No-IMG

د حکمتيار صاحب يو څلويښتم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د ثور ۱۹مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د «سلفي شم که مذهبي پاته شم» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي د قدرمن أمير ښاغلي گلبدين حکمتيار ۴۱مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کي گډون کړی وو.

ننئ درسي حلقه يوې بلې إختلافي مسئلې ته چي(آيا

مرض له يوه بل ته سرايت كوي كه نه؟) ځانگړې شوې وه.

نوموړي وويل:

دا هم يوه بله لانجمنه اختلافي مسئله ده چي عامل ئې متعارض روايات دي؛ ځيني باور لري چي مرض له يوه بل ته سرايت نه كوي؛ په مقابل كي ئې ځيني نور په دې باور دي چي ساري امراض شته او ځان ترې ساتل واجب دي؛ دواړه لوري په ځانگړو رواياتو استناد كوي. راشئ وگورو چي د كومي ډلي رأى سمه او روايات ئې موثق او د اعتبار وړ دي

روايات دا دي:

(عن أَبي سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ عَدْوَى وَلاَ صَفَرَ وَلاَ هَامَةَ» فَقَالَ أَعْرَابِيٌّ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَمَا بَالُ إِبِلِي، تَكُونُ فِي الرَّمْلِ كَأَنَّهَا الظِّبَاءُ، فَيَأْتِي البَعِيرُ الأَجْرَبُ فَيَدْخُلُ بَيْنَهَا فَيُجْرِبُهَا؟ فَقَالَ: «فَمَنْ أَعْدَى الأَوَّلَ؟» رَوَاهُ الزُّهْرِيُّ صحيح البخاري)

له أبو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نه عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت) شته، نه هامة (د شپې مرغه يا كونگ سپېره گڼل) شته او نه صفر (د نس ناڅاپي درد سپېره او سبب ئې كوم وهمي چنجى يا مار گڼل) شته؛ يو صحرائي عرب پاڅېد او وئې ويل: يا رسول الله! نو زما د اوښانو ولي دا حال وي چي په شگلني صحراء كي به داسي ځغلي لكه غرڅه؛ خو ناڅاپي به اجرب (پمن) اوښ ورته راشي (اجرب د اوښانو په يو ډول بېمارۍ اخته)؛ او په دوى كي به داخل شي او ټول به بېمار كړي. رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نو دا لومړى چا بېمار كړ؟

 

همدا راز په بل روايت کي راځي:

(عن أبي هُرِيرَةَ قالَ: قالَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: "لاَ عَدْوَى، وَلاَ طِيَرَةَ، وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ، وَفِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ".) صحيح البخاري

(له أبو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نه عدوى شته، نه هامه او نه صفر؛ او له مجذوم داسي تښته لكه چي له زمري تښتې.)

 

او په بل روايت كي داسي راغلي:

(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لَا عَدْوَى، وَلَا هَامَةَ، وَلَا صَفَرَ، وَفِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ فِرَارَكَ مِنَ الْأَسَدِ "، أَوْ قَالَ: " مِنَ الْأُسُودِ ") أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ فِي الصَّحِيحِ  السنن الكبرى للبيهقي

(له مجذوم داسي تښته لكه له زمري ستا تېښته)

 

قدرمن مشر وويل:

دا روايت داسي دئ چي لومړۍ برخه ئې له وروستۍ برخي سره تناقض لري؛ لومړۍ ئې وايي: له يوه بل ته د مرضونو سرايت او انتقال نشته؛ اما وروستۍ برخه ئې وايي: له مجذوم (په جذام اخته بېمار) داسي تښته لكه چي له زمري تښتې. دا تېښته ښيي چي د مرضونو انتقال شته.  

د دې رواياتو په مقابل كي د بخاري لاندي دوه روايات چي له مخكينيو سره تعارض لري؛ تأكيد كوي چي په بيمارۍ اخته دي په روغو كي نه ننايستل كېږي.

لومړی روايت:

(وعَن أَبي سَلَمةَ سَمعَ أَبا هُرَيْرَةَ بَعْدُ يقُولُ: قالَ النبيُّ صلى الله عليه وسلم: "لا يُورِدَنَّ مُمْرِضٌ على مُصحٍّ". (وفي روايةٍ: "لا توردوا الممرضَ على المُصحِّ"). وَأَنْكَرَ أَبُو هُرَيْرَةَ حَدِيثَ الأَوَّلِ، قُلْنَا: أَلَمْ تُحَدِّثْ أَنَّهُ لَا عَدْوَى؟ فَرَطَنَ بِالْحَبَشِيَّةِ. قَالَ أَبُو سَلَمَةَ: فَمَا رَأَيْتُهُ نَسِىَ حَدِيثًا غَيْرَهُ.) صحيح البخاري

(له أَبي سَلَمة روايت دئ چي له ابو هريره ئې اورېدلي چي وروسته ئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د بيمارو پالونكى دي خپل بېماران د روغو منځ ته نه ننباسي؛ په بل روايت كي داسي راغلي: د بيمارو پالونكى د روغو پالونكي خوا ته مه ننباسئ؛ او ابو هريره له لومړي حديث انكار وكړ؛ ومو ويل: آيا تا نه وو ويلي چي له يوه بل ته د مرض سرايت نشته؟ په غير واضح خيرو سر شو؛ (له ډېري غوصي ئې داسي څه وويل چي څوك نه پرې پوهېدو)؛ أبو سلمه وويل: ابو هريره مي تر دې وړاندي نه دئ ليدلى چي له دې پرته ئې بل حديث هېر كړى وي.)

 

دوهم روايت:

(عن أبى هريرةَ رضي الله عنه قال: سَمِعتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يقولُ: "لا يُورِدُ مُمرِضٌ على مُصِحِّ". قال: فراجَعَه الرَّجُلُ فقالَ: ألَيسَ قَد حَدَّثتَنا أنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم قال: "لا عَدوَى ولا صَفَرَ ولا هامَةَ"؟ قال: لَم أُحَدِّثْكُموه. قال الزُّهرِىُّ: قال لِى أبو سلمةَ: قَد حَدَّثَ به، وما سَمِعتُ أبا هريرةَ رضي الله عنه نَسِىَ حَديثًا غَيرَه. أخرَجَه البخارىُّ فى "الصحيح" مِن وجهٍ آخَرَ عن مَعمَرٍ بمَعناه.)

(له أبو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي وئې فرمايل: د بېمارو (اوښانو) خاوند دي خپل اوښان د روغو اوښانو منځ ته نه ننباسي، وايي يوه سړي خبره وروگرځوله او وئې ويل: آيا تا موږ ته نه وو ويلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: نه عدوى شته، نه صفر او نه هامة؟ ابو هريره وويل: دا حديث مي تاسو ته نه دئ ويلى؛ زهري وايي چي ابوسلمة راته وويل: يقيناً چي ده دا حديث ويلى او ما نه دي اورېدلي چي ابو هريره دي له دې پرته بل حديث هېر كړى وي.)

 

نوموړي زياته کړه:

دا مطلب په نورو رواياتو كي هم راغلى او دا نتيجه ترې اخيستل شوې چي ابو هريره رضي الله عنه دا ادعاء نه ده منلې چي ده د (لا عدوى) حديث ويلى؛ تر پايه په بل حديث "لا يُورِدُ مُمرِضٌ على مُصِحِّ" ثابت پاته شوى.

 

ښاغلي حکمتيار په پوښتونکي ډول وويل:

آيا عجيبه نه ده چي د روايت اصلي راوي؛ ابوهريره؛ وايي: ما دا خبره نه ده كړې؛ او سخت غصه كېږي چي څوك دا خبره ده ته منسوبوي؛ اما بل راپاڅي او ټينگار كوي چي نه؛ تا اشتباه كړې او خپله خبره دي هېره كړې؟!! په دې دواړو كي به اصولاً د چا خبره منو؛ د اصلي راوي كه د اورېدونكي مدعي؟! د عقل او شريعت حكم دا دئ چي د راوي وينا معتبره وگڼل شي نه د مدعي؛ حتى كه احياناً راوي داسي خبره كړې هم وي؛ زړه خبره ئې اعتبار نه لري دوهمه ئې بايد معتبره وگڼل شي. ولي بايد يو محدث؛ راوي ته داسي خبره په زور منسوب كړي چي دى ترې انكار كوي او په مقابل كي خپله بله او د هغي خلاف وينا سمه گڼي؟!!

 

نوموړی زياتوي:

په بخاري كي دغه روايات سره له دې ټولو ستونزو؛ په مكرره توگه دولس ځله په دغو شمېرو تكراراً راغلي: 5707، 5717، 5753، 5756، 5757، 5770، 5771، 5772، 5773، 5774، 5775، 5776؛ په يوه كي ويل شوي (لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ)، او په بل كي يوازي «لاعدوى» راغلي او په بل كي د «طيرة» يادونه نه ده شوې، په يوه كي د دې مطلب تر څنگ دا هم ويل شوي (وَفِرَّ مِنَ المَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ)، په بل كي راغلي: (فَقَالَ أَعْرَابِيٌّ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَمَا بَالُ إِبِلِي، تَكُونُ فِي الرَّمْلِ كَأَنَّهَا الظِّبَاءُ، فَيَأْتِي البَعِيرُ الأَجْرَبُ فَيَدْخُلُ بَيْنَهَا فَيُجْرِبُهَا؟) په بل كي د «إِبِلِي» په ځاى «إِبِل» او د «فَيَدْخُلُ بَيْنَهَا» په ځاى «فَيُخَالِطُهَا» راغلي، په بل كي داسي راغلي "لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، (وَالشُّؤْمُ فِي ثَلاَثٍ: فِي المَرْأَةِ، وَالدَّارِ، وَالدَّابَّةِ) په بل كي (لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، إِنَّمَا الشُّؤْمُ فِي ثَلاَثٍ: فِي الفَرَسِ، وَالمَرْأَةِ، وَالدَّارِ) په بل كي (لَا عَدْوَى وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الفَأْلُ الصَّالِحُ: الكَلِمَةُ الحَسَنَةُ)، په بل كي (لاَ يُورِدَنَّ مُمْرِضٌ عَلَى مُصِحٍّ وَأَنْكَرَ أَبُو هُرَيْرَةَ حَدِيثَ الأَوَّلِ، قُلْنَا: أَلَمْ تُحَدِّثْ أَنَّهُ: «لاَ عَدْوَى» فَرَطَنَ بِالحَبَشِيَّةِ، قَالَ أَبُو سَلَمَةَ: فَمَا رَأَيْتُهُ نَسِيَ حَدِيثًا غَيْرَهُ)، يعني دا اول ځل دئ چي ابو هريره خپل يو روايت هېروي او له دې انكار كوي چي ده دي داسي څه ويلي وي.

 

ښاغلي حکمتيار وويل:

لكه چي گورئ؛ بخاري دوه روايتونه؛ سره له ډېرو توپيرونو او تعارضاتو؛ 12 ځله په مكرره توگه راوړي؛ توپيرونه او تعارضات ئې دومره چي ما په نښه كړي؛ په 5771 روايت كي ابو هريره رضي الله عنه ته داسي وينا منسوب شوې چي نه يوازي په خپله ابو هريره ترې انكار كړى بلكي دې انتساب دومره غصه كړى او داسي څه ئې د غُصې له كبله له ځان سره ويلي چي په خبري ئې څوك نه پوهېدو؛ ده ته ويل شوي: تا تر نن وړاندي ويلي وو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: «لاَ عَدْوَى»: له يوه بل ته د مرض سرايت نشته!! خو اوس وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: «لاَ يُورِدَنَّ مُمْرِضٌ عَلَى مُصِحٍّ»: د بيمارو اوښانو خاوند دي خپل اوښان د روغو اوښانو منځ ته نه ننباسي. ده نه يوازي د مخكيني حديث له ويلو انكار كړى بلكي په دې خبري سخت غصه شوى چي داسي روايت ئې ده ته منسوب كړى!! 

همدا راز ابو هريره رضي الله عنه ته دا روايت هم منسوب شوى چي وايي:

(قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ، وَفِرَّ مِنَ المَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ).

(رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: نه عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت) شته، نه طيرة (بدفالي) شته، نه هامة (د شپې مرغه يا كونگ سپېره گڼل) شته او نه صفر (د نس ناڅاپي درد سپېره او سبب ئې كوم وهمي چنجى يا مار گڼل) شته؛ او له مجذوم داسي تښته لكه چي له زمري تښتې).

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وويل:

د دې روايت لومړۍ او وروستۍ برخي په خپلو كي جدي تعارض لري؛ لومړۍ برخه ئې وايي: له يوه بل ته د مرض سرايت نشته او دوهمه برخه ئې وايي: له جذامي بېمار داسي تښته لكه چي له زمري تښتې. له دغو دواړو خبرو يوازي يوه منلى شو؛ طبيعي ده چي هغه بايد ومنو چي اصلي راوي (ابو هريره رضي الله عنه) ئې مني؛ هغه له دې انكار كوي چي لومړۍ وينا ئې كړې او پر هغه چا هم غصه كېږي چي دا وينا ئې ده ته منسوب كړې!! آيا څوك دا حق لري چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي وينا منسوب كړي چي يو شاهد لري او دې شاهد په خپله ويلي چي ما دا وينا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته نه ده منسوب كړې؟!!

رسول الله صلى الله عليه و سلم به يا دا ويلي وي چي عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت نشته) او يا دا چي له جذامي بېمار داسي تښته لكه چي له زمري تښتې او طاعون ځپلې سيمي ته مه ننوځئ او مه ترې وځئ؛ دواړه هممهاله پيغمبر عليه السلام ته منسوبول؛ هم جسارت دئ او هم جهالت؛ او خپل پيغمبر ته د متضاد او متعارضو ويناوو منسوبول دي!! أبو هريره له داسي جسارت ډډه كړې؛ او د صحابه وو يوه لوى لښكر د عمر رضي الله عنه په شمول؛ په دې اجماع كړې چي عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت) شته نو ځكه ئې عملاً شام ته له ننوتلو ډډه وكړه، شام قرنطين شو او هستوگنو ئې له وتلو ډډه وكړه.

 

دغه راز نوموړي دا هم وويل:

د لاندي روايتونو پيل او پاى هم متعارض او متناقض دي چي وايي:

5772 - (حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ عُفَيْرٍ، قَالَ: حَدَّثَنِي ابْنُ وَهْبٍ، عَنْ يُونُسَ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي سَالِمُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، وَحَمْزَةُ، أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، إِنَّمَا الشُّؤْمُ فِي ثَلاَثٍ: فِي الفَرَسِ، وَالمَرْأَةِ، وَالدَّارِ) بخاري

5753 - (حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ عُمَرَ، حَدَّثَنَا يُونُسُ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ سَالِمٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، وَالشُّؤْمُ فِي ثَلاَثٍ: فِي المَرْأَةِ، وَالدَّارِ، وَالدَّابَّةِ) بخاري

د دواړو رواياتو په سركي راغلي: نه د مرض سرايت شته او نه بدفالي؛ خو د يوه په پاى كي ويل شوي: شئوم او بد فالي (سپېره توب)په دريو شيانو كي شته: په ښځي، كور او څاروي كي.

او د بل په پاى كي راغلي: شئوم او بد فالي (سپېره توب) په دريو شيانو كي شته: په آس، ښځي او كور كي.

په داسي حال کي چي مقابل كي ئې عائشې رضي الله عنها ته منسوب روايت بيا داسي دئ:

(أنَّ رَجُلَينِ دَخَلا على عائِشةَ فقالا: إنَّ أبا هُرَيرةَ يُحدِّثُ أنَّ نَبيَّ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ كان يقولُ: إنَّما الطِّيَرةُ في المَرأةِ، والدَّابَّةِ، والدارِ، قال: فطارَتْ شِقَّةٌ منها في السماءِ، وشِقَّةٌ في الأرضِ، فقالَتْ: والذي أنْزَلَ القُرآنَ على أبي القاسِمِ ما هكذا كان يقولُ، ولكِنَّ نَبيَّ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ كان يقولُ: كان أهلُ الجاهِليَّةِ يقولون: الطِّيَرةُ في المَرأةِ والدارِ والدَّابَّةِ، ثم قَرَأتْ عائِشةُ: {مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ} [الحديد: 22] إلى آخِرِ الآيةِ.  مسند احمد

(دوه سړي عائشې رضي الله عنها ته راغلل او وئې ويل: ابوهريره دا خبره كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويل: يقيناً چي بدفالي يوازي په دريو شيانو كي ده: په مېرمني، څاروي او كور كي؛ راوي وويل: له ډېري غصې داسي شوه چي د مخ يو لورى ئې آسمان او بل زمكي ته شو او وئې ويل: پر هغه ذات لوړه چي قرآن ئې پر ابوالقاسم صلى الله عليه و سلم نازل كړى؛ داسي ئې نه دي ويلي؛ بلكي رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويل: د جاهليت په دوران كي به خلكو ويل: بدفالي اوسپېره توب په مېرمني، كور او څاروي كي وي. بيا هغې د الحديد سورې دا آيت ولوستلو: "نه په زمكي كي كوم مصيبت رامنځته كېږي او نه ستاسو په ځان كي؛ مگر دا چي په كتاب كي ئې يادونه شوې؛ تر هغه وړاندي چي دا مصيبت پيدا كړي). يعني چي مصيبت د كوم څه د سپېره توب له كبله نه وي بلكي د هغو سننو او عواملو له كبله وي چي په الهي كتاب كي راغلي؛ عوامل او اسباب ئې لا د مصيبت تر راتلو ډېر وړاندي د الله تعالى په كتاب كي ذكر شوي؛ قرآن د انسان خپل اعمال د مصيبتونو سبب گڼي؛ او وايي:

(وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ) الشورى 30

او په كوم مصيبت چي تاسو اخته كېږئ نو دا ستاسو د خپلو كړنو او كسب له كبله دئ او له ډېرو ئې (الله ) تېرېږي.

دا مبارك آيت په ډېر صراحت او قاطعيت سره وايي چي مصيبتونه ستاسو د كړنو په سبب راځي او دا چي دا ستاسو د گناهونو يوازي د يوې برخي سزا ده، كه الله عفو ونه كړي او له تاسو سره د فضل او عفوي پر ځاى د عدل له مخي معامله وكړي نو تر دې به ئې ستر ستر مصيبتونه درباندي نازل كړي وو.

 

همدا راز نوموړي د صحيح البخاري هغو رواياتو ته هم تفصيلاً إشاره وکړه چي

د آس په اړه يي راوړي او له مخكينيو رواياتو سره جدي تضاد لري؛ روايات دادي:

1: (عن عبد الله بن عُمَرَ رضي الله عنهما قالَ: قالَ رسولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: "الخيلُ في نَواصِيها الخيرُ إلى يومِ القيامَةِ). بخاري

 

2 روايت: 1265 - (عن أنسَ بنِ مالكٍ قالَ: قالَ رسولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: "البَرَكَةُ في نَواصي الخيلِ، (وفي روايةٍ: الخيلُ معقود في نواصيها الخيرُ) 4/ 187) ". بخاري

 

3 روایت: 44 - (بابٌ الجهادُ ماض مع البَر والفاجِرِ؛ لقولِ النبيُّ - صلى الله عليه وسلم -: "الخيلُ مَعقود في نواصيها الخيرُ إلى يومِ القيامةِ" بخاري

 

4 روايت: 1266 - عن عُروةَ [بنِ الجعدِ 3/ 215] البارِقي أن النبي - صلى الله عليه وسلم - قالَ: "الخيلُ مَعقود في نواصيها الخيرُ إلى يومِ القيامةِ؛ الأجْرُ والمَغْنَمُ (24) ".

 

قدرمن مشر وويل:

دا روايات وايي: د آسونو له تندي سره خير او بركت غوټه شوى؛ خو د بخاري نور روايات بيا د دې عكس وايي چي آس سپېره دئ! په داسي حال کي چي ابن ماجه بيا وايي:

1993 - (حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ عَمَّارٍ قَالَ: حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ عَيَّاشٍ قَالَ: حَدَّثَنِي سُلَيْمَانُ بْنُ سُلَيْمٍ الْكَلْبِيُّ، عَنْ يَحْيَى بْنِ جَابِرٍ، عَنْ حَكِيمِ بْنِ مُعَاوِيَةَ، عَنْ عَمِّهِ مِخْمَرِ بْنِ مُعَاوِيَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: " لَا شُؤْمَ، وَقَدْ يَكُونُ الْيُمْنُ فِي ثَلَاثَةٍ: فِي الْمَرْأَةِ، وَالْفَرَسِ، وَالدَّارِ) ابن ماجه

(له مِخْمَرِ بْنِ مُعَاوِيَةَ روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي ويل ئې: شئوم (سپېره والى) نشته؛ او كېدى شي چي ستانه توب او بركت په دريو شيانو كي وي: په ښځي، آس او كور كي).

 

نوموړي زياته کړه:

ابن ماجه دا روايت نه مني چي وايي:

(لا عَدْوَى ولا طِيَرَةَ وإنَّما الشُّؤْمُ في ثَلاثَةٍ: المَرْأَةِ، والْفَرَسِ، والدَّارِ).

په مقابل كي ئې وايي: اسلام راغلى چي د شئوم باورونه نفي كړي.

كه قرآن ته رجوع وكړو او دا متعارض او متضاد روايتونه د قرآني لارښوونو په رڼا كي وڅېړو نو په ټول يقين سره ويلى شو چي د بد فالي او شؤم (سپېره والي) غلط باورونه د جاهليت پاته شوني دي او قرآن كافرانو ته منسوب كړي؛ لكه چي فرمايي:

(قَالُوا اطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَعَكَ قَالَ طَائِرُكُمْ عِنْدَ اللَّهِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ) النمل 47

(وئې ويل: موږ پر تا او پرهغو چي له تا سره دي بدفالي نېولې (د بدمرغي سبب مو گڼو)، وئې ويل: بدمرغي مو له الله سره ده، بلكي تاسو داسي وگړي يئ چي آزمويل كېږئ).

يعني ثموديانو صالح عليه السلام ته وويل: موږ پر تا او پرهغو چي له تا سره دي بدفالي نېولې، تاسو (سپېره او د بدمرغيو سبب گڼو).

صالح عليه السلام ورته وويل: موږ ستاسو د بدمرغيو سبب نه يو، د بدمرغيو اسباب مو له الله تعالى سره دي، ستاسو د كړنو له كبله ئې له دغو بدمرغيو سره مخامخ كړي يئ، تاسو داسي وگړي يئ چي آزمويل كېږئ، كوم فرصت چي دركړى شوى دا ستاسو د مزيد آزمويني لپاره دئ.

(قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ) (قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَإِنْ ذُكِّرْتُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ)   يس: 18- 19

(وئې ويل: يقيناً چي تاسو ځان ته د بدمرغۍ سبب بولو، كه ډډه ونه كړئ حتماً مو رجم كوو او حتماً به له موږ دردوونكى عذاب درورسېږي، وئې ويل: بدمرغي مو په خپله له تاسو سره ده، آيا سره له دې چي پند دركړى شي، نه؛ بلكي تاسو مسرف وگړي يئ).

يعني كافرانو پيغمبرانو ته ويلي: تاسو ځان ته د بدمرغۍ سبب بولو، كه له خپلو خبرو لاس وانه خلئ نو هرو مرو مو رجم كوو او حتماً به له موږ دردوونكى عذاب درورسېږي، پيغمبرانو په ځواب كي ورته وويل: د بدمرغۍ اسباب مو په خپله له تاسو سره دي، يعني ستاسو كفر، شرك، ظلم، فساد او گناهونه د بدمرغۍ اصلي اسباب دي، آيا موږ له دې كبله په رجم او دردناك عذاب گواښئ چي نصيحت درته كوو؟ آيا سمه ده چي هغه كسان په دردناك عذاب وگواښئ چي تاسو ته پند دركوي؟ اصلي خبره دا ده چي تاسو په خپل چلن كي تل تېرى او اسراف كوئ، زموږ په خلاف ستاسو دا گواښونه هم له همدې اسراف راټوكېدلي.

 

همدي پر کتو نوموړي زياته کړه:

په ټول قرآن كي داسي څه نه مومو چي ښيي د الله تعالى كوم مخلوق ذاتاً سپېره دئ؛ يا داسي كومه اشاره چي د سپېره والي خرافي باور؛ سم والي ترې معلوم شي. الله تعالى احسن الخالقين دئ هيڅ سپېره شىء ئې نه دئ پيدا كړى؛ شيطان هم په اصل كي سپېره نه دئ په خپله بد شوى؛ ځكه د ده په قبيله كي مؤمنان شته؛ ده هم كولى شو له بغاوت ډډه وكړي.

 

نوموړي همدا راز د کرونا مرض هغې پېښې ته هم تفصيلي إشاره وکړه چي د لومړي ځل لپاره

په 2019 ميلادي كال كي د چين ووهان ايالت يوې سيمي كي وليدل شوه، او په سرعت سره په ټول ايالت كي خوره شوه، ټول ايالت قرنطين شو؛ خو قرنطين جدي او شديد نه وو، له كبله ئې دا بېماري ټولي نړۍ ته انتقال شوه او په سلگونو مليونه انسانان ئې ونيول او په مليونونو ئې ووژل.

 

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي:

په دې وينا كي چي وايي (له جذامي بېمار داسي تښته لكه چي له زمري تښتې)؛ يو مهم او لارښود مطلب پروت دئ؛ او هغه دا چي: له مجذوم تېښته داسي ده لكه له زمري تېښته، لكه له هر بل ضرري او خطري شي تېښته او ځان ساتنه، لكه له پړانگ او ښامار، يا له اور، طوفان، سېلاب او زلزلې؛ او له نورو خطرناكو شيانو، پېښو او ځايونو؛ كه له دغو ځان ساتنه او حذر جائز او واجب وي؛ او دا نه د توكل او نه پر تقدير او مقدراتو د باور خلاف وي؛ له ساري مرض ځان ساتنه هم واجب ده؛ دا احتياط نه د توكل خلاف ده او نه پر تقدير د باور خلاف.

 

نوموړي د لا وضاحت لپاره د قرآن کريم د هغه آيت تفسير ته په تفصيلي ډول إشاره وکړه چي وايي:

كه د څرگند دښمن له لوري تا ته كوم خطر متوجه وي؛ نو ته مكلف يې چي خپل احتياطي تدابير ونيسې. قرآن فرمايي: كه د جهاد او سفر په دوران كي مسلمانان د دښمن له خطر او وېري سره مخامخ شول، د لمانځه وخت راورسېد، او رسول الله صلى الله عليه و سلم په لمانځه كي د دوى امامت كولو؛ نو دوى به په دوو ډلو وېشل كېږي، يوه ډله به په امام پسي اقتداء كوي او بله به د حراست او حفاظت دنده ترسره كوي، كله چي لومړۍ ډلي يو ركعت وكړ نو خپل ځاى به له سلام اړولو پرته بلي ډلي ته پرېږدي؛ او دوى به د حراست دنده په غاړه اخلي، دواړه ډلي به پاته يو يو ركعت له جماعت پرته او يوازي كوي؛ دا خوځېدل، ځاى بدلول، يو ركعت ځنډول او له صف لري يوازي أداء كول، د حراست دنده ترسره كول؛ وسله اخيستل... نه يوازي جائز دي او د دوى په لمانځه كي نقصان نه رامنځته كوي؛ بلكي الله تعالى امر كړى چي همداسي به كوي، او د همدې لارښووني په ترڅ كي دوه ځله وايي: خذوا حذركم و اسلحتكم: خپل احتياطي تدابير ونيسئ او خپله وسله درسره واخلئ. كه د څرگند دښمن په وړاندي په حذر او احتياطي تدبير مكلف يو؛ نو د مخفي او هغه دښمن (مكروب) په وړاندي به ولي احتياط او حذر نه كوو چي په سترگو نه ليدل كېږي؛ يوازي د مكروسكوب په مرسته ليدل كېږي؛ مخفي دښمن تر څرگند دښمن ډېر خطرناك وي.

 

دغه راز نوموړي د گڼ‌شمېر نورو بېلگو او دلائلو تر څنګ پر هغه حديث هم إستناد وکړ چي فرمايي:

وَإِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلا تَهْبِطُوا وَإِذَا كَانَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلا تَفِرُّوا مِنْهُ"  مسند احمد

(او كله چي مو واورېدل په يوې سيمي كي طاعون (وبا) خور شوى؛ نو هغې ته مه كوزېږئ او كه په داسي سيمي كي خور شوى وي چي تاسو پكي اوسئ نو مه ترې تښتئ).

د نوموړي پر وينا دا همغه كار دئ چي نن ئې ټول ډاكټران د كرونا او وبا په اړه سپارښتنه كوي او حكومتونه سيمي او ښارونه قرنطين كوي؛ قرنطين يعني د رسول الله صلى الله عليه و سلم په هغي سپارښتني عمل چي څوارلس نيمي پېړۍ وړاندي ئې كړې وه.

 

قدرمن مشر وويل:

له ساري مرض، داړونكو ځناورو، اور، سېل او طوفان تېښته نه يوازي جائز بلكي واجب ده؛ دا ځكه چي د انسان ځان او ژوند يو الهي امانت او وديعه ده، ساتنه او حفاظت ئې پر انسان واجب دئ.

اسلام هر هغه څه حرام كړي چي مضر وي، كه خواړه وي، كه وينا او كه كړنه، هر مضر خواړه، هره مضره وينا او هر مضر كار حرام دئ.

عمر رضي الله عنه هغه مهال چي په شام كي وبا شائع شوې وه؛ سيمي ته له ننوتلو ډډه وكړه؛ او د هغه چا په ځواب كي چي وئې پوښتل: اې امير المؤمنين! آيا له تقدير تښتو؟ وئې فرمايل: نه؛ بلكي له يوه تقدير بل ته درومو.

 

نوموړي په همدي اړه او د لا وضاحت په خاطر په هغو رواياتو هم تفصيلي بحث وکړ چي د مشهور محقق علامه الباني رحمه الله په شمول ډېری محققينو ضعيف گڼلي، د بېلگې په ډول لکه دا لاندي څو روايات:

 

(عَنْ جَابِرٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَخَذَ بِيَدِ مَجْذُومٍ فَوَضَعَهَا مَعَهُ فِي الْقَصْعَةِ، وَقَالَ: "كُلْ ثِقَةً بِاللهِ وَتَوَكُّلًا عَلَيْهِ). [قال الألباني]: ضعيف

(له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يو مجذوم (په جذام اخته شوى) تر لاس ونيولو، له ځان سره ئې د خوراك لوښي خوا ته كښېنولو او وئې ويل: پر الله تعالى اعتماد او پر هغه توكل سره ئې وخوره. مرحوم شيخ الباني دا روايت ضعيف گڼلى).

(عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ الله، أَنَّ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَخَذَ بِيَدِ مَجْذُومٍ فَأَدْخَلَهُ مَعَهُ فِي القَصْعَةِ، ثُمَّ قَالَ: «كُلْ بِسْمِ الله، ثِقَةً بِالله، وَتَوَكُّلًا عَلَيْهِ»: هَذَا حَدِيثٌ غَرِيبٌ لَا نَعْرِفُهُ إِلَّا مِنْ حَدِيثِ يُونُسَ بْنِ مُحَمَّدٍ، عَنِ المُفَضَّلِ بْنِ فَضَالَةَ وَالمُفَضَّلُ بْنُ فَضَالَةَ هَذَا شَيْخٌ بَصْرِيٌّ، وَالمُفَضَّلُ بْنُ فَضَالَةَ شَيْخٌ آخَرُ مِصْرِيٌّ أَوْثَقُ مِنْ هَذَا وَأَشْهَرُ ...) حكم الألباني: ضعيف

(له جابر بن عبد الله رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يو جذامي بېمار ترلاس ونيولو، له ځان سره ئې د خوراك په لوښي كي شامل كړ او وئې ويل: په بسم الله سره ئې خوره، پر الله تعالى اعتماد او پر هغه توكل سره. مرحوم الباني دا روايت ضعيف گڼلى ويلي ئې دي: دا غريب حديث دئ، له يونس بن محمد چي مفضل بن فضاله ئې روايت كړى؛ له بل چا ئې نه پېژنو؛ په داسي حال كي چي دا مُفَضَّل بن فَضَالَه د بصرې شيخ دئ او بل مفضل بن فضاله بل شيخ دئ چي مصري دئ او چي تر ده زيات د اعتبار وړ او مشهور دئ). حسين سليم أسد هم ويلي چي د دې روايت إسناد ضعيف دي.

پورتني روايات نه يوازي ضعيف دي بلكي له لاندي روايت سره په بشپړه توگه تعارض لري چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مجذوم ته له لاس وركولو ډډه كړې:

(عَنْ عَمْرِو بْنِ الشَّرِيدِ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَدِمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ مَجْذُومٌ مِنْ ثَقِيفٍ لِيُبَايِعَهُ، فَأَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ فَقَالَ: «ائْتِهِ فَأَخْبِرْهُ أَنِّي قَدْ بَايَعْتُهُ، فَلْيَرْجِعْ). مسند احمد

(عمرو بن شريد له خپل پلار روايت كوي او وايي: د ثقيف يو مجذوم سړى د رسول الله صلى الله عليه و سلم ليدو ته راغى چي بيعت ورسره وكړي، زه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلم او هغه ته مي د ده يادونه وكړه او هغه وفرمايل: ورشه او خبر ئې كړه چي بيعت مې منظور كړ؛ نو ستون دي شي).

 

ښاغلي حکمتيار دي ټولو ته پر کتو د خپلې ننئ محاضري او مبحث خلاصه په لاندي درې پاراگرافونو کي راټوله کړه:

 

1:            د جُذام، طاعون او نورو ساري امراضو په اړه د اسلام لارښوونه دا ده چي ځان ترې وساتو او لازم احتياطي تدابير غوره كړو. د لا عدوى (له يوه بل ته د مرض عدم سرايت) روايت غير موثق دئ او له قرآن او صحيح احاديثو سره اړخ نه لگوي.

 

2: له هر دښمن؛ كه دا انسان وي يا حيوان، ساري مرض وي يا مضر شى، تاواني كار وي يا خطرناك ځاى؛ د ځان ساتني لپاره تدابير نيول نه يوازي د توكل او پر قضاء او قدر د باور او ايمان منافي نه دي بلكي فرض او واجب دي.

 

3:            په أوهامو او خرافاتو باور، د اونۍ ځيني ورځي او د كال ځيني مياشتي سپېرې گڼل، په حيواناتو، مرغانو او نورو شيانو بدفالي كول، دا او دې ته ورته كارونه او باورونه د اسلامي لارښوونو منافي دي.

 

د پورتني مبحث له نچوړ او خلاصې وروسته نوموړي د صحيح البخاري په اړه د اهل حديثو ادعاءگانو ته هم په کافي اندازه تم شو او ويي ويل:

هغه مهال چي زه د قرآن په تفسير مصروف وم؛ په تفاسيرو كي داسي متعارض روايات مخي ته راتلل چي د صحت او ضعف په اړه قضاوت او د يوه غوره كول راته گران وو، سره له دې چي بخاري او مشكوة مي څو ځلي لوستلي وو، هم له استاد او هم له ځان سره، دا لوستل كافي نه وو، تحقيقي لوستلو ته اړ وم، پرېكړه مي وكړه چي صحاح سته ولولم او په بخاري كي تحقيق وكړم، د تفسير كار مي متوقف كړ او د بخاري تحقيق ته مي ملا وتړله، نږدې نه مياشتي مي په مسلسله توگه پرې كار وكړ، د (حكمة البارئ) په نامه د بخاري د پښتو ژباړي او مختصر شرحي لومړى جلد مي بشپړ كړ، او د دوهم جلد نږدې دوه سوه صفحې مي وليكلې، همدغه تحقيق راسره مرسته وكړه او دا ئې راوښوده چي د رواياتو د صحت او سُقم په اړه قضاوت وكولى شم. د تفسير پاته برخه مي له دې وروسته وليكله.

د حكمة البارئ لومړى جلد د 1389 هـ ش كال د حمل په درېيمه پاى ته ورسېد او چاپ شو، دوهم ځل د 1395 كال د دلوي مياشت كي خپور شو، انتظار دا وو چي ښايي هغه به خامخا او ډېر ژر غبرگون ښيي او څه به پرې وليكي؛ چي ځان ته اهل حديث وايي؛ اما له نېكه مرغه تر 1398 كال پوري په تېرو لسو كلونو كي څوك ونه توانېدو هغه نقد كړي او څه پرې وليكي؛ لومړى ځل د انتخاباتو د كمپاين په دوران كي او د يوه سيكولر نوماند له لوري توظيف شوي ډېر ضعيف او له قرآن او حديث بې خبر ليكوال؛ د حكمة البارئ نقد ته ملا وتړله؛ خو د دې پر ځاى چي حكمة البارئ نقد كړي؛ د همدغه سيكولر نوماند په نفع ئې د حكمة البارئ د ليكوال تورنولو او تخريبولو هڅه كړې، داسي كتاب ئې ليكلى او خپور كړى چي په ځواب نه ارزي، سويه ئې ډېره ټيټه او استدلال ئې ډېر منحط او ضعيف، كه په دې كتاب څه مرتب شوي وي نو هغه به يوازي دا وي چي لوستونكي ئې د حكمة البارئ مطالعې ته هڅولي. دا كتاب په اصل كي د مؤلف د افكارو زېږنده نه وو، هغه د خپل كتاب ډېره برخه د بل چا له غير مطبوع كتاب كاپي كړې وه؛ چي هغه هم پروسږ كال خپل كتاب چاپ او خپور كړ. البته تر دې دواړو وړاندي؛ ځينو د فيسبوك له لاري پر حكمة الباري نيوكې كړې وې چي ځواب ئې وركړى شوى او اړوند ليكني ئې په دغي رسالې كي نشر شوې: (له صحيح حديث تر جعلي راواياتو). همغه مهال ما هم په مستعار نامه يوه ليكنه درلوده چي دلته ئې راوړل مفيد گڼم؛ تر دې عنوان لاندي چي: (د امت څو سلنه له امام بخاري سره اختلاف لري او څومره ورسره موافق دي؟!!)

ورپسي نوموړي د موضوع په تړاو د خپلې اړونده مقالې او ليکني پر متن هر اړخيزه رڼا واچوله او زياته يي کړه:

•             امام بخاري رحمه الله يو له لسگونو محدثينو او صحيح البخاري يو له سلگونو كتابونو وگڼئ، مه څوك له امام بخاري سره په كومي مسئلې كي د اختلاف له كبله تكفيروئ او مه څوك د صحيح البخاري له ځينو رواياتو سره د عدم توافق له كبله د حديث منكر گڼئ. موږ احناف په ډېرو مسائلو كي له امام بخاري سره موافق نه يو او د نورو حقه مذاهبو اتباع هم زموږ په څېر له امام بخاري رحمه الله سره خپل اختلافات لري. لكه څنگه چي امام بخاري له خپلو استادانو سره اختلافات درلودل، شاگردانو ئې له ده سره درلودل، ډېر روايات ده صحيح گڼلي او شاگردانو ئې ضعيف او په خپلو كتابونو كي ئې د هغوى له رواړلو ډډه كړې. آيا دا مخكيني او وروستني ټول منكر حديث گڼئ؟!!! په افغانانو كي اختلافات مه راولاړوئ، د مذهبي اختلافاتو فتنې ته لمن مه وهئ، له دوى مه غواړئ چي خپل مذهب بدل كړي، مسلمانان مه تكفيروئ بلكي كافر مسلمان كړئ، د فساد، الحاد، كفر، ظالمانو او اشغالگرانو مقابله وكړئ، پر اساسي مسائلو تركيز وكړئ، گمان مه كوئ چي د فقهاءو او مذاهبو د مخالفت او پر احاديثو د اكتفاء له لاري كولى شو امت متحد كړو!! فقهاءو د دې لپاره د فقه تدوين ته ملا وتړله چي د متعارضو رواياتو له كبله په امت كي شديد اختلاف رامنځته شوى وو. د يوې يوې مسئلې په اړه به له لسگونو متعارضو رواياتو سره مخامخ كېدل، په لكونو جعلي روايات جوړ او خواره شول. د فقهاءو د مباركو هڅو په نتيجه كي هغه فتنه وځپل شوه.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

تعصب مه كوئ، له خپلو نظرياتو او باورونو معقوله دفاع وكړئ، دلائل وړاندي كړئ، ښكنځلي مه كوئ، ځكه مسلمان پوچ خولى او لعان نه وي، تكفيرول مه كوئ، ښايي پام مو نه وي چي د امام بخاري رحمه الله په دې روايت هم عمل نه كوئ چي وايي: د لعن او تكفير الفاظ تر آسمانونو پوري درومي، كه ئې مصداق ونه موند بېرته د ويونكي پر سر راپرېوځي!! دروغ مه وايئ، افتراء مه كوئ، له مبالغې ډډه وكړئ، موږ صحيح البخاري ته د يوه دروند او معتبر كتاب په سترگه گورو؛ خو په خپل حد كي. له پيغمبر عليه السلام رالاندي هيڅوك معصوم نه گڼو، موږ له خپل امام؛ ابو حنيفه رحمه الله سره نه يوازي اختلاف كول جائز گڼو بلكي په ډېرو مسائلو كي د ده د شاگردانو رأى ته ترجيح وركوو، په ځانگړې توگه هغه مهال چي استاد يوه لوري ته او شاگردان ئې بل لوري ته وي. مسلمان حقپال وي نه شخصيتپال، د حق پېژندو لپاره روڼ څراغ او ځلانده معيار او ملاك (قرآن) په واك كي لرو، راشئ د قرآن په دې لارښووني عمل وكړو چي فرمايي: وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللهِ: او په هر هغه څه كي چي اختلاف وكړئ نو حكم ئې الله تعالى ته راجع كېږي. حتماً به پوهېږئ چي د (هر څه) په ضمن كي روايات هم راځي، يعني كه په رواياتو كي هم له اختلاف سره مخامخ شوئ نو پرېكړه ئې د الله تعالى له لارښود قرآن وغواړئ؛ ما د حكمة البارئ په ليكلو كي فقط همدا كار كړى او بس.

 

په پای کي د حزب اسلامي افغانستان أمير د گډونوالو پوښتنو ته هم تفيصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟