No-IMG

د نفلي حج کوونکی کیسه

  بشر بن الحارث (الحافي)، (وفاة: 227هـ) رحمه الله ته یو سړی ورغی، ورته کړه یې: زه (نفلي) حج ته ځم، بشر الحافي ورته وویل: د حج لپاره دې څومره لګښت ځانګړی کړی دی؟ هغه ول 2000 درهم، بشر ورته وویل: له حج نه دې موخه څه ده، خلکو ته خپله دینداري ښیې، د کعبې شریفې لیدا مینه او که د الله تعالی رضا ترلاسه کول؟ سړي وویل: د الله تعالی رضا مې موخه ده.

  امام بشر الحافي رحمه الله ورته وویل: زه به داسې طریقه دروښیم چې د دې 2000 درهم په لګولو سره به خپل کور ناست یې او په یقیني توګه به د الله تعالی رضا ترلاسه کړې، ایا داسې کار ته تیار یې؟ سړي وویل: بلکل تیار یم. بشر ورته وویل: ښه نو ولاړ سه! دا د حج د مصرف ټولې پیسې لس پوروړیو کسانو ته ورکړه، چې هغوی خپل پورونه پرې پرې کړي او اولادونو ته نفقه برابره کړی، یا یې یوه پوروړي ته ورکړه، ستا خوښه ده. له غریب، بې وسه او محتاج سره مرسته له سل ځله حج کولو زیات ثواب لري.

  بشر الحافي هغه سړي ته وویل: ولاړ سه! دا ما چې څه درته وویل همداسې وکړه او یا دې د زړه خبره راته وکړه چې له حج نه دې موخه څه ده؟ سړي ورته وویل: شیخ صاحب چې رښتیا درته ووایم سفر او چکر ته مې شوق شوی! بشر ورته موسکی شو او ورته ویې ویل: پیسې چې کله شکمنې او حرامې شي؛ نو د نفس غوښتنې زیاتې شي او خلک بیا دې خواهشاتو او د نفس غوښتنو ته د عبادت کمیس ورواغوندې! خو الله تعالی ژمنه کړې ده چې هغه یواځې د متقیانو عملونه قبلوي. احیاء علوم الدین للامام الغزالي: 351/352/3، د تاریخ دعوت وعزیمت په حواله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک