No-IMG

حکومت د امريکانو د احتمالي خطراتو پر وړاندي تیار واوسي

دا چي امریکا څومره هیوادونه په ميزائلونو ویشتلي؛ عراق، افغانستان او پاکستان ئې وروستي مثالونه دي؛ دوی چي چیري خپل عسکر نه لېږي؛ هلته یوازي لري واټن ویشتونکي میزائلونه، ډرون بریدونه او بي-۵۲ طیارې کاروي؛ دا حملې له یوې خوا دوی له مرگ ژوبلي ساتي او بلخوا اهداف ډېـر په دقت سره په نښه کولی سي؛ د دوی د دغو نویو میزائلونو او طیارو ضد سلاوي په سیمه کي نسته؛ کولی سي ډېر آسانه اهداف په نښه کړي؛ له تیري څه مودې راهیسي چي دوی په افغانستان کي د پاته سویو امریکایي نظامي مهماتو بار بار یادونه کوي؛ همدا ئې ناولي عزائم په ډاگه کوي؛ دلته خو دوی کوردیناتو ته هم اړتیا نه لري؛ شل کاله ئې همدلته تېر کړل؛ هره لوړه ژوره ډېره ښه ورته معلومه ده؛ امریکایان خاموش نه پاته کیږي؛ دوی د ظالمانه انتقام تور تاریخ لري؛ چي کله له یوې سیمي ووزي هلته ډېري ورانۍ تر شا پرېږدي؛ دا چي له افغانستان نه سالم ووتل او د هوایي میدانونو او رادارونو د خرابولو پرته ئې نور ښکاره ستر جرائم نه دي ترسره کړي او جنگي جرائم د دوی فطرت دئ؛ نو باید له احتیاط څخه کار واخیستل سي؛ سلاوي پر یو ځای ونه ساتل سي؛ د اوس لپاره له ملته سلاح ټوله نسي؛ هر هغه تدبیر په پام کي ونیول سي چي په دفاعي حالت کي مهم دئ... د صدام حسین له وروستي اقدامه باید درس واخیستل سي؛ هغه طیارې په ریگونو کي پټي کړې خو امریکایانو بیرته تر لاسه کړي؛ صدام که چیري ملت مسلح کړی وای د امریکایانو انجام به تر دې ډېر بدتر وای!!!

امریکا په سیمه بلکي په نړئواله کچه خپل وقار او حیثیت له لاسه ورکړی؛ د خپل زبرځواک حیثیت د ساتلو لپاره باید کمزوری ښکار په لاس ورسي او په دومره شدت سره ئې وځپي چي نورو ته درس پرې ورکړي؛ که ستر قوتونه نه وي نو حداقل د درېیمي درجې هیوادونه یو ځل بیا له خپل قوت نه متأثر کړي... هوښیاران باید حالات درک کړي؛ د احتمالي خطراتو پر وړاندي تیار واوسي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟