No-IMG

کومیډي دیموکراسي؛ او د لویو جرګو پرلپسې ډرامې!

ډاګټر نجیب د خپل واړه قلمرو په دننه کې د کرزي او د اشرف غني د لویو جرګو په پرتله نسبتا ښه لویه جرګه جوړه کړه چې که هغه پکې له تنګ کابل نه د وتو لار پیدا کړي خو د څو ورځو د جلسو پرته د لویې جرګې ګډونوال یې پخپلو خبرو شرمیدل.

د حامد کرزي په دوران کې هم بلا لویې جرګې جوړې شوې چې یوه یې په صحیح اړخ ونه لویده وروستۍ لویه جرګه چې د امنیتي تړون لویې او سرنوشت ټاکونکې قضیې په اړه جوړه شوې وه په هغه کې په یو ډالري ډیزاین کې علماء، پیران، د مافیا ځواکمن قومندانان، سیاستوال او بلا نورې څه ښې او څه بدې قوارې راټولې شوې وې هغوی د فکر او عمل هر څه د امریکا د ډالري ژرندې په حساب د امنیتي تړون په ګټه چې فکر یې کاوه چې پدې اړه به پخپلو خبرو او تنازل کرزی راضي او د هغه له ادارو به د خپلو کشرانو زامنو او وروستي زومانو لپاره یا بورسونه او یا وظایف واخلي.

ددغسې یو ټیټ مسیر په طی کولو دغې لویې جرګې چې شرم ده سړی ورته لویه جرګه ووایې هغې د امنیتي تړون په ګټه فیصله وکړه ولې حامد کرزی چې د امریکایي موج او موج پرسته افغانانو کردار ستړی کړی وه او ددغې ورځې لپاره یې لا پنځه کاله مخکې پوخ سوچ کړی وه هغه په یو کَټپیش د جرګې فیصلې ړنګې کړې او په کابل کې محاصره افغانانو ته یې د هغوی د لویو جرګو قیمت په ډاګه کړ.

مناسبه خو دا وه چې د حامد کرزي ددغې لویې جرګې وروسته بیا...او تر هغه وخته چې سوله نه یې راغلي او د ملت ممثل حکومت نه وي راغلی باید چې افغاني سیاستوالو نور د لویې جرګې نوم په خوله نه وو اخیستی.

څلور کاله وشول چې په کابل کې راګیر ډلې او حکومت په خپلو کې اخته دي خپله د یو د بل خبره نه اوري په دوی کې بیا یو راپورته شي چې زه د سولې لپاره او یا اوربند لپاره لویه جرګه راغواړم سبابه د یو جومات د جوړولو لپاره هم دوی لویه جرګه راغواړي.

نن چې افغاني مذاکراتو ته ورځې او ساعتونه پاتې دي ډاګټر اشرف غني پکې بیا د بلې لویې جرګې غږ پورته کړ په هغه تېره لویه جرګه کې ایله یو استاد سیاف پکې شرکت وکړ نور ټول مشران پکې بیرون وه.

نه پوهیږم چې استاد سیاف به یې له خپل مولا نه څو کرته بخښنه غوښتې وي چې په یوازې سر او د خپلو سیالانو پرته او بیا د طالبانو د لویې جغرافیې لرونکو له حضور پرته په لویه جرګه کې څنګه ورننوت چې ابدً لویه جرګه نه وه.

موږ د حامد کرزي د دوران د لویې جرګې په ورځو کې که رښتیا مې وپوښتې دده د لویې جرګې په پرتله پاکه او د ښو سټو لویه جرګه جوړه کړه هلته چې نږدې وه د هغه وخت د امنیتي شورا لاس را اوږد کړی وه.

موږ ډاګټر اشرف غني ته چې په قوم یو احمدزی او د جرګو د تهذیب لرونکي قوم سره اړیکه لري له هغه نه په درنښت غواړو چې د سولې په وړاندې که ارګ مانع نشي او یا له طالب نه ځینې بېځایه بیرېدونکي سیاستوال سوله او مذاکرات دغسې یوه دیني فریضه ده لکه مٌلا چې د ماسپښین مانځه لپاره اذان کوي او یا یې مقتدیان د ماسپښین په مانځه کې د مولانا شاته دریږي

زه فکر کوم د سولې په اړه لویې جرګې جوړول دغسې یو کار ده لکه څوک چې ووایې چې راځئ د ماسپښین د مانځه د اذان لپاره لویه جرګه جوړه کړو یا د لمانځه لپاره ،لمونځ او اذان لویو جرګو ته ضرورت نلري سوله خو یې ابدً نلري ځکه دا د پردي ملت سره جنګ ندی.

هیله ده چې د افغانستان د سیاست میدان کابل  کې نور د سیاسي عمل پر ځای د سیاسي ډرامو ټغر ټول شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟