No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له سرپرست محمدخالد حنفي سره په لیدنه کې د امربالمعروف وزارت پر فعالیتونو او همدارنګه د ښځو حجاب فرمان په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې د خبریالې شیرین ابو عاقلې قصدي وژنه غندلې او ویلي یې دي، چې اسرائیل د بيان پر ازادۍ په بريد سره غواړي په فلسطیني ولس د دوی ظلمونه پټ کړي.

: ‏د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، چې د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون په خپله  غونډه کې په بهر کې د مېشتو افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د بېرته رابللو لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې کړې دي.

: ‏سراج الدین حقانی سرپرست وزارت داخله کشور با توماس نیکلاسون نماینده خاص اتحادیه اروپا برای افغانستان دیدار کرده است.

وزارت داخله میگوید، در این دیدار، نیکلاسون تعهد نموده که در بخش انتقال پاسپورت های چاپ شده به افغانستان در خارج از کشور ، تسهیلات ایجاد خواهند کرد.

: ‏په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د یوې خبري خپرونې چلوونکي پیرس مورګان سره په خبرو کې ویلي، نجونې هم لکه د هلکانو په څېر د زده‌کړو حق لري او زیاتوي چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو پر مېکانیزم کار کوي.

: ‏د کابل په سرای شمالي سیمه کې د یوې ټرافیکې پېښې پر مهال پنځه کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي. د کابل د ټرافیکو ریاست وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ‌ته شوه چې یو ټېلر ډوله موټر د موټر چلوونکي له واګې ووت او د سرک تر څنګ پر یو شمېر لاس‌ګاډو او غرفو پورته شو.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق طلوع‌نیوز ته وايي، ټاکل سبا د دې سازمان د امنیت شورا غړي د افغانستان په اړه په یوې ځانګړې غونډه کې د ښځو د حجاب، بشري حقونو او د نجونو ښوونځیو په اړه خبرې وکړي.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هيواد کانونه د نړيوالو معيارونو پر بنسټ را سپړل کيږي. د کانونو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د کانونو په سپړنه کې د چاپیریال او تاریخي اثارو خوندیتوب ته پوره پاملرنه کوي.

: ‏د افغانستان د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي چې حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې به اسانه کړي. کورنيو چارو وزارت وايي چې په همدې موخه د حج او اوقافو وزارت او پاسپورت رياست تر منځ يو تفاهم ليک هم لاسليک شوی دی.

: ‏ننګرهار ـ چپرهار ـ للمه:

د حزب الله په نوم یو کس له لفظي شخړې وروسته خپله ښځه او پنځه اولادونه د چاکو په ګوزارونو ژوبل کړي.

سړی نیول شوی دی.

: ‏په کابل کې ۵۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۴۹ جنايي پېښو کې ۵۶ تنه نیول شوي دي.

: ‏امریکايي چارواکي اعتراف کوي چې د پخواني افغان حکومت د دوام په اړه د دوی ارزونې ناسمې وې.

‏د امریکا یو شمېر لوړپوړو استخباراتي چارواکو د دې هېواد د سنا د وسله والو خدماتو په کمېټه کې خپلې هغه ارزونې ناسمې وبللې چې ګنې د امریکا له حضور پرته به پخوانی افغان حکومت د میاشتو میاشتو لپاره دوام پیدا کړي.

‏امریکايي سناتوران د افغانستان او یوکراین په تړاو د خپل هېواد د استخباراتي ادارو پر ناسمو ارزونو نیوکه لري او په دې اړه د لا ډېرو څیړنو غوښتنه کوي.

: ‏خبرگزاری اناتولی: امشکلات گسترده و سرنوشت نامعلوم پناهجویان افغان در ایران.

بسیاری از شهروندان افغانستان علی‌رغم بیش از چهار دهه زندگی در ایران با مشکلاتی مانند محرومیت از شهروندی، نگاه منفی جامعه، تبعیض اقتصادی و اجتماعی و سرنوشت نامعلوم مواجه هستند.

: ‏واکنش سفیر آمریکا در تل‌آویو به قتل خبرنگار الجزیره توسط سربازان اسرائیل.

سفیر ایالات متحده در تل‌آویو تاکید کرد که خواستار تحقیق گسترده و دقیق در خصوص قتل شیرین ابوعاقله، خبرنگار زن شبکه الجزیره توسط سربازان اسرائیل است.

: ‏نخست‌وزیر فلسطین: اسرائیل را مسئول کشته شدن خبرنگار الجزیره می‌دانیم.

نخست‌وزیر فلسطین اسرائیل را مسئول کشته شدن خبرنگار الجزیره خوانده و تاکید کرد که عاملان باید در دادگاه بین‌المللی محاکمه شوند.

: فؤاد العمور، هماهنگ‌کننده کمیته مبارزه و حفاظت منطقه فلسطین به خبرگزاری آناتولی اظهارداشت: نظامیان اسرائیل امروز با یورش به مناطق روستایی واقع در جنوب کرانه باختری رود اردن 8 خانه متعلق به فلسطینیان را به بهانه ساخت‌وساز بدون مجوز تخریب کردند. در این یورش برخی انبارها و سازه‌های متعلق به کشاورزان نیز آسیب دیده‌ است.

راتب الجبور، هماهنگ‌کننده کمیته‌های مقاومت مردمی در جنوب کرانه باختری در این راستا گفت: ارتش اسرائیل عملیات تخریب را در پی تصمیم دادگاه عالی اسرائیل برای اخراج ساکنان جنوب کرانه باختری انجام داده است.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در نشست روسای استانی حزب عدالت و توسعه در مقر این حزب در آنکارا سخنرانی کرد.

وی ضمن تشکر از مقامات و دست اندرکاران حزب برای برگزاری برنامه‌های سحری و افطار در 81 استان کشور، گفت: این برنامه‌ها زمینه‌ای برای رفع حسرت و در آغوش کشیدن یکدیگر پس از لغو مقررات همه‌گیری مهیا کرد.

اردوغان در ادامه تاکید کرد: شکستن زنجیره کشورهای در حال توسعه و پیوستن به یکی از 10 اقتصاد برتر جهان بستگی به انتخابات ما در سال 2023 خواهد داشت.

وی همچنین تصریح کرد: انتخابات ریاست جمهوری نه تنها برای حزب عدالت و توسعه یا اردوغان بلکه برای ترکیه حائز اهمیت است.

: ‏جرمني: راتلونکې جون میاشتې نه تر اګسته پورې ټول المان کې د ځانګړي تخفیف له مخې د ټرین ټکټ یوازې ۹ یورو دی.

حکومت وایي، دا تحفیف له دې امله دی چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله خلک لږ له مالي اړخه زیانمن شوي.

: ‏ایران د افغانستان ۲۰ پانګه والو ته چې قانوني مراحل یې طی کړي وو، د دغه هېواد تابعیت ورکړ.

د ایران خارجه وزارت قونسلي معاون علي رضا بیکدلي وایي، دولت یې ایران کې د افغان نخبه ګانو د حضور ملاتړ کوي.

: ‏د امریکا د دفاعي استخباراتو رئیس جنرال سکاټ برېیر:

ترهګرې ډلې د یو کال موده کې له افغانستانه په امریکا د بریدونو د پلانولو وړتیا پیدا کولی شي.

: ‏ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ګرینفلډ:

پوتین د اوکراین په جګړه کې دا منلې ده چې د بریا په نوم د جشن نیولو لپاره هیڅ نه لري.

: ‏د امریکا د ملي اطلاعاتو رئیسه اوریل هاینز:

چین تر ۲۰۳۰ کاله پورې تایوان لاندې کوي.

وایي، پوتین هم اوږدې جګړې لپاره اماده ګي نیسي.

: ‏میلیاردر بل ګیټس په کرونا اخته شو.

هغه وړم کال د کرونا د واکسینو جوړولو لپاره خپل اووه میلیارده ډالر کمک وکړ.

: ‏امریکا له اوکراین سره څلوېښت میلیارده ډالر مرسته کوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د هغه څلوېښت میلیارده ډالر مرستې په اړه بحث کوي چې تازه د امریکايي حکومت له لوري اوکراین ته ځانګړې شوې ده.

: ‏کاناډا کې د پارلمان یوه وکيل له هغه وروسته بښنه غوښتې ده چې له تشنابه يې په رسمي ويډيويي غونډه کې ګډون کړی و. ياد وکيل شفقت علي نوميږي او د کاناډا د لېبرال ګوند غړی دی. دا د لېبرال دويم غړی دی چې له تېر کال راهيسې د پارلمان په ويډيويي غونډو کې په ناسم وضعيت سره ګډون کوي.

: ‏د امريکا استخباراتي چارواکو منلې چې د افغانستان او اوکراين د جګړو په اړه يې ناسمې وړاندوينې کړې وې. استخباراتي چارواکو دا اعتراف پرون شپه د امريکا د سنا جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په خبرو کې کړی دی.

: ‏د هند حکومت دې هېواد ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د ځانګړي معافیت موده یو کال نوره هم وغځوله. په هند کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي، نوي ډهلي د هند بازار ته له دننه کېدو وړاندې د کرنیز توکو بشپړ پروسس یو شرط ټاکلی و.

‏د دې معیار نه بشپړولو په صورت کې نوي ډهلي د افغانستان کرنیزو محصولاتو او افغان سوداګرو لپاره دا شرط یوه موده معاف کړی و، خو د هند حکومت په یوې تازه پرېکړه کې یو ځل بیا د دې معافیت موده د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې وغځوله.

: ‏نیروهای اسراییلی شیرین نصری خبرنگار شبکه خبری الجزیره را کشتند.

گزارش ها می‌رساند که شیرین نصری در زمان پوشش خبری حملات نیروهای اسراییلی بر فلسطینی ها کشته شده است.

: ‏قرار است شورای امنیت سازمان ملل فردا پنج‌شنبه در مورد افغانستان نشستی برگزار کند.

نماینده ناروی در سازمان ملل گفته است، در این نشست غیرعلنی، در مورد وضعیت حقوق بشری افغانستان، آزادی دختران و زنان افغان و در باره وضع محدودیت های تازه بر آنان بحث و گفت‌وگو خواهد شد.

: ‏په تاجیکستان کې د امریکا سفیر جان مارک وايي، چې د اګسټ په ۱۵مه له افغانستان څخه دغه هېواد ته لیږدول شوې هلیکوپټرې اسلامي امارت ته نه ورکوي.

د اګسټ د ۱۵مې تر تحولاتو وروسته په لسګونو هلیکوپټرې له افغانستان څخه تاجیکستان ته انتقال شوې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟