: قرآن خو وايي چې سحر د أشياءو ماهيت نه‌شي بدلولاى، هسې د خلكو د غولولو يوه ننداره وي چې يو شى پر بله بڼه ګوري، آرام پراته شيان د خوځېدونكو په څېر ورته برېښي!! په ټول قرآن كې داسې آيت نه‌مومو چې د سحر داسې اغېز ترې ثابت شي چې يو انسان ناروغ كړي. د هاروت او ماروت په قصه كې د سحر داسې اغېز په بشپړہ توګه رد شوی او وايي:

(دوى په كوډو سره چاته ضرر نه‌شو رسولى، ضرر يوازې د الله تعالىٰ په إذن سره انسان ته رسېداى شي، نه د جادوګر په كوډو سره).

ج: كه د موسىٰ عليه السلام عصا د فرعون د ډېرو ماهرو كوډګرو ټول سحر شنډولى شو او دوى ټولو په ګډہ موسىٰ عليه السلام ته هيڅ ضرر نه‌شو رسولى، نو يو يهودي كوډګر به څنګه توانېږي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ضرر ورسوي؟!! رسول الله صلى الله عليه و سلم خو موږ ته داسې دعاءګانې راښودلي؛ چې په ويلو سره يې هم د شيطان له شره خوندي پاتې كېدای شو او هم د كوډګرو او د هر مضر شئ له شره. او څرګنده ده چې رسول الله صلى الله عليه و سلم به حتماً دا دعاءګانې ويلې، نو له دې سره سره څنګه دا ومنو چې؛ دغو كوډو پر هغه اغېز كړى وو؟!!

د: يهودو او مشركينو ولې يوازې دا يو ځل پر هغه كوډې وكړې؟!! ولې يې تر دې وړاندې او وروسته دا كار نه دی كړى؟!!

د حزب اسلامي افغانستان  أمير همدې پوښتنو ته ځواب کې وويل:

که ومنو چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوډې شوې وې، نو دا خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم عصمت تر پوښتنې لاندې راولي او ډېرو ته دا شک راپيدا كوي چې ښايي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم به ډېر ځله نور هم كوډې شوې وي او د كوډو تر اغېز لاندې به يې داسې خبري كړې وي چې؛ د هغه اصلي خبرې نه دي!!

نوموړي وويل:

آيا په داسې يوې مهمې او إعتقادې مسئله كې داسې غريب روايت منلى شو چې په صحابه‌وو او تابعينو كې يوازې يو يو راوي لري؟ په ټول قرآن كې نه‌يوازې دا چې كوم شاهد ورته نه‌مومو، بلكې دا ډول يوه إدعاء له قرآن سره په څرګنده توګه تعارض لري. په متن كې يې هم كافي ستونزې شته، ځينې يې يو څه وايي او ځينې بل څه؟!!

د نوموړي پر وينا:

څوك چې وايي سحر حق دی، معنى يې داده چې په قرآن كې د سحر او ساحرانو (جادو او جادوگرانو) يادونه شوې، د فرعون كوډګرو د موسىٰ عليه السلام مقابله كړې، خپل پړي او عصاګانې يې ميدان ته اچولي وو او خلكو ته داسې برېښېدلي وو چې خوځېږي؛ همدومره او بس. نه دا چې جادو كول يا سم او جائز كار دی او يا په جادو سره څوک كولى شي بل ته ګټه يا ضرر ورسوي. قرآن دا دواړہ خبرې ردوي او وايي: جادو نه جادوګر ته ګټه رسولى شي او نه هم جادوګر په خپل جادو سره بل ته تاوان رسولى شي. جادوګر به هيڅ‌كله او په هيڅ‌ځاى كې بريالى نه‌شي، قرآن په همدې اړہ فرمايي:

(فَأَوۡجَسَ فِي نَفۡسِهِۦ خِيفَةٗ مُّوسَىٰ ٦٧ قُلۡنَا لَا تَخَفۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡأَعۡلَىٰ ٦٨ وَأَلۡقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلۡقَفۡ مَا صَنَعُوٓاْۖ إِنَّمَا صَنَعُواْ كَيۡدُ سَٰحِرٖۖ وَلَا يُفۡلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيۡثُ أَتَىٰ) ٦٩ طه: 67-69

(نو موسىٰ په خپل زړہ كې وېره احساس كړہ، ومو ويل: مه وېرېږہ، يقيناً چې همدا ته برلاسى يې؛ او هغه شى وغورځوه چې ستا په لاس كې دی، چې هغه څه ښوى تېر كړي چې دوى جوړ كړي، يقيناً هغه څه چې دوى جوړ كړي د كوډګر مكر دی او جادوګر چې هر چېرې لاړ شي، بريا نه‌شي موندلى).

قدرمن مشر وويل:

له دې مباركو آيتونو څو خبرې معلومېږي:

لومړی: د كوډګرو له لورې ښودل شوې ننداره دومره هيبت‌ناكه وه چې موسىٰ عليه السلام په‌خپل زړہ كې وېره احساس كړہ، دلته دا نه‌دي ويل شوي چې آيا پر ځان وېرېدلى؟ كه له دې چې په مسابقه كې به برلاسى نه‌شي؟ او كه په‌دې چې خلک به دوكه شي او د جادوګرانو تر اغېز لاندې به راشي؟! خو د آيت له وروستۍ فقرې معلومېږي چې وېره يې په مسابقه كې د خپلې بريا په اړہ وه، ځكه الله تعالى فرمايي: (ومو ويل: مه وېرېږہ، يقيناً چې همدا ته برلاسى يې).

دوهم: د الله تعالىٰ له لورې موسىٰ عليه السلام ته ويل شوي چې د خپل لاس عصا وغورځوي، چې دا به ټول هغه پړي او عصاګانې ښوى تېرې كړي چې دوى د خوځنده مارانو په څېر ښودلي.

درېيم: دلته ويل شوي چې جادو هسې يوه دوكه او غولونه وه، د فرعون د ماهرو جادوګرانو دا لوبه د لاس هنر وو، نه د جادو اغېز، دا په حقيقت كې يو مكر وو نه بل څه، د پړو او عصاګانو حقيقت نه دی بدل شوى، بلكې خلك غولول شوي او د خوځنده مارانو ګمان يې پرې كړى!! د آيت دا برخه چي وايي: (جادوګر چې هر چېرې ورشي بريا نه‌شي موندلى. دا حقيقت مزيد واضح كوي او ښيي چې د جادوګر مكر او كيد د څو شېبو داسې غولوونكې ننداره ده چې نه ده ته كومه ګټه رسوي او نه بل ته. ‏د ګټې او تاوان پرېكړہ د الله تعالىٰ له لورې كېږي.

څلورم: همدا راز قرآن د هاروت او ماروت د قصې په ترڅ کې فرمايي چې؛ بني إسرائيلو به له دوى د داسې څه زده كولو هڅه كوله چې په هغه سره سړى او د هغه مېرمن سره بېل كړي خو دوى په‌خپل سحر سره نه ځان ته كومه ګټه رسولى شوه او نه بل چاته كوم تاوان: هلته چې فرمايي:

(وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ) ...  البقره: 102

(دې ملائكو) به هيڅ‌چاته څه تعليم نه وركاوه مګر دا چې ورته ويل به يې: موږ خو د يوه «امتحان» له‌پاره راغلې يو، نو ته مه كافر كېږہ، خو دوى له دې دواړو هغه څه زده كول چې په هغه سره نارينه او مېرمنه يې سره بېل كړي، دا په داسې حال كې چې په دې سره دوى د الله تعالیٰ له إذن پرته هيڅ‌چاته تاوان رسوونكي نه‌وو، او په داسې حال کې چې هغه څه يې زده كول چې تاوان يې ور رساوه او ګټه يې نه ور رسوله).

ښاغلي حکمتيار وويل:

دا آيتونه په واضح الفاظو د سحر دا ډول اغېز ردوي او وايي چې د ګټې او تاوان پرېكړہ د الله تعالىٰ له لورې كېږي نه د جادوګرانو په جادو سره!!!

نوموړي همدا راز وويل: دې ته مو بايد پام وي چې دغو دوو فرشتو خلكو ته داسې جادو نه ورښوده چې په هغه سره مېړہ او مېرمن يې سره بېل كړى شي، كَلَّا و حاشا؛ چې الله تعالىٰ به فرشتې په دې ګمارلې وي چې خلكو ته داسې كوډي ور زده كړي. دا خبره هم د الله تعالىٰ په اړہ تور دی او هم د فرشتو په اړہ، دا خو ستره ګناه ده، فرشتې په‌خپله دوى ته وايي چې مه كافران كېږئ، نو څنګه به هغوى ته داسې كوډې ورښيي؟!! د آيت معنى داده چې دغو مفسدينو به حتیّٰ له فرشتو هم د داسې څه زده كولو هڅه او هيله كوله چې سړى او د ده مېرمن سره بېل كړى شي، يوه به غوښتل چې د بل مېرمن ترې بېله كړي او پر خپل ځان يې مينه كړي، نو د همدې له‌پاره به يې كوډو ته پناه وړہ، حتیّٰ غوښتل يې چې له فرشتو هم دغسې څه زده كړي. په همدې موخه فرشتو ته ورتګ د دوى له‌پاره إتمام حجت وو او په همدې سره په إلٰهي عذاب اخته شوي.

نوموړي زياته کړه:

د جادو د دا ډول اغېز خبرې هغه ټګ‌ماران تكراروي چې خلك غولوي او جيب ته يې غله وي.

دغه‌راز نوموړي وويل:

د ځينو خلكو هغه ناسم اند ته هم تفصيلي إشاره وکړه چې د «الفلق» سورې په څلورم آيت کې د (و من شر النفاثات في العقد) له ناسم تفسيره يې خپل کړی چې ځينې يې وايي: هدف ترې کوډګرې ښځې دي او ځينې نور يې بيا إطلاق په عشوه‌ګرو ښځو کوي.

ښاغلي حکمتيار وايي: دا دواړه اطلاقه ناسم دي او زياتوي چې:

چا چې دا آيت د پورتنيو روايتونو له مخې تفسير كړى؛ دې‌ته يې پام نه‌دی كړى چې په روايتونو كې ياد شوى جادوګر نارينه دی نه كومه ښځينه جادوګره!!  او دې‌ته يې هم توجه نه‌ده كړې چې د دې سورې په هيڅ برخه كې د جادو او جادوګر يادونه نه‌ده شوې. بلکې دلته د همدې سورې له دغه آيت وروسته په ورپسې آيت كې د حاسد يادونه شوې او دا په واضح توګه ښيي چې «نفاثات في العقد» هم د حاسد په څېر كينه‌كښ او كينه پاروونكي وګړي دي؛ نه جادوګرې ښځي.

همدا راز د الناس د سورې په څلورم او پنځم آيتونو كې ويل شوي (مِن شَرِّ ٱلۡوَسۡوَاسِ ٱلۡخَنَّاسِ ٤ ٱلَّذِي يُوَسۡوِسُ فِي صُدُورِ ٱلنَّاسِ): (د هغه وسوسه اچوونكي له شر چی په وار وار راځي، هغه چې د خلكو په سينو كې وسوسې اچوي) او همدا دقيقاً د (النفاثات في العقد) معنىٰ او شرح ده. د قرآن په ډېرو نورو آيتونو كي هم ګورو چې د (نفاثات في العقد) او (الذي يوسوس فى صدور الناس) مفهوم افاده كوي، دا ټول هغې ډلې ته اشاره كوي چې د صف دننه د فتنو راولاړولو له‌پاره هڅې كوي، د توبې په سوره كې هم په دې اړہ داسې راغلي:

(لَوۡ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمۡ إِلَّا خَبَالٗا وَلَأَوۡضَعُواْ خِلَٰلَكُمۡ يَبۡغُونَكُمُ ٱلۡفِتۡنَةَ وَفِيكُمۡ سَمَّٰعُونَ لَهُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ). ٤٧ التوبة: 47

(كه ستاسو په ليكو كې وتلي واى نو له تاوانه پرته به يې بل څه نه وو در زيات كړي، خامخا به يې د فتنو په لټه كې په تاسو كې ځغلول كول او په تاسو كې د دوى له‌پاره اورېدونكي شته؛ او الله د ظالمانو په حال ښه پوه دی).

د حزب اسلامي افغانستان  د قدرمن مشر پر وينا: دې‌ته پر کتو په بشپړ ډاډ او إطمئنان سره ويلى شو چې نه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم جادو شوى او نه د جادو له كبله ناروغ شوى، او نه هم جادوګر كولى شي په خپل جادو سره چاته ګټه يا تاوان ورسوي. جادو يوه دوكه ده او جادوګر يو ټګ‌مار او دوكه‌مار انسان. او دا همغه څه دي چې قرآن يې موږ ته لارښوونه كوي او پر همدې بڼه يې موږ ته را پېژني.

په‌پای کې ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي محاضره د نوموړي پر دعاء پای‌ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟