No-IMG

حکمتيار: روان له گواښونو ډك وضعيت لپاره افغانان په گډه نوى او رغنده تصميم ونيسي

متن خطبه مشر معزز (جمعه 9 ثور 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَى عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ 137  الأعراف: 137 صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

او د هغي زمكي ختيځي او لوېديځي برخي چي بركتونه مو په كي اېښي وو هغه قوم ته په ميراث وركړې چي په استضعاف كي ساتل كېدل؛ ستا د رب غوره وينا د بني اسرائيلو په اړه په دې سبب بشپړه شوه چي صبر ئې وكړ او هغه څه مو ويجاړ كړل چي فرعون او قوم ئې جوړول او لوړول.

په دې مبارك آيت كي څو مهمي لارښووني زموږ په وړاندي ځلېږي:

1. د مظلومو بني اسرائيلو په لاس د هغه فرعون واكمني نسكوره شوې چي دوى ئې په غلامۍ او اسارت كي ساتلي وو؛ د دوى زامن ئې د دې لپاره وژل چي شمېر ئې زيات نشي او د فرعون واكمني ونه گواښي. همدا د الله تعالى ثابت او دائمي سنت دئ؛ له هر ظالم سره همغه څه كوي چي له فرعون سره وشول؛ او هر مظلوم همغسي د ظالم له سلطې ژغوري چي بني اسرائيل ئې وژغورل.

2. د ظالمانو خلاف پاڅېدلي مظلومانو ته به همغسي د ظالمانو هر څه په ميراث وركوي لكه چي بني اسرائيلو ته ئې د فرعون هر څه وركړل

3. دا بريا او پر دښمن برلاسي د هغو په برخه كېږي چي صابر وي او د مبارزې او د آزادۍ د جنگ كړاوونه په سړه سينه وگالي.

4. دا آيت ښيي چي بني اسرائيلو په لومړي سر كي د موسىٰ عليه السلام صادقانه ملگرتيا كړې، د الله په لار كي ئې ستونزي گاللې او صبر ئې كړى او د دغه اخلاص او صبر په وجه؛ الله تعالىٰ خپل تأييد او نصرت د دوى په حال شامل كړى.

5. دا آيت موږ او د الله د لاري هر مجاهد ته لارښوونه كوي چي خپل جهاد په نيمايي كي پرېنږدي؛ د آزموينو او كړاوونو په وړاندي خپل ثبات او استقامت له لاسه ور نه‌كړي او هيڅ‌كله ناهيلى نشي

وروڼو خوېندو!

د افغانستان په فضاء كي ډرون جهازونه گرځي؛ له هر افغان سره دا پوښتنه او اندېښنه ده چي دا د كوم هېواد دي؟ له كومي اډې راالوځي؟ د كوم هېواد له فضاء تېرېږي او د افغانستان فضاء ته راننوځي؟ د دې څرگند تېري په وړاندي د حكومت دريځ څه دئ؟ هغه افغانان بايد څه وكړي چي د خپل هېواد د آزادۍ لپاره ئې قرباني وركړې؟

موږ دا تېرى نه يوازي په كلكه غندو بلكي دا د افغانستان پر استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت وحشيانه تېرى گڼو.

له ډېرو نښو او اظهاراتو معلومېږي چي دا د  امريكايانو كار دئ!!

يعني چي امريكايي ځواكونه له شل كلن جنگ، راكټونو او بمونو ورولو او د لكونو افغانانو له وژلو وروسته؛ په ظاهر كي له افغانستان ووتل؛ خو په دې هېواد كي ئې خپل جنگ نه دئ ختم كړى؛ لا په كمين كي ده؛ او په بلي بڼي كي جنگ ته دوام وركوي.

د امريكا د مخكني جمهور رئيس ټرامپ او د ځينو كانگريس مينانو له اظهاراتو په څرگنده توگه همدا معلومېږي؛ يو ئې وايي: موږ بايد بېرته افغانستان ته ستانه شو او هغه امريكايي وسلې راغونډي كړو چي په افغانستان كي مو تر شا پرېښي!!

بل وايي: د بگرام پر هوائي ميدان مو ملياردونه ډالر ولگول؛ په دې موخه چي له دې ځاى به چين او اتمي فعاليتونه ئې څارو؛ خو نن همغه ميدان د چينايانو په واك كي دئ!!

دا څه عادي خبري نه دي چي له څنگ ئې آرام او ساكت تېر شو؛ نه څه ووايو او نه كوم غبرگون وښيو!! يعني چي موږ له يوه اعلان شوي او پيل شوي بل جنگ سره عملاً مخامخ يو.

ناټو او ملگرو ئې لس جنگي جبهې جوړي او اعلان كړې؛ له هغو اجيرو جنگياليو چي په تېرو شلو كلونو كي ئې د افغانانو په خلاف جنگولي. د دې ټولو جنگي جبهاتو څرگند مركزونه او دفترونه په بهرنيو هېوادونو كي دي؛ هغو هېوادونو كي چي اجير جنگيالي تنظيموي او هره ورځ ئې د عملياتو راپورونه خپروي؛ او د دې معنىٰ فقط دا ده چي دا هېوادونه عملاً د افغانانو او افغانستان په خلاف په جنگ كي ښكېل شوي.

پوښتنه دا ده چي دې لوري ته د مؤمنو افغانانو موقف او دريځ څه دئ؟ متأسفانه موږ په داسي حالت كي يو لكه چي هيڅ څه نه وي شوي؛ بشپړ سكوت او خاموشي؛ هيڅ‌څوك نه پوهېږي چي هېواد كوم لوري ته روان دئ!!

وروڼو خوېندو!

د هوائي ميدانونو د تخنيكي او اداري چارو د تنظيم په اړه له تركيې او قطر سره بحثونه روان دي؛ لا وروستى تصميم نه دئ نيول شوى؛ داسي معلومېږي چي قطر سخت شرائط وضع كړي؛ او په غالب گمان يو شرط ئې دا دئ چي د ميدانونو امنيتي چاري به هم د دوى په واك كي وركول كېږي!! او دا يقيناً داسي خطرناكه غوښتنه ده چي هيڅ افغان ئې بايد ونه مني؛ دا هيڅ توجيه نه لري چي د هوائي ميدانونو امنيتي چاري پردي هېواد ته وسپارل شي او پردي امنيتي پرسونل په كي مستقر شي!! په قطر كي د امريكا تر ټولو ستره اډه ده؛ او امريكا همدا اوس او له شلو كلونو جنگ وروسته د افغانستان ناامنولو چارو كي عملاً ښكېل ده؛ جنگي ډلي تنظيموي او پالي.

د دې پايله به يقيناً له دې پرته بل څه نه وي چي يو سباوون به؛ كله چي افغانان له خوبه راپاڅي؛ نو گوري به چي په ټولو دغو هوائي ميدانونو كي امريكايي سرتېري كوز شوي او زموږ هېواد يو ځل بيا په ډېري آسانۍ سره او له كوم مقاومت پرته اشغال شوى!!

همدا راز افغانان بايد په دې پوه شي چي دا ډرون جهازونه د كوم هېواد له فضاء افغانستان ته راننوځي؟ چا امريكا ته په خپل هېواد كي اډې وركړې؟

روسيه د تاجكستان په اړه وايي چي له امريكا سره ئې د نظامي اډې وركولو په اړه خبري كړې؛ او ويل كېږي چي د دواړو تر منځ موافقه هم شوې او د فرخار اير بيس په نامه يوه مخكينۍ هوائي اډه ئې امريكايانو ته سپارلې؛ دا اډه له آمو سيند شاوخوا درې كيلومتره فاصله لري. دا هم ويل كېږي چي دلته ئې د كولاب مقاومتياتو ته د روزني يو مركز هم پرانيستى!!

وروڼو خوېندو!

په داسي حال كي چي نن موږ له هيڅ بهرني هېواد سره جنگ نه لرو؛ افغانان نه اروپا ته د جنگ لپاره تللي او نه امريكا ته؛ ناټو او په سر كي ئې امريكا له خپل ټول زور ځواك سره بې موجبه او په ظالمانه توگه پر افغانستان بريد وكړ؛ د لكونو افغانانو له وژلو وروسته د يوې معاهدې له مخي ووتل؛ خپلي وسلې ئې د همدغي معاهدې له مخي په افغانستان كي پرېښودې؛ خو دا دئ بيا هم بدمعاشي كوي او غواړي يو ځل بيا پر افغانستان بريد وكړي؛ دا دئ گورو چي بل جنگ ئې عملاً پيل كړى

وروڼو خوېندو!

د اسلامي نړۍ د ټولو جنگونو تر شا د امريكا لاس دئ؛ هر هوښيار انسان پوهېږي چي د مظلومو فلسطينانو قاتلان څوك دي؛ دا تر نيمي پېړۍ اوږد جنگ چا پر مظلوم فلسطين تپلي؛ دا په مليونونو مظلوم فلسطينيان چا له خپل هېواد او كلي كور ايستلي؟ چا صهيونستان هڅولي چي د فلسطيانو زمكي اشغال كړي؛ په اشغالي سيمو كي د يهودانو لپاره ښار گوټي جوړ كړي؟ د ښارگوټو جوړولو مصارف څوك وركوي؟ چا اشغال شوي يورشيليم ته خپل سفارت انتقال كړ او په دې توگه ئې د تل ابيب واكمني د فلسطين پر اشغال شوي پلازمېني تأييد كړ؟

پر عراق چا مسلسل بريدونه وكړل؛ په لكونو ټونه باروت ئې د دې هېواد پر تاريخي ښارونه وغورځول او ټول ئې په ورانو كنډوالو بدل كړل؛ په سوريې، ليبيا، سودان، او يمن كي چا د جنگونو اورونه بل كړل؟

امريكا كه همت او غيرت لري او پر خپل زور ځواك مغرور دئ نو نن دې له روسيې سره وآزمويي؛ او له خپل حليف او ملگري اوكراين دي دفاع وكړي!! دلته خو ئې ملا ماته ده؛ حتى خپلي وسلې هم نشي ورلېږلى؛ عملي دفاع خو لري پرېږدئ؛ غواړي زړې روسي وسلې ورولېږي او په دې سره ځان ته د وړو پزه جوړه كړې!!

امريكا خپل زور مظلومو افغانانو، فلسطينيانو او نورو مسلمانانو ته ښيي؛ دا ځكه چي مسلمان امت يتيم دئ؛ مشران ئې جبون او د پرديو غلامان دي؛ د پرديو په زور پرې تحميل شوي؛ د اشغال د دور پاته شوني دي.

هر څوك پوهېږي چي د اسرائيل لپاره مستقل هېواد او هغه هم د فلسطينيانو په وطن كي چا رامنځته كړى؛ چا صهيونستان د اسلامي امت په زړه كي لكه يو تېره او زهرجن خنجر ننويستى؟

چا د ميانمار په لكونو مظلوم مسلمانان ووژل او په لكونو ئې له خپل هېواد هجرت ته مجبور كړل؟!! غربي مطبوعاتو د هغي آنگ‌سان سوچي لپاره پراخ تبليغات كول او هغه ئې د غربي ديموكراسۍ د اتلي په نامه يادوله؛ همغه چي د ميانمار پر مظلومو مسلمانانو د دې په واكمنۍ كه دا ټول ظلمونه شوي؛ همدې ته ئې د نوبل جائزه وركړه!! همغسي لكه چي دوى په افغانستان كي جعلي او كاغذي اتلان جوړ كړل؛ نن همدغه اتله د خپلو ملگرو جنرالانو له لوري د مالي فساد په تور په پنځلس كلونو بند محكومه شوې. همغسي لكه چي د دوى پروني جعلي افغان اتلان؛ رټل شوي او خپل پروني بادران ورته ويزه  هم نه وركوي!!

وروڼو خوېندو!

نن موږ د ناټو د ټولو پرونيو پټو او ښكاره ملگرو له لوري گواښل كېږو؛ له گاونډيو سره هم په لانجو كي ښكېل شوي يو؛ په شرق كي له پاكستان سره؛ په غرب كي له ايران سره؛ او په شمال كي له اوزبكستان او تاجكستان سره؛ باور لرو چي د دې لانجو په راولاړولو كي د هغو لاس دئ چي خپلي ناولې گټي ئې د افغانستان له جنگ او بې ثباته كولو سره غوټه كړې؛ له جنگ فارغ، آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان نه خوښوي او د خپلو ستراتيژيكو سياستونو خلاف ئې گڼي.

وروڼو خوېندو!

روان حساس او له گواښونو ډك وضعيت ايجابوي چي افغانان په گډه نوى او رغنده تصميم ونيسي؛ د شورىٰ او تصميم مقتدره او د ټول ملت ممثله مرجع جوړه كړي؛ شورىٰ او مشوره د اسلامي نظام بنيادي اصل او د دين مهمه تقاضىٰ ده؛ قرآن مؤمنان داسي معرفي كوي:

... وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ) الشورى 38

... او هغه چي د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، لمونځ ئې قائم كړى او كار ئې په خپلو كي مشوره وي او له هغه څه انفاق كوي چي موږ ورروزي كړي.

لكه چي گورئ دلته د مؤمنانو د صفتونو په ترڅ كي له لمانځه وروسته او تر انفاق وړاندي د مشورې يادونه شوې او ويل شوي چي د دوى كارونه په مشوره وي، دا ښيي چي په الٰهي دين كي د شورىٰ اهميت څومره دئ، همدا راز دلته تر لمانځه او شورىٰ وړاندي د دوى دا صفت راغلى: د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، دا ښيي چي شورىٰ په هغو امورو كي ده چي پرېكړه ئې مؤمنانو ته پرېښودل شوې او په اړه ئې كوم صريح الهي حكم نه وي.

دې ته مو بايد پام وي چي تر دې آيت وړاندي له ظالمانو غچ اخيستل؛ د مؤمنانو يوه ځانگړتيا ښودل شوې او له بلي خوا د صبر، زغم، عفو او مصالحې ستاينه شوې؛ دا ځكه چي په ځينو حالاتو كي غچ اخيستل ضروري وي او په ځينو كي صبر، عفو او مصالحه گټوره، كه پر مسلمان د يوه مغرور ظالم له لوري تېرى وشي نو بايد د هغه سوك په سوك ځواب شي او څپېړه په څپېړي، د هغه غرور بايد مات شي، له مؤمن سره دا ښايي چي د دوى د ظلم په وړاندي د صبر او زغم پر ځاى د انتقام لار غوره كړي، دوى بايد د كبرجنو په وړاندي سر ټيټ نه كړي، خو كه د خپل مسلمان ورور له لوري كوم تېرى پرې وشي؛ د جهل له كبله يا د غرض او مرض له كبله؛ او احساس كړي چي ده ته عفو كول غوره دي، گټه ئې اسلام او مسلمانانو ته رسېږي او په دې عفوى الله تعالىٰ راضي كېږي نو همدا كار ورته غوره دئ، خو كه سره له دې هغه خپل غچ واخيست د الله تعالىٰ په وړاندي دى ملامت نه دئ؛ ملامت هغه دئ چي پر ده ئې تېرى كړى.

ځيني داسي انگېري چي امير او مشر نه په خپلي ډلي كي پر مشورې مكلف دئ او نه له ملت سره پر مشوره!! كه مشوره هم كوي نو د وروستۍ پرېكړي واك او اختيار د ده دئ!! دې غلطي رأيي ته مذهبي رنگ هم وركوي؛ په داسي حال كي چي دا هم د قرآن خلاف رأى ده، هم د سنت؛ هم د صحابه وو د منهج او هم د فقهاءو او ائمه وو د رأى خلاف عمل دئ.

قرآن پيغمبر عليه السلام له صحابه وو سره په مشوره مكلف كړى؛ او امر ورته شوى:  (... وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ) آل عمران 159

او په كارونو كي مشوره ورسره كوه، او چي عزم دي وكړ بيا خو پر الله توكل كوه، يقيناً چي الله توكل كوونكي خوښوي.

دلته تر عزم او تصميم وړاندي د شوریٰ يادونه شوې او دا ښيي چي تصميم به د شورىٰ له منځه راوځي او كه دا تصميم د پيغمبر عليه السلام د رأى خلاف هم وي نو پر الله تعالىٰ به توكل كوي او همدا پرېكړه به عملي كوي.

رسول الله صلى الله عليه و سلم د همدې لارښووني له مخي د اُحُد او خندق په جنگونو كي له خپلي رأى تېر شو او د صحابه وو رأى ئې ومنله.

د بدر جنگ په ارتباط ئې تر هغه تصميم ونه نيولو چي ټولو صحابه وو په بشپړه توگه توافق نه وو كړى؛

فقهاء هغه امير واجب العزل گڼي چي له مسلمانانو سره مشوره نه كوي او كارونه ئې په خپل سر وي.

قرآن هغه شورىٰ معتبره گڼي چي د لوريو له توافق او رضايت سره توأم وي؛ لكه چي فرمايي:

(...فَإِنْ أَرَادَا فِصَالا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ...) البقرة 233

او كه دواړو (خاوند او مېرمني) په خپله خوښه او رضايت او په خپلو كي په مشوره له تي (د ماشوم) بېلول وغوښتل نو څه گناه پرې نشته...

يعني د تي وركولو پوره موده دوه كاله ده؛ خو كه مور پلار وغواړي چي د كوم ضرورت يا مصلحت له مخي دا موده رالڼده كړي؛ نو په دوه شرطه دا كار كولى شي: دواړه به په دې كار راضي وي او په خپلو كي به ئې مشوره كړې وي. مشوره او د دواړو رضايت او موافقه ئې شرط كړى.

گورئ چي اسلام په كورني ژوند كي مېړه او مېرمن په دې مكلف كړي چي كار به ئې په مشوره او د طرفينو په رضايت وي. له دې آيت د اسلام له نظره د مشورې حقيقت څرگنديږي؛ له مشورې به هغه پرېكړه راوځي چي دواړه خواوي پرې راضي او متفق وي؛ مشوره دا نه ده چي يو طرف به له بل فقط نظر او رأيه غواړي او وروستۍ پرېكړه به دى په خپله كوي؛

د (امرهم شورىٰ بينهم)؛ معنىٰ دا ده چي ټول مسلمانان به يا مستقيماً يا وكالتاً په ټولو مهمو قضاياوو كي په مشوره كي شامل وي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د بدر جنگ پرېكړه د ټولو صحابه وو له توافق وروسته وكړه او بيا د اُحُد جنگ او خندق جنگ په ارتباط له خپلي رأى تېر شو او اكثريت رأى ئې ومنله.

د هېواد داخلي او خارجي سياست بايد د ولس په مشوره غوره شي؛ كورنى او بهرنى دوست او دښمن بايد د ملت په مشوره او د ارزښتونو او اصولو له مخي وټاكل شي؛ نه دا چي د واكمنو د شخصي سليقې او خوښي له مخي كله د يوه خلاف او كله د بل خلاف د جنگ اعلانونه او گواښونه وشي؛ همغسي لكه چي كمونستانو او سيكولرانو د واكمنۍ په دوران كي وكړل؛ يوه ټول هېواد او ولس په شوروي اتحاد وپلورلو او بل په امريكا.

اما زموږ پيغمبر عليه السلام؛ هغه چي د الله تعالىٰ له لوري ورته وحي كېده؛ د بدر جنگ په اړه ئې تر هغه فيصله ونه كړه چي اجماع رامنځ ته شوه، منتظر وو چي انصار خپله رأى څرگنده كړي؛ كله چي د انصارو يوه مشر وويل: يا رسول الله! آيا مراد دي موږ يو؟ پر الله تعالىٰ قسم چي كه امر وكړې نو سمندر ته به هم ودانگو؛

وروڼو خوېندو!

د هېواد لپاره ژر تر ژره د يوه داسي اساسي قانون تصويب هم ضروري دئ چي د اسلامي نظام ټول اساسي قضايا احتوىٰ كړي؛ ټول ملت پرې توافق وكړي او د داسي شورىٰ له لوري تسويد او تصويب شي چي د افغان ولس واقعي او حقيقي استازي ئې غړي وي؛ باور لرو چي كه همداسي شورىٰ رامنځته شي او د هېواد لپاره همداسي اساسي قانون تسويد او تصويب كړي؛ نه يوازي نظام به په داخل او خارج كي له پراخ مشروعيت او اعتبار برخمن شي؛ بلكي ډېري توطئې به شنډي شي.

برادران و خواهران عزيز!

يك روز قبل هفت ثور را داشتيم؛ كه مصادف بود با دومين كودتاى كمونست ها در هفت ثور 1357؛ نخستين كودتاى شان در 26 سرطان 1352 به رهبرى سردار داؤد بود؛ اما داؤد در كودتاى دوم به دست رفقاى كمونست خود؛ در ارگ و يكجا با تمامى اعضاء خانواده اش كشته شد؛ سنت ترور رهبر به دست پيروان و همكارانش به دست كمونست هاى مزدور شوروى گذاشته شد؛  سومين كودتاى كمونست ها در هفت ثور 1371 به راه افتاد؛ رهبرى اش به دست ‌جنرال‌های كمونست چون نبي عظيمى و دوستم بود؛ به دليل حساسيت مردم در برابر نام هفت ثور؛ ناچار نام هشت ثور را بر آن گذاشتند؛ اين كودتا به اشاره كى جى بى و حمايت سى آى اى؛ و اشتراک فعال حزب پرچم و برخى مجاهد نماى وابسته به بيگانه صورت گرفت؛ همان هايى که کشور را هم به شوروى فروختند و هم به ناتو و در رأسش امريکا؛ در نتيجه اين كودتاى سياه؛ اقتدار در پايتخت به گونه كامل مثل سابق در اختيار جنرال‌هاى كمونست ماند؛ دوستم در ارگ مستقر شد؛ نبى عظيمي چون قومندان گارنيزيون كابل به كارش ادامه داد؛ وزارت دفاع و رياست امنيت ملى چون سابق تحت مديريت كامل كمونست ها ماند؛ كسانى كه با عنوان مجاهد در كنار كمونست ها قرار گرفتند؛ چون پوششى در جنگ عليه مجاهدين حقيقى مورد استفاده قرار گرفتند؛ هدف اصلى اين كودتا؛ در واقع ادامه جنگ ناتمام اتحاد شوروى، جنگ هاى داخلى، بدنام كردن مجاهدين، و جلوگيرى از تأسيس حكومت اسلامي به دست مجاهدين بود.

كارى را كه ياران ديروزى كمونست ها در آن زمان كردند؛ امروز به نام مقاومت انجام مى دهند. ديروز هم آله دست اجنبى بودند و امروز نيز.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟