No-IMG

يوې مور د بنديوان زوی لپاره تر زندانه ۱۰،۵ متره سورنګ اېستلی

د عزم خبري آژانس د راپور له مخې په يوکراين کې يوې مور له زندان نه د بندي زوی د راخلاصولو په موخه دزندان دېوال ته څېرمه ۱۰،۵ متره اوږد سورنګ اېستلی، چې د زندان تر احاطې پورې يې رسولی و، خو په خپله موخه کې تر بريالي کېدو د مخه د پوليسو له لوري ونيول شوه، دا واقعه د يوکراين په ناييکولايف ښارکې رامنځته شوې. د دې ۵۱ کلنې مېرمنې زوی د وژنې په تور په ټول عمري بند محکوم شوی و، دې ښځې د زندان څنګ کې يو کور په کرايه نيولی و، د شپې به په برق ګرځېدونکي بې غږه موټرسايکل زندان ته نژدې ورتلله او د يو لړ ځانګړو وسيلو په ذريعه به يې کيندنه کوله. د کيندنې په ترڅ کې به يې چې څه ملبه را اېستله، هغه به يې تر کوره رسوله. هغې به يوازې د شپې له مخې کارکاوه. د دريو اونيو پرله پسې هڅو نه وروسته د زندان تر حدودو رسېدلې وه، چې پولیسو ونيوله، دغې مېرمنې به ورځ ټوله په کور کې تېروله، چې شاوخوا نور خلک يې و نه ويني. او د شپې به د سورنګ په اېستلو بوخته وه. هغې په يوازې ځان ۳۵ فُټه يا ۱۰،۵ متره سورنګ، چې ۱۰ فُټه ژوروالی يې درلود، اېستلی و. په دغه وخت کې يې ۳ ټنه خاوره او نوره ملبه هم را اېستلې وه. د نيولو پر مهال د بېلچې او کودالې ترڅنګ د کيندنې نور سامان هم د هغې له کوره راووت، که څه هم د هغې جرم ډېر دروند دی، خو پر ټولنيزو رسنيو يې د دغې کړنې خورا ستاينه کيږي. هغه يوه عظيمه مور بلل کيږي، ځکه چې د اولاد مينې دې ته اړ کړې چې دومره سخت ګام واخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟