No-IMG

حکمتيار: ټول اسلامي امت ته د كمكي اختر مباركي تر څنګ سرلوړی او عزتمن ژوند غواړم

د معزز مشر د كمكي اختر د خُطبې متن(یکشنبی 11 ثور 1401).

 

الله اكبر الله اكبر لا إله الاالله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد. الحمد لله و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلا رِجَالا نُوحِي إِلَيْهِمْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا أَفَلا تَعْقِلُونَ)  حَتَّىٰٓ إِذَا ٱسۡتَيۡ‍َٔسَ ٱلرُّسُلُ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُمۡ قَدۡ كُذِبُواْ جَآءَهُمۡ نَصۡرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَآءُۖ وَلَا يُرَدُّ بَأۡسُنَا عَنِ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ١١٠ يوسف: 109- 110  صدق الله العظيم

الله اكبر الله اكبر لا إله الاالله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد

وروڼو خوېندو! گرانو وطنوالو!

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن او مظلوم ولس او ټول اسلامي امت روژې، طاعات، عبادات او دعاءگاني قبولي او نېكي هيلي ترسره كړي، اسلامي امت هم او افغان ولس هم له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، زموږ مؤمن ملت ته واقعي او دائمي آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د واقعي اسلامي نظام په قائمولو او تلپاته كولو سره د افغان ولس د ټولو شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي آرمانونه محقق كړي. إن شاء الله افغانستان؛ دا د شهيدانو په وينو سور هېواد؛ او دا د إيمان او عزت كلك سنگر به زموږ مهربان رب د ټولو دښمنانو له شرارتونو ساتي؛ د هغو ناولي عزائم به شنډوي چي غواړي يو بل خونړى جنگ پر افغانانو تحميل كړي.

تاسو او ټول اسلامي امت ته د كمكي اختر مباركي تر څنګ سرلوړی او عزتمن  ژوند غواړم

وروڼو خويندو!

الله تعالى خپل پيغمبر او د هغه له لاري ټولو مؤمنانو ته فرمايي:

له تا مخكي مو چي له كليوالو څوك لېږلي او وحي مو ورته كړې له سړو پرته بل څوك نه ول؛ ستا په څېر انسانان ول؛ آيا د زمكي پر مخ نه دي گرځېدلي او نه ئې دي ليدلي چي تر دوى د مخكينيو پايله څنگه وه؟ او د استوگني اخروي ځاى خو د هغو لپاره ډېر غوره دئ چي تقوىٰ ئې كوله، آيا تعقل نه كوئ؟

تر هغه چي پيغمبران ناهيلي شوي او انگېرلې ئې ده چي درواغجن انتظار تېر ايستي دي، ناڅاپه زموږ نصرت او مرسته وررسېدلې او هغه څوك ژغورل شوى چي موږ غوښتل او زموږ عذاب له مجرمينو نه شي ايسارېدى.

يعني دا يوازي ته نه يې چي له ستونزو، كړاوونو او مخالفتونو سره مخامخ يې، په ډېرو پيغمبرانو داسي سخت او له زغملو اوچت كړاوونه راغلي او د مخالفينو له داسي شديد مخالفت سره مخامخ شوي چي د اولواالعزمه پيغمبرانو عليهم السلام د يأس او ناهيلۍ اسباب ئې برابر كړي، هغوي له داسي وضعي سره مخامخ شوي چي گمان ئې كړى د دعوت د بريا په اړه د دوى باور له گمان او غولوونكو هيلو پرته بل څه نه وو، ځان ئې په كلكي محاصرې كي موندلى، ټولي لاري ئې پر خپلي مخي بندي ليدلې او د بري امكان او احتمال ورته په نشت برابر او محال معلوم شوى. په همدغسي يوې ستونزمني او له كړاوونو ډكي مرحلې كي الٰهي مرسته وررسېدلې، يأس او ناهيلي ئې ختمه شوې او مخكنۍ هيلي ئې رښتينې ختلې، د نجات بېړۍ ئې له طوفانونو تېره شوې او د نجات او بريا ساحل ته رسېدلې او په همدغي مرحلې كي د دوى پر دښمنانو او مخالفينو باندي الٰهي عذاب نازل شوى او په كلكه مؤاخذه شوي. تر هغه چي پيغمبران نه دي مأيوس شوي، د دعوت كار ئې پر مخ بوولى؛ او د خپل قوم له هدايت ئې طمع نه ده شلېدلې، الله تعالى د دوى پر مخالفينو د عذاب لېږل ځنډولی، خو كله چي قوم دوى ته د رد ځواب وركړى، دوى ئې رټلي، شړلي او د دوى په خلاف ئې د جنگ جبهه پرانيستې، الهي عذاب پرې نازل شوى، مهلت ئې پاى ته رسېدلى او ټغر ئې ټول شوى.

وروڼو خويندو!

گرانو هېوادوالو!

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

هېواد مو له ډېر حساس پړاو تېرېږي؛ له يوې خوا هغه بهرني ځواكونه چي اوږده خونړۍ جگړه ئې پر افغانانو وتپله؛ تقریباً څلورنیمي لسیزي کیږي چي افغانستان کي جګړه روانه ده يو ځل بيا د يوې بلي جگړې د تپلو لپاره تيارى نيسي؛ هغوی لا خپله سلاح په زمکه نده ایښې؛ لا له سنګره او کمینه ندي پورته شوي؛ لګیا دي دیوې بلې جګړې لپاره تیاری نیسي؛ نوي جبهې ئې پرانیستي او د هرې یوې لپاره ئې په مختلفو هیوادونو کي مرکزونه؛ دفترونه او د روزنې مراکز جوړ کړي دي او ګواکې چې دوی خپل عملیات هم پیل کړي مستقلې رسنۍ یی هم ورته  استخدام کړي چي دادی ددوي عملیاتونه هم اعلانوي؛ همغه سپېرې كړۍ ئې د نوي جنگ لپاره استخدام كړي چي په تېرو څلوېښتو كلونو كي ئې د افغانانو خلاف وجنگولې؛ اجرتي قاتلان؛ اجیر او پلورل شوي جنګیالي؛ چی هم یې خپل دین اوهم یې خپل استقلال او خپلواکي پلورلې. نن چي څوك په جوماتونو، مدرسو، خانقاوو، بازارونو او غونډو كي چاودني او انفجارات كوي؛ د برق ستني ويجاړوي؛ مقناطيسي بمونه كاروي، ترورونه كوي، دا همغه خبيثان دي چي پرون ئې همدا كار كولو؛ پرون ئي په یونیفورم کي همدا کار کولو او نن ئي په پټه کوي پرون هم د برق ستنې همدوی الوزولې ددې لپاره چي وسلوال مخالفین بدنام کړي پرون چي چا د شیعه او سنیانو جوماتونو کي چاودنې کولې نن یې هم همغوی کوي اشتباه ونکړئ؛ دا دبل چا کار نده، فقط د همغو کار ده چي د ناټو لپاره ئي صفري او کومانډو قطعات جوړ کړي وو چي د شپې به یی د خلکو په کورونو چاپې وهلې ممکنه نده چی یو مذهبي ډله که هرڅومره هم له دینه بې خبره وي دا ډول جنایات ترسره کړي د چا په زړه کي چي یوه ذره ایمان هم وي او له اسلام سره ئی ژمنه او تعهد وي هیڅکله به هم دا ډول جنایات ونکړي دا هسې د دښمن تبلیغات دي چي د اصلي مجرمینو د پل ورکولو لپاره ددې او د هغې ادرس یادونه کوي زه خپل ملت ته هم وایم اشتباه ونکړئ ؛غلط نشئ دا همغه جانیان دي چي پرون ئي جنایتونه کول دا قطعاً د مذهبي ډلو کار نشي کیدی .

وروڼو خوېندو!

دا چاودني د كرايي جنگياليو كار دئ؛ هغه چي هيڅ دين او مذهب نه لري.

ممكنه نه ده چي كومه مذهبي ډله؛ كه هر څومره جاهله وي؛ داسي جنايات تر سره كړي.

رسول الله صلى الله عليه و سلم 13 كاله په مكه كي تېر كړل؛ مكه كي مشركو قريشو بتان لمانځل، كعبه له بتانو ډكه وه، ظلم، فساد، شرك انتهاء ته رسېدلى وو؛ د فساد څرگند او علني مراكز وو، پر بامونو ئې جنډې رپېدې؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم ياران ئې ځورول او وژل؛ خو نه پيغمبر عليه السلام او نه ئې يارانو؛ وسله كارولې.

په مدينه كي ئې لس كلونه تېر كړل؛ هلته هم مشركين ول او هم يهودان او د دوى خرافات او د شرك او فساد مركزونه؛ بيا هم مسلمانانو د دغو مركزونو په خلاف هيڅ اقدام نه دئ كړى.

دوى يوازي له هغو سره جنگېدل چي د دوى خلاف ئې خپلي توري له تېكو راايستلې وې او عملاً د دوى په خلاف جنگېدل.

وضعیت دا ايجابوي چی افغان ولس بايد يوه بل جهاد ته چمتو شي همغه چي د اسلام لپاره یی قرباني ورکړي؛ سنګرونه د دوی په وینو سره دي د هر اشغالګر مقابله یی کړیده ؛ له هغې ورځې ئي چي خدای ته سر ټیټ کړی فیصله ئي کړې چي هیچا ته به سر نه ټیټوي؛ هجرتونه یی کړي؛ زندانونه ئي تیر کړي او ترګونتانامو رسیدلي ؛ د شوروي خلاف وجنګیدل؛ د ناټو خلاف وجنګیدل دا خلک باید د یو بل جهاد لپاره ملا وتړي.

ټول اسلام ته ژمن مجاهدين بايد په گډه او بشپړ وحدت سره د شرارتونو په وړاندي ودرېږي.

كه دا كار وشي نو إن شاء الله د نړۍ هيڅ ځواک به ونه توانېږي خپل ناولي عزائم پلي كړي؛ د دوى ټول شرارتونه به  الله تعالى د مخكي په څېر شنډوي، چي متأسفانه د همدې مبارکې روژې مياشتي كي؛ د گڼ شمېر  خونړيو پېښو شاهد وو.

په ټول يقين سره ويلى شو چي د دې پېښو عاملين همغه كړۍ دي چي د رواني جگړي دوام غواړي؛ هغه چي زموږ هېواد ته له مسلمانو افغانانو او د دوى له ديني او ملي ارزښتونو سره د جنگ په موخه راغلي وو؛ هغه چي له افغانستان ئې د خپلو سياسي او اقتصادي رقابتونو ډگر جوړ كړى وو، دا جنگ ئې پيل كړى او پر دوام ئې پانگوني كولي، مظلوم افغانان د دغو ناولو رقابتونو قربانيان دي، هغه چي نه مستقل، خپلواك او سرلوړى افغانستان خوښوي، نه پر يوه ډاډمن محور د ټول ملت راغونډېدا؛ هم د سولي په وړاندي خنډ دي او هم د هر هغه سياسي او فكري خوځښت مخه نيسي چي هدف ئې خپلواك، متحد او ځواكمن افغانستان جوړول وي

وروڼو خوېندو!

موږ ټولو هغو افغانانو ته چي په هېواد كي ډاډمن او دائمي ثبات غواړي، د خپل مظلوم ملت په پرېشانه حالت ئې زړه سوزي، او په دې لار كي د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د اداء كولو كلك هوډ او همت لري؛ بلنه وركوو چي راشئ يوه بل ته د وروري لاس وركړو او په گډه د دښمنانو توطئې شنډي كړو؛

برادران و خواهران عزيز!

حزب اسلامي افغانستان همواره در كنار مردم خود بوده و در راه نجات كشور از جنگ و رسيدن به صلح از هيچ اقدام و قربانى دريغ نه ورزيده؛ دوستى اش براى خدا بوده و دشمنى اش براى خدا؛ در برابر هر اشغالگر محكم ايستاده و از استقلال و آزادى كشور و ارزش های دینی خود دفاع نموده؛ به هر گروه افغانى كه خواهان نجات كشور بوده بیدون هیچ طمع وبیدون قید و شرط دست برادرى و وحدت دراز كرده است و از هر که صدای اسلام را بلند کرده حمایت کرده ان شاالله به این سیاست خود دوام میدهیم؛ هدف ما تأسیس نظام اسلامی است؛ بخاطر اقتدار نه جنگیده ایم و بخاطر رسیدن به قدرت دست به سلاح نبرده ایم؛ اگر به دست هر کس نظام اسلامی تأسیس شود ما را از مدافعین سرسخت خود خواهد یافت.

به ملت خود اطمئنان مى دهيم كه به تلاشهاى خود در جهت رسيدن به صلح و امنیت پايدار و مطمئن ادامه خواهيم داد؛ إن شاء الله تمامی دسائس دشمنان اسلام خنثى خواهد شد و افغانستان آزاد، مستقل؛ فارغ از جنگ از تمامى شرارت هاى دښمنان حفظ خواهد شد. و ما ذلك على اللّٰه بعزيز

سبحانك اللهم وبحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك ونتوب الیک

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟