No-IMG

ويډيو: خطبه نماز جمعه محترم حکمتیار 1401/2/9

د افغانستان په فضاء كي ډرون جهازونه گرځي؛ له هر افغان سره دا پوښتنه او اندېښنه ده چي دا د كوم هېواد دي؟ له كومي اډې راالوځي؟ د كوم هېواد له فضاء تېرېږي او د افغانستان فضاء ته راننوځي؟ د دې څرگند تېري په وړاندي د حكومت دريځ څه دئ؟ هغه افغانان بايد څه وكړي چي د خپل هېواد د آزادۍ لپاره ئې قرباني وركړې؟

موږ دا تېرى نه يوازي په كلكه غندو بلكي دا د افغانستان پر استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت وحشيانه تېرى گڼو.

له ډېرو نښو او اظهاراتو معلومېږي چي دا د  امريكايانو كار دئ!!

يعني چي امريكايي ځواكونه له شل كلن جنگ، راكټونو او بمونو ورولو او د لكونو افغانانو له وژلو وروسته؛ په ظاهر كي له افغانستان ووتل؛ خو په دې هېواد كي ئې خپل جنگ نه دئ ختم كړى؛ لا په كمين كي ده؛ او په بلي بڼي كي جنگ ته دوام وركوي.

د امريكا د مخكني جمهور رئيس ټرامپ او د ځينو كانگريس مينانو له اظهاراتو په څرگنده توگه همدا معلومېږي؛ يو ئې وايي: موږ بايد بېرته افغانستان ته ستانه شو او هغه امريكايي وسلې راغونډي كړو چي په افغانستان كي مو تر شا پرېښي!!

بل وايي: د بگرام پر هوائي ميدان مو ملياردونه ډالر ولگول؛ په دې موخه چي له دې ځاى به چين او اتمي فعاليتونه ئې څارو؛ خو نن همغه ميدان د چينايانو په واك كي دئ!!

دا څه عادي خبري نه دي چي له څنگ ئې آرام او ساكت تېر شو؛ نه څه ووايو او نه كوم غبرگون وښيو!! يعني چي موږ له يوه اعلان شوي او پيل شوي بل جنگ سره عملاً مخامخ يو.

ناټو او ملگرو ئې لس جنگي جبهې جوړي او اعلان كړې؛ له هغو اجيرو جنگياليو چي په تېرو شلو كلونو كي ئې د افغانانو په خلاف جنگولي. د دې ټولو جنگي جبهاتو څرگند مركزونه او دفترونه په بهرنيو هېوادونو كي دي؛ هغو هېوادونو كي چي اجير جنگيالي تنظيموي او هره ورځ ئې د عملياتو راپورونه خپروي؛ او د دې معنىٰ فقط دا ده چي دا هېوادونه عملاً د افغانانو او افغانستان په خلاف په جنگ كي ښكېل شوي.

پوښتنه دا ده چي دې لوري ته د مؤمنو افغانانو موقف او دريځ څه دئ؟ متأسفانه موږ په داسي حالت كي يو لكه چي هيڅ څه نه وي شوي؛ بشپړ سكوت او خاموشي؛ هيڅ‌څوك نه پوهېږي چي هېواد كوم لوري ته روان دئ!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک