No-IMG

اې د الله رسوله!؛ موږ سخت زړي امتیان وبخښه ..

زه له کافي ډېرې مودې دا ارمان لرم چې يو ځل ستر انسان، محمد صلی الله عليه وسلم په خوب ووينم، مخې ته يې په مات زړه او ماتو ګونډو کېنم. په ځوړند سر، ژوبلو احساساتو او اوښلنو سترګو د خپل زړه دردونه ورته کتار کړم خو تر اوسه مې دا نېکمرغي نه ده نصيب شوې. که دا شپې مې په خوب وليد، نور هېڅ ورته نه وایم، فقط دا عرض ورته کوم:

اې د خدای رسوله!

تا په خپل ژوند مسلمانانو ته د سوکاله انساني ژوند تېرولو دا ملکوتي نسخه ښودلې وه چې:

"... ويعطي علی الرفق ما لا يعطي علی العنف."

"او خدای تعالی په نرمۍ هغه څه ورکوي چې په سختۍ يې نه ورکوي."

اې د خدای رسوله!

موږ دا ورځې دا ملکوتي نبوي نسخه يومخ هېره کړې، زموږ په ژوند، اخلاقو او معاملاتو کې یې هېڅ څرک نه ښکاري. موږ ستا د لارښوونې خلاف د نرمۍ پر ځای د سختۍ لار نیولې او سختي او تشدد مو د ژوند لويه برخه ده ځکه خو زموږ له ژونده خوند، رنګ او برکت الوتی.

نو اې د خدای رسوله!

د نرمۍ په اړه ستا د ژوند جوړوونکې لارښوونې په له پامه غورځولو موږ سخت زړي امتیان وبخښه ..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟