No-IMG

حکمتيار: امريکايان په بُن كي د جوړ شوي لاسپوڅي حكومت په څېر حكومت غواړي

هغه هېوادونه چي د ټول شمول حكومت خبره كوي او د كابل حكومت رسمي پېژندا؛ د داسي حكومت له جوړېدا سره تړي؛ هدف ئې دا دئ چي د دوى لاسپوڅي په حكومت كي غوښينه برخه ترلاسه كړي؛ په بُن كي د جوړ شوي لاسپوڅي حكومت په څېر حكومت غواړي؛

هغوى  ته بايد وويل شي: داسي حكومت چي د بهرنيانو په خوښه جوړېږي؛ هيڅكله نه منو؛  د داسي حكومت جوړيدا ناولى آرمان به تاسو او ستاسو مزدوران گور ته يوسي؛ د راتلونكي حكومت په اړه به افغان ملت وروستى تصميم نيسي او دا تصميم به د پرديو له هر راز اغېز او فشار پرته او د ملت په رأيه نيول كېږي؛

دوى ته بايد ووايو: ولي د انتخاباتو غوښتنه نه كوئ؟ ولي نه وايئ: د انتخاباتو له لاري دي ملت شمول او د ولس له بشپړ حمايت برخمن حكومت جوړ شي؟!! ولي د انتخاباتو پر ځاى كله ائتلافي حكومت غواړئ او كله د لويي جرگې وړانديز كوئ؟ افغانان ستاسو له بدو عزائمو واقف دي؛ إن شاء الله دا ناولي عزائم به شنډېږي.

موږ ټول افغان ولس او ټولو پرگنو او قومونو: پښتنو، تاجكانو، اوزبكانو او هزاره وروڼو ته وايو: د هغو پرديپالو ډلو او ناولو څېرو له ملگرتيا او حمايت ډډه وكړئ چي تاسو ئې د پرديو د گټو او د هغوى په امر له نورو وروڼو قومونو سره جنگولي يئ؛ نن مو بيا جنگوي؛ تاسو او ستاسو ټول ديني او ملي ارزښتونه؛ آزادي، خپلواكي، عزت او تاريخ ئې وپلورو؛ نن بيا لگيا دي او غواړي د بل جنگ اور بل كړي؛ دا ستاسو اصلي پمن دښمنان دي. ټول افغان مؤمن ولس بايد د دوى په خلاف متحد شي او شرارتونه ئې شنډ كړي

راشئ داسي سرلوړى او له جنگ فارغ افغانستان جوړ كړو چي ټول افغانان تر يوه چت لاندي؛ د وروڼو په څېر ژوند وكړي، اسلام حاكم وي او د هر افغان سر، مال، عزت او ټول اسلامي او انساني حقوق خوندي وي. د داسي افغانستان د جوړېدو په هيله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟