No-IMG

حکمتيار: حضور نيروهاى خارجى در منطقه به زيان همه و عامل ناامنى و جنگ در منطقه است

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 16 ثور 1401(

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ) الممتحنة: 8   صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

له هغو چي له تاسو سره نه دي جنگېدلي او تاسو ئې له خپلو مېنو نه يئ ايستلي، الله تعالى له دې نه يئ منع كړي چي ښېگڼه ورسره وكړئ او عادلانه چلن ورسره وكړئ، يقيناً چي الله داسي مقسطين خوښوي.

د دې مبارك آيت لارښوونه دا ده چي له هغو سره به نه يوازي له جنگ ډډه كوو چي نه له مسلمانانو سره جنگېدلي او نه ئې دوى له خپل هېواد ايستلي؛ بلكي الله تعالى له دوى سره په عادلانه چلن او د قسط او انصاف په مراعات مكلف كړي يو؛ او راته وايي: الله تعالىٰ همداسي عادل او مقسط مؤمنان خوښوي. او دا يقيناً د تكفيري ډلو د هغي غلطي تگلاري د رد لپاره يو قاطع دليل دئ چي هر هغه څوك تكفيروي او واجب القتل او مباح الدم ئې گڼي چي د دوى له ډلي نه وي او په غير اسلامي ټولني كي اوسي؛ د همدې تكفيري باورونو له مخي حتىّٰ په جوماتونو كي چاودني هم نه يوازي جائز گڼي بلكي جنت ته ئې د مخامخ تلو وسيله بولي!! 

په ورپسې آيت كي الله تعالى موږ ته هغه خلك رامعرفي كړي چي له هغوى سره ئې له دوستي او موالات منع كړي يو؛ فرمايي

(إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ) الممتحنة: 9    

الله تعالىٰ فرمايي:

يقيناً چي الله يوازي له هغو سره له موالات منع كړي يئ چي د دين له كبله له تاسو سره جنگېدلي، تاسو ئې له خپل ټاټوبي ايستلي يئ او ستاسو په ايستلو كي ئې د (دښمن) ملتيا كړې؛ او څوك چي له هغوى سره ملگرتيا وكړي همدا دوى ظالمان دي.

په دې مبارك آيت كي مؤمنانو ته دا مهمه لارښوونه شوې چي: له مسلمانانو سره چي څوك جنگېدلي، مسلمانان ئې له خپلو هېواد او ټاټوبي ايستلي او له نورو سره ئې د مسلمانانو په ايستلو كي مرسته كړې؛ د دوى په اړه مؤمنانو ته لارښوونه شوې چي له دې محارب دښمن سره به له موالات ډډه كوئ. موالات هغي دوستۍ ته وايي چي په متقابلي دفاع ولاړه وي؛ داسي معاهده چي يو بل دافع ئې يو بند او غوښتنه وي؛ الله تعالىٰ له داسي دښمن سره له دا ډول معاهدې او دوستي منع كړي يو او راته ويل شوي چي داسي دوستي له محاربو دښمنانو او د دوى له ملاتړو سره ناروا ده.

وروڼو خوېندو!

الله تعالى د هغو په اړه هم موږ ته واضح لارښوونه كړې چي له مسلمانانو او د دوى له حكومت د مرستي او حمايت غوښتنه كوي؛ په خپل هېواد كي تر ظلم لاندي دي؛ ظالمان او كافران پرې مسلط شوي؛ د نجات لپاره مرستي ته اړ شوي؛ د دوى په اړه قرآن فرمايي:

(... وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ) الأنفال: 72

.... او كه د دين په اړه له تاسو مرسته وغواړي پر تاسو د دوى مرسته فرض ده، مگر د هغه قوم په ضد چي ستاسو او د دوى ترمنځ كوم تړون وي، او الله د هغه څه ښه ليدونكى دئ چي تاسو ئې كوئ.

يعني هغه چي ايمان ئې راوړى، خو د كافرانو تر سلطې لاندي اوسي او هجرت ئې نه دئ كړى، له دوى سره تر هغه پوري د مؤمنانو له لوري د موالات اړيكي نشته چي هجرت ونه كړي، خو كه د دين په اړه مرسته ترې وغواړي د دوى مرسته پرې فرض ده، مگر د هغه قوم په ضد چي د مسلمانانو او د دوى ترمنځ كوم تړون وي.

د دې معنىٰ دا ده چي اسلامي حكومت يوازي له هغو مؤمنانو په دفاع مكلف دئ چي د اسلامي حكومت تر سلطې لاندي هېواد كي ژوند كوي، خو هغه چي د كافرانو تر سلطې لاندي ژوند كوي، له دوى سره په دوه صورتونو كي مرسته لازمه ده: لومړى دا چي د دين په اړه مرستي ته اړ شوي وي، د دين په وجه تر ظلم او تېري لاندي وي او د اسلامي حكومت مرستي ته اړ وي او دوهم دا چي دا مرسته د هغه قوم او حكومت په ضد نه وي چي له اسلامي حكومت سره د عدم تعرض تړون لري. يعني اسلامي حكومت به له نورو هېوادونو سره خپل معاهدات په كلكه پالي او د هغه چا له مرستي او ملگرتيا به ډډه كوي چي دا مرسته د ژمنو او معاهداتو خلاف وي.

برادران و خواهران عزيز!

اجازه بدهيد امروز در رابطه به كشور هاى همسايه افغانستان مطالبى عرض كنم.

ما و مجموع منطقه؛ از مرحله خيلى حساس و سرنوشت ساز مى گذريم؛ از يك جنگ طولانى تا هنوز به خوبى و به گونه كامل فارغ نشده ايم كه دشمنان قسم خورده صلح و ثبات در منطقه؛ در پى تحميل جنگى ديگر اند و عملاً آن را آغاز كرده اند.

ما امروز با وضعيتي شبيه به وضعيت 2001 مواجه هستيم؛ با وضعيت زمان حمله امريكا بر افغانستان؛ البته با برخي از تفاوت ها؛ كه يكى از اين تفاوت ها؛ همراهى و همكارى اكثريت كشور ها؛ به شمول همسايه هاى ما و روسيه و بقيه رقباى امريكا؛ در اشغال افغانستان با اين كشور و عدم مخالفت با آن بود؛ اما امروز چنان نيست؛ امريكا نه روسيه را امروز در كنار خود دارد و نه برخى ديگر از كشور هاى منطقه را.

نيروهايى كه جنگ چهار دهه قبلى را بر افغانستان تحميل كردند؛ همين ها خواهان تحميل جنگ نيابتى ديگر اند. و همين ها جنگجويانى اجيرى را بارى ديگر و براى جنگ جديد استخدام و تنظيم كرده اند كه در چهار دهه قبلى؛ چون جنگجويان مزدور؛ براى منافع اجنبى و تحت قومنده آنان عليه ملت خود جنگيده اند.

همسايه هاى ما در گذشته نيز مواضع مثبت و منفى داشتند و امروز نيز مى توانند نقش سازنده و يا عكس آن نقش مخرب داشته باشند.

متأسفيم كه مى بينيم برخى همواره در خدمت هر اشغالگر بوده اند و منافع شان را در ادامه جنگ در افغانستان و منطقه جستجو كرده اند.

به تمامى همسايه هاى خود مى گوييم: خدا؛ پروردگار اين عالم؛ طبيعت منطقه ما را چنان ساخته كه در كنار همديگر باشيم؛ و ناگزيريم همديگر را تحمل كنيم و نبايد براى منافع بيگانه و اجنبى در مقابل همديگر قرار گيريم؛

به برادران تاجك در آن طرف او اين طرف مرز مى گوييم: تاجكستان در دوران تجاوز شوروى بر افغانستان؛ مستعمره اتحاد شوروى بود، هزاران سرباز تاجك در صفوف نيروهاى شوروى عليه افغان ها جنگيده اند؛ شكست شوروى و زوال آن باعث شد تاجكستان مجال رسيدن به آزادى نسبى را كسب كند؛ اما متأسفانه اين ملت مظلوم تحت سلطه خشن بقاياى كى جى بى محكوم و از آزادى واقعى محروم ماند؛ رژيم حاكم بر اين كشور به جاى دوستى با افغانستان؛ راه دشمنى را در پيش گرفت؛ نخست از كمونست ها و سپس از جبهه شمال به رهبرى كمونست ها حمايت نمود؛ زمانى كولاب را در اختيار اين جبهه گذاشت و امروز پايگاه هوائى فرخار را؛ ديروز به اشاره مسكو و امروز به اشاره واشنگتن!!

آيا مى دانيد معنىٰ پناه دادن به مخالفين مسلح كشور همسايه چيست؟ معنىٰ اش جز اعلان جنگ با همسايه؛ هيچ چيزى ديگر نيست و پيآمدش نيز جز اين نخواهد بود كه در برابر اين اقدام خصمانه؛ افغانستان نيز به مخالفين مسلح تاجكستان؛ اين كشور كوچك، ضعيف و شكننده پناه بدهد؛ آيا به اين توجه اى داشته ايد كه اگر مخالفين مسلح تاجكستان پناه گاه و پايگاهى در همسايه گى كشور خود بيابند؛ تاجكستان و رژيم حاكم بر آن با چه سرنوشتى مواجه خواهد شد؟!!

چرا براى ادامه اقتدار پوشالى تان مى خواهيد پاى تاجكستان را به جنگ با افغانستان بكشانيد؟! امريكا رفته است و بقاياى آثارش نيز پايان خواهد يافت؛ و شما هيچ سودى از همراهى با امريكا نخواهيد داشت.

اوزبكستان

به اوزبكستان نيز مشوره مى دهيم طياره هاى مربط افغانستان را برگردانيد و از سپردنش به امريكا خوددارى ورزيد و از اين موضوع قضيه موجب دشمنى و اختلاف نسازيد؛ و اگر احياناً خواهان بى طرفى در منازعه ميان كابل و واشنگتن هستيد؛ همه طياره ها را تا زمانى نزد خود نگهداريد كه منازعه پايان يابد و سپس آن را به حكومت كابل بسپاريد؛ براى سپردن آن به ايالات متحده امريكا؛ هيچ توجيه عقلانى وجود ندارد.   

اسلام آباد

افغان ها از اسلام آباد و كابل نيز اين انتظار را نداشتند و ندارند كه مناسبات شان تا اين پيمانه به تيره گى بكشد؛ مشوره ما به زمامداران پاكستان اين است كه سياست هاى ناكام و داراى عواقب بد و خونين پرويز مشرف؛ در رابطه به افغانستان؛ هيچگاهى در آينده اعمال نشود؛ اين سياست ها كه بر مبناء همراهى و همكارى با امريكا در اشغال افغانستان بناء شده بود و جنگ طولانى در افغانستان را باعث شد؛ نه تنها پيآمدهاى خونين براى افغان ها داشت؛ بلكه براى پاكستان نيز خونبار و ويرانگر بود؛ اين تجربه خونين نبايد بارى ديگر تكرار شود.

اگر امريكا بارى ديگر بر افغانستان مسلط شود؛ نتيجه اش دقيقاً همان خواهد بود كه در بيست سال گذشته بود؛ اقتدار باز هم در دست گروه هايى خواهد بود كه ادامه جنگ در افغانستان و منطقه و دشمنى با اسلام آباد مأموريت اصلى شان  است.

ايران

از مسئولين جمهورى اسلامى ايران مى شنويم كه در رابطه به كابل به جاى سياست تقابل و درگيرى؛ سياست تحمل و تعامل را در پيش گرفته اند؛ و حاضر نشده اند؛ مخالفين مسلح حكومت كابل؛ در ايران دفتر، پناهگاه و پايگاهى داشته باشند؛ ما اين سياست را به نفع دو كشور مى دانيم؛ مشوره افغان ها و انتظار شان از تهران اين است كه نگذارند سياست هاى رؤساء جمهور قبلى ايران؛ آقايان رفسنجانى و خاتمى؛ در رابطه به همراهى و همكارى با امريكا در اشغال افغانستان؛ هيچگاهى تكرار نشود؛ هر دو مى گفتند: اگر همكارى ايران نبود؛ امريكا نمى توانست به اين زودى و آسانى كابل را اشغال كند!! و حقيقت دردناك نيز همين بود؛ اما نه تنها باعث جنگ خونين و طولانى در افغانستان شد؛ بلكه به ايران نيز صدمه زد و دامنه اش به عراق، سوريه، ليبيا و يمن نيز كشانده شد.

تمامى افغان ها و همسايه هاى شان؛ بايد درك كرده باشند كه حضور نيروهاى خارجى در منطقه به زيان همه و عامل ناامنى و جنگ در منطقه است.

همه بايد بدانند كه افغان هاى مؤمن و سربلند نه مداخله اجانب را در امور داخلى كشور خود مى پذيرند و نه حضور نظامى شان را؛ گروه هايى كه در جريان چهار دهه قبلى؛ در خدمت اشغالگران بوده اند؛ هيچ چانسى براى عودت مجدد ندارند؛ فرد فرد ملت از آنان متنفر اند؛ در برابر عودت شان تا آخرين نفس و آخرين مرمى تفنگ شان خواهند ايستاد؛ هيچ نيروى خارجى توان تحميل مجدد آنان بر افغانستان را ندارد.

وروڼو خوېندو!

هغه هېوادونه چي د ټول شمول حكومت خبره كوي او د كابل حكومت رسمي پېژندا؛ د داسي حكومت له جوړېدا سره تړي؛ هدف ئې دا دئ چي د دوى لاسپوڅي په حكومت كي غوښينه برخه ترلاسه كړي؛ په بُن كي د جوړ شوي لاسپوڅي حكومت په څېر حكومت غواړي؛

هغوى  ته بايد وويل شي: داسي حكومت چي د بهرنيانو په خوښه جوړېږي؛ هيڅكله نه منو؛  د داسي حكومت جوړيدا ناولى آرمان به تاسو او ستاسو مزدوران گور ته يوسي؛ د راتلونكي حكومت په اړه به افغان ملت وروستى تصميم نيسي او دا تصميم به د پرديو له هر راز اغېز او فشار پرته او د ملت په رأيه نيول كېږي؛

دوى ته بايد ووايو: ولي د انتخاباتو غوښتنه نه كوئ؟ ولي نه وايئ: د انتخاباتو له لاري دي ملت شمول او د ولس له بشپړ حمايت برخمن حكومت جوړ شي؟!! ولي د انتخاباتو پر ځاى كله ائتلافي حكومت غواړئ او كله د لويي جرگې وړانديز كوئ؟ افغانان ستاسو له بدو عزائمو واقف دي؛ إن شاء الله دا ناولي عزائم به شنډېږي.

موږ ټول افغان ولس او ټولو پرگنو او قومونو: پښتنو، تاجكانو، اوزبكانو او هزاره وروڼو ته وايو: د هغو پرديپالو ډلو او ناولو څېرو له ملگرتيا او حمايت ډډه وكړئ چي تاسو ئې د پرديو د گټو او د هغوى په امر له نورو وروڼو قومونو سره جنگولي يئ؛ نن مو بيا جنگوي؛ تاسو او ستاسو ټول ديني او ملي ارزښتونه؛ آزادي، خپلواكي، عزت او تاريخ ئې وپلورو؛ نن بيا لگيا دي او غواړي د بل جنگ اور بل كړي؛ دا ستاسو اصلي پمن دښمنان دي. ټول افغان مؤمن ولس بايد د دوى په خلاف متحد شي او شرارتونه ئې شنډ كړي

راشئ داسي سرلوړى او له جنگ فارغ افغانستان جوړ كړو چي ټول افغانان تر يوه چت لاندي؛ د وروڼو په څېر ژوند وكړي، اسلام حاكم وي او د هر افغان سر، مال، عزت او ټول اسلامي او انساني حقوق خوندي وي. د داسي افغانستان د جوړېدو په هيله.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟