No-IMG

د شخړي بد اغېز

    عبادة بن الصامت رضي الله عنه وایي : موږ ته رسول الله ﷺ راووت، چې لیلة القدر راوښیي، هغه هلته د دوو مسلمانانو سره شخړه او جنجال و، یوه بل ته یې پوچې او سپکې خبرې کولې، نو ده وفرمایل: زه د دې لپاره راووتلم چې تاسو ته د قدر شپه دروښیم، خو هغه د فلان او فلان سره جنجال و، نو هغه رانه پورته شوه! (له ذهنه مې ووتله) او دا به ستاسو لپاره ښه یي، نو په نهم، اووم او پینځم (نه ویشتم، اووه ویشتم، پینځه ویشتم) کې یې غواړئ.

    عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ : خَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِيُخْبِرَنَا بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلَاحَى رَجُلَانِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ، فَقَالَ :  خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلَاحَى فُلَانٌ وَفُلَانٌ فَرُفِعَتْ، وَعَسَى أَنْ يَكُونَ خَيْرًا لَكُمْ، فَالْتَمِسُوهَا فِي التَّاسِعَةِ وَالسَّابِعَةِ وَالْخَامِسَةِ. رواه البخاري.

    د دوو مسلمانانو تر منځ د شخړې دومره بد اغېز و چې د رسول الله ﷺ له پاک ذهنه یې دومره مهم زېری وایست چې هغه د امت لپاره خورا ګټور او زیات مهم و، خو په دې کې به د اللع تعالی خپل حکمت یي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک