No-IMG

په دیني چارو کې د حرام او تحريم الفاظو کارول دي

د يو زده‌کوونکي په توګه په هغه څه چې زه په کې هيڅ جرأت نه شم کولای، په دیني چارو کې د حرام او تحريم الفاظو کارول دي.

سخت تعجب کوم د هغو خلکو جرأت ته چې په منابرو، محافلو، په ټولنيزو شبکو او عامو مجالسو کې يې په خبره او نه خبره د (حرامِ قطعي)، (بالکل ناروا)، (مطلق ناجايز)، (په اسلام کې جواز نه لري) او داسې نورې جملې کاروي، دومره په اطمئنان او بې خوفه فتوی ډوله مرکې کوي، لکه الله تعالی چې دوی ته د تحريم فوق العاده صلاحيت ورکړی وي.

ما ډېر خلک ليدلي دي چې يو مکروه کار او حتی ځينې وخت مباح کار ته يې د حرامو حکم ورکړی دی، پوښتنه مې ترې کړې چې لومړی راته د (حرام) تعريف وکړه او بيا يې دلته په خپله خبره کې د حرام تعريف تطبيق کړه، نو وار پار ترې خطا شوی دی، خبره ترې اخوا دېخوا تللې، کله يې راته ويلي چې فلانکي صاحب په خپل فلانکي بيان او يا د فلانکي صاحب په فلانکي کتاب کې دا ذکر راغلی دی!

په خپل عصر کې د مدينې منورې د ستر إمام مالك رحمه الله په اړه راځي چې کله به ترې د يو شي د حُرمت په اړه پوښتنه وشوه، رنګ به يې والوت، خوَله به پرې ماته شوه؛ لکه د مرګ پيغام چې ورته راغلی وي!

اوس نو راشئ زمونږ په ټولنه کې زمونږ د مجالسو، محافلو او منابرو حالات وارزوئ، باور وکړئ چې نن سبا هر دين ته يا مذهبي ډلې ته منسوب شخص يو مستقل مفتي دی!!

کاش چې په دې برخه کې مو تر آخري کچې احتياط کولی، خو نه يې کوو!

هدانا اللّٰه جميعاً

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟