No-IMG

کره پوهه دې له ټولنې ګوښه کوي

انديالي تا د بيلابيلو ټولنو له فرضياتو، رسوماتو او مقياسونو سره نه سمؤي نه پر ولس ګرانوي، برعکس به ستا څنګ خالي شي ځکه انديالي کره پکتونه (حقايق) درباندي درک کوي، داچې کره حقايق په الفاظو کې نه ځايږي په دې وجه به يا خاموش ياست يا به ستا په خبره هېڅوک نه پوهيږي، داچې ستا په خبرو نه پوهيږي نو پر  تا د ټولني دَ جاهل ترين يا بيهوده ترين کس ګمان کوي، دا ځکه چې زموږ د انسانانو په ټولنو کې ډيرى بلکه غوڅ ډيرى مقياسونه، معيارونه، رسومات، رواجونه او قوانين فقط زموږ د موجوداتي الم، زموږ د پنځو حواسو او زموږ د تشبهاتي فکر محصول دي، مګر

انديالي لومړى کار دادى چې انسان تر پنځو حواسو، تشبهاتي حس او موجوداتي الم ها پلو اځوري (حضوري) يا ځاني سفر وکړي ځکه کره حقايق تر موجوداتي الم، پنځو حواسو او تشبهاتي حس ديخوا نه بلکه هاپلو دي

آنديالي تاته کره پوهه او ارامي درکولى شي مګر د انسانانو په داسي په ټولنو کي چي حتا اکثرو ئې ديني او مذهبي قوانين، رسومات، مقياسات او معيارات هم د خپل اماره نفس او مزاج، پنځګونو حواسو، بدني خؤندونو پر بنياد وضع کړي وي، هلته د يو کره پوهه يا آنديال ارزښت يا مرګ يا يوازيتوب او چوپتيا ده.

پرېکړنپوهه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک