No-IMG

د نوح علیه السلام رحلت اړوند

عن أنس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:لما بعث الله نوحا إلى قومه بعثه وهو ابن خمسين ومائتي سنة، فلبث فيهم ألف سنة إلا خمسين عاما وبقي بعد الطوفان خمسين ومائتين سنة، فلما أتاه ملك الموت قال: يا نوح يا أكبر الأنبياء ويا طويل العمر ويا مجاب الدعوة، كيف رأيت الدنيا؟ قال: مثل رجل بني له بيت له بابان فدخل من واحد وخرج من الآخر.(رواه قرطبي)

ژباړه: سیدنا حضرت آنس (رضی الله عنه) فرمايي: فرمایلي دي حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم):کله چې الله سبحان وتعالی  نوح(علیه السلام) خپل قوم ته مبعوث کړ دده عمر (۲۵۰) کاله و، دی په قوم کې (۹۵۰) کاله پاتي شو، وروسته له طوفانه (۲۵۰) کاله پاتي شو(ټول عمر ئې ۱۴۵۰ کاله شو)،کله ورته ملک الموت راغی ورته ئې وویل: اې نوح!،مشرد انبیاوو، داوږدعمرخاوند او مستجاب الدعأ!، دنیا مو څنګه ولیده؟.

حضرت نوح(علیه السلام) وفرمایل: لکه یو بنده چې ځان ته کور ودان کړي او هغه دوه دړې(دروازي) ولري، په یوه دړې ننوځي له بلې ووځي!

ابوبکر بن ابي په خپل تالیف کې د حضرت آنس(رضی الله عنه) پوري موقوف بللی.

ابن عساکر په خپل تالیف(تاریخ دمشق) کې نومړی حدیث د حسن پوري موقوف، ابي مسهر پوري موقوف او حضرت آنس نه مرفوع ذکر کړی.

حضرت ابن حجر ورته متروک او امام نسايي ورته ليس بثقة ویلي. والله اعلم

 د اهل تشیع په معتبرو روایتونو کې :

فقد رُوِيَ عن الامام جعفر بن محمد الصادق ( عليه السلام ) أنه قَالَ : عَاشَ نُوحٌ ( عليه السلام ) أَلْفَيْ سَنَةٍ وَ ثَلَاثَمِائَةِ سَنَةٍ ، مِنْهَا ثَمَانُمِائَةٍ وَ خَمْسِينَ سَنَةً قَبْلَ أَنْ يُبْعَثَ ، وَ أَلْفُ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَاماً وَ هُوَ فِي قَوْمِهِ يَدْعُوهُمْ ، وَ خَمْسُمِائَةِ عَامٍ بَعْدَ مَا نَزَلَ مِنَ السَّفِينَةِ وَ نَضَبَ الْمَاءُ ، فَمَصَّرَ الْأَمْصَارَ وَ أَسْكَنَ وُلْدَهُ الْبُلْدَانَ ، ثُمَّ إِنَّ مَلَكَ الْمَوْتِ جَاءَهُ وَ هُوَ فِي الشَّمْسِ فَقَالَ السَّلَامُ عَلَيْكَ فَرَدَّ عَلَيْهِ نُوحٌ ( عليه السلام ).

قَالَ : مَا جَاءَ بِكَ يَا مَلَكَ الْمَوْتِ ؟

قَالَ : جِئْتُكَ لِأَقْبِضَ رُوحَكَ.

قَالَ : دَعْنِي أَدْخُلْ مِنَ الشَّمْسِ إِلَى الظِّلِّ.

فَقَالَ لَهُ : نَعَمْ.

فَتَحَوَّلَ ثُمَّ قَالَ: يَا مَلَكَ الْمَوْتِ كُلُّ مَا مَرَّ بِي مِنَ الدُّنْيَا مِثْلُ تَحْوِيلِي مِنَ الشَّمْسِ إِلَى الظِّلِّ فَامْضِ لِمَا أُمِرْتَ بِهِ،فَقَبَضَ رُوحَهُ.( الکافي جلد ۸)

ژباړه: امام جعفر صادق نه دالکافي مصنف(محمد بن یعقوب بن اسحاق مشهوربه ثقة الاسلام کُلینی) روایت کوي : هغه وفرمایل: نوح(علیه السلام) ټول عمر(۲۳۰۰) دوه زره درې سوه کاله و.

له بعثته وړاندي(۸۵۰) کاله عمر تیر کړی و چې په رسالت مبعوث شو، له دې وروسته ئې (۹۵۰) کاله ئې د الله عزوجل بندګانو ته دتوحید بلنه ورکوله او دعوتي چاري تر سره کړي، همدا راز چې کله طوفان تم شو له کښتۍ کوز شول (۵۰۰) کاله نور په دنیا کې ژوندی و، کلي او ښارونه ئې اباد کړل،اولادونه ئې په کې میشت شول .

ملک الموت راغی په داسي حال کې چې (نوح علیه السلام) په لمرکې (ناست یا ولاړ) و سلام او احترامات ئې وړاندي کړل،نوح علیه السلام) ځواب ورکړ.

پوښتنه ئې وکړه: څنګه دپیښه وکړه اې ملک الموت؟.

 عرض ئې وکړ: راغلی یم چې ستا روح قبض کړم.

نوح(علیه السلام) وفرمایل: له لمر نه سیوري ته ورتلی شم؟.

ملک الموت عرض وکړ: هو.

حضرت نوح(علیه السلام) سیوري ته وګرځید او وئې فرمایل: اې ملک الموت!،هر څه چې په دنیا کې تیریږي(یا زما ژوند چې په دنیا کې تیر شو) داسي دی لکه له لمر نه سیوري ته ګرځیدل، نو په هغه څه عمل وکړه چې آمر درته شوی، حضرت ملک الموت ئې روح (مبارک) قبض کړ. والله اعلم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟