No-IMG

مونږ د شعار په حد کې د لومړۍ ډلې خلک يو!!!

ځان د الله تعالی په ميلياردونو بندګانو کې يو بنده ګڼل او د هغه د دين دعوت‌ګر کېدل جلا کار دی او د الله تعالی په ميلياردونو بندګانو کې ځان غوره بنده ګڼل او د الله تعالی په دين کې له الله تعالی سره ځان په کلي يا په نسبي بڼه شريک ګڼل جلا کار دی.

دا دوه جلا جلا کارونه د دوو جلا جلا ډلو له خوا ترسره کېږي.

زمونږ أعمال بيا د دې تثبيت او تعيين کوي چې مونږ د کومې ډلې خلک يو؟! ځکه چې د خبرو او شعارونو په نسبت أعمال ډېر مهم دي.

زما د مطالعې او تجربې په اساس مونږ د شعار په حد کې د لومړۍ ډلې خلک يو، خو عمل کې بيا د دويمې ډلې کارونه کوو. (اګر که ځينې قولا و عملاً په همدې ډله کې دي)

خو دا خبره واضحه ده چې اسلام د الله تعالی دين دی، يوازې د هغه اراده او رضاء په کې معتبره ده، په کُلِّي بڼه د چا د اخرت او عُقبیٰ مصير په دنيا کې مه ټاکئ، دا حصراً د هغه ذات صلاحيت دی چې عليمٌ بذات الصدور دی. د جنت او جهنم مستحقين د هغه د رضا مطابق معلومېږي، دا زما او ستا، يا زمونږ او د اهل کتابو په خواهش کې بند کار نه دی، قرآن کريم کې بيان دی:

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّـٰلِحَٰتِ سَنُدۡخِلُهُمۡ جَنَّـٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٗاۚ وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلٗا(١٢٢) لَّيۡسَ بِأَمَانِيِّكُمۡ وَلَآ أَمَانِيِّ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِۗ مَن يَعۡمَلۡ سُوٓءٗا يُجۡزَ بِهِۦ وَلَا يَجِدۡ لَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا(١٢٣) وَمَن يَعۡمَلۡ مِنَ ٱلصَّـٰلِحَٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَـٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ وَلَا يُظۡلَمُونَ نَقِيرٗا(١٢٤)  النساء

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟