No-IMG

د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د ثور ۲۱مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي گلبدين حکمتيار د تېر په څېر د خپلو درسي حلقاتو او علمي محاضرو په لړۍ کې دا ځل هم يوه ډېره مُهمه او علمي لړۍ (د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندې د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي پيل کړه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کي گډون کړی وو.

نوموړي د يادې علمي لړۍ په پيل کي د تمهيد په ډول وويل:

دا رساله د قرآن د قَسَمُوْنُو تفسير ته ځانګړي شوې، د دې لپاره چي له يوې خوا په دې قسمونو له پوهېدو سره؛ په ډېرو هغو دلائلو پوهېدى شو چي قرآن د سترو سترو پوښتنو د ځواب لپاره وړاندي كړي، او په حقيقت كي د ډېرو مهمو او اساسي قضاياوو د اثبات لپاره د قرآن دلائل دي، په دې سره قرآن خپل مخاطب په هغو مهمو خبرو قانع كوي چي هغه ته ئې منل گران برېښي او په آسانۍ او له قوي دليل پرته ئې نه مني. په دې قسمونو كي د لاندي اساسي قضاياوو په څېر د مهمو مسائلو لپاره مضبوط دلائل وړاندي شوي:

1:            آيا قيامت حتماً راتلونكى دئ او دا دنيا به په بلي بدلېږي؟

 

2:            آيا انسان بېرته راژوندى كېدى شي؟

 

3:            آيا د قيامت د ورځي د مكافات او مجازات عقيده رښتينې ده؟

 

4:            آيا خداى يو دئ؟

 

5:            آيا واقعاً الله تعالى د دې عالم يوازينى واكمن، پالونكى او ساتونكى دئ؟

 

6:            آيا په رښتيا الله تعالى ظالمان په دنيا كي هم مؤاخذه كوي او خپل عذاب پرې نازلوي؟ او په آخرت كي به حتماً محاسبه ورسره كېږي؟

 

7:            آيا په دنيا كي هم انسان ته د عملونو بدله وركول كېږي؟

 

8:            د پيغمبر د حقانيت لپاره څه دليل لرو؟

 

9:            آيا په رښتيا دا قرآن د الله له لوري راغلى؟

 

10:         آيا دا خبره رښتيا ده چي انسان ته ډېر لوړ استعدادونه وركړى شوي؟

 

ښاغلي حکمتيار وويل:

دا مهمه رساله او په همدي اړوند درسي حلقات او د محاضرو دا لړۍ دقيقاً همدي پورتنيو پوښتنو ته په دقيق او کره ځواب ويلو ور ټوله ده چي په ترڅ کي به يي إن شاء الله تاسو د هري پوښتني کره او دقيق ځواب ترلاسه کړئ.

 

نوموړي زياته کړه:

له بلي خوا د قسمونو په اړە د مفسرينو تر منځ د رأيي ژور اختلاف شته، د رأيي دا اختلاف د قرآن مينه والو ته اكثراً زياتي ستونزي راولاړوي، نه پوهېږي د كوم مفسر تفسير او تعبير ومني؛ په دې رساله كي هڅه شوې چي د قرآن د مينه والو دغه ستونزه حل شي. دلته د هر قَسَمْ په اړە تر ټولو درنه او په قرآن مستنده رأيه رااخيستل شوې. د ډېر تفسيرونو او آراءو له منځه مضبوطه او مستنده ئې غوره شوې.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا: په كار خو دا وه چي په دې ارتباط د درنو مفسرينو بېل بېل آراء مو هم رانقل كړي واى، خو مونږ د دې لپاره د هغوى له راوړلو ډډە كړې چي په دې محدودي وړې رسالې كي ئې مجال نه وو، دا كار مو په خپله لوستونكو ته پرېښى. هغو درنو لوستونكو ته چي د تحقيق اراده لري؛ دا وړانديز كوو چي په دې رسالې كي تر هر تشريح شوي قسم مخكي؛ نور تفاسير وگوري، د دوى تر منځ د رأيي له اختلاف ځان خبر كړي، د هر يوه رأيه په غور او دقت سره وڅېړي، بيا ئې د دې رسالې د شرحي په خوا كي كېږدي او وگوري چي آيا مونږ دلته تر ټولو قوي او په قرآن مستند تفسير غوره كړى كه نه؟

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير زياتوي چي:

د ځينو مهمو مسائلو د اثبات لپاره په قرآن كي دا اسلوب غوره شوى چي په داسي څرگندو او واضح شيانو استناد او استشهاد وشي چي مخاطب ئې د يوه حقيقت په توگه مني او دا حقيقت د قرآن همدا مدعىٰ ثابتوي، خو دا استشهاد د لوړي او قَسَم په څېر او صيغه شوى، په دغو مواردو كي اكثراً په هغو شيانو لوړه شوې چي كاملاً محسوس، مشهود او څرگند دي او هر ليدونكي ته د فهم او درك وړ، دا طبيعي ده چي د يوه داسي مهم او د مناقشې وړ مطلب د اثبات لپاره چي قرآن ئې ثابتول غواړي او د قرآن مخاطب د هغه په منلو كي ترديد لري؛ مجرده ادعاء نه مني او دلائلو ته منتظر وي، بايد په داسي دلائلو استشهاد وشي چي د نزاع او اختلاف وړ نه وي او مخاطب ته كاملاً واضح او څرگند وي او انكار نشي ترې كولى. د اختلافي او قابل نقاش ادعاء د ثبوت لپاره په يوه غير ملموس او غير قابل فهم شي باندي استشهاد نشي كېدى. تاسو د قرآن د تلاوت په جريان كي حتماً دا مشاهده كوئ چي د طبيعت په ډېرو بارزو او څرگندو شيانو لكه لمر، سپوږمۍ، آسمان، ستوري، زمكه، فجر، شفق، شپه، ورځ او دې ته ورته شيانو لوړە شوې او بيا د قسمونو په پاى كي او اكثراً له هغوى سره متصل يوه ستره او ډېره مهمه ادعاء عنوان شوې او په حقانيت ئې تأكيد شوى او همدغه قسمونه ئې د شاهد او دليل په توگه وړاندي شوي. په ډېر لږ غور او دقت سره په دې مطلب پوهېدى شو چي د قسمونو او د هغوى د ځواب تر منځ ژور او دقيق ارتباط شته، داسي چي واقعاً (مقسم به) شيان د قسم د ځواب او له قسم وروسته راتلونكې ادعاء په حقانيت شهادت وركوي. همدغه ژور ارتباط ته په پام سره مفسرين په دې عقيده دي چي د قرآن قسمونه داسي نه دي چي د يوه شي عظمت ته په پام سره پر هغه استناد كېږي؛ بلكي د استشهاد لپاره دي؛ نه د دغو شيانو په عظمت د اعتراف له مخي رښتيا ويلو لپاره. قرآن مؤكد شهادت د قسم په نامه ياد كړى؛ لكه د المنافقون د سورې په دې آيت كي:

(إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ) ١

(كله چي منافقين تا ته درغلي ويلي ئې دي: گواهي وركوو چي يقيناً ته حتماً د الله رسول يې، په داسي حال كي چي الله پوهېږي ته د ده رسول يې او الله گواهي وركوي چي منافقين يقيناً دروغجن دي.)

يعني منافقين چي كله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راتلل نو په بشپر تأكيد سره به ئې د ايمان ادعاء كوله؛ خو په حقيقت كي ئې ايمان نه درلود او دروغ ئې ويل. د دوى همدې تأكيدي شهادت ته په ورپسې آيت كي د قسم (أيمان) نوم وركړى شوى:

(ٱتَّخَذُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ جُنَّةٗ فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّهُمۡ سَآءَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ) ٢

(خپل قسمونه ئې د يوه ډال په توگه نيولي؛ نو د الله له لاري ئې ډډه وكړه، يقيناً چي هغه څه بد دي چي دوى كولو.)

يعني د منافقينو مخكينۍ مؤكده دروغجنه گواهي؛ قسم گڼل شوى. له دې معلومېږي چي د قرآن په قاموس كي د قسم معنىٰ گواهي او شهادت دئ، په كوم څه قسم كول داسي دي لكه هغه د شاهد په توگه وړاندي كول؛ څوك چي پر الله تعالى لوړه كوي معنىٰ ئې دا ده چي الله پر خپلي وينا شاهد نيسي. احناف شهادت او قسم په بشپړه توگه سره ورته گڼي، هم د معنىٰ او مفهوم له پلوه او هم د حكم او اعتبار له پلوه؛ د دوى د رأيي د تأييد لپاره دغه آيت كافي دئ. خو ځيني قسم او شهادت بېل بېل گڼي؛ هم د معنىٰ له پلوه او هم د حكم او اعتبار له پلوه؛ حال دا چي دا وينا نه يوازي د قرآن د دغه صريح آيت خلاف ده بلكي له گڼ‌شمېر نورو آيتونو سره اړخ نه لگوي.

خو د قرآن په څو محدودو آيتونو كي داسي قسمونه هم گورو چي (مقسم به) ئې له دقت او غور وروسته او له قرائنو معلومولى شو، دلته داسي صيغې راغلې چي په ډېرو شيانو ئې اطلاق كېدى شي، پدغو ډېرو شيانو كي اصلي او مقصودي شىء موندل د پوره دقت غوښتنه كوي، په سطحي نظر د هغه موندل گران وي، دلته ده چي د مفسرينو تر منځ شديد اختلاف راولاړېږي.

 

قدرمن مشر زياته کړه:

د ځينو دغو قسمونو په اړە خو په تفاسيرو كي په لسهاوو آراء گورو؛ د مثال په توگه د الفجر د سورې په درېيم آيت كي په "الشفع والوتر: جفت او طاق" لوړە شوې چي تر 36 زيات تفسيرونه ئې شوي!! خو دې ته مو بايد پام وي چي په دې ټولو تفسيرونو او تعبيرونو كي يوازي يو ئې صحيح كېدى شي او بس؛ هماغه صحيح دئ چي د آيت اصلي او دقيق مراد په گوته كړي.

كه په قرآن كي له داسي مواردو سره مخامخ كېږو چي د "مقسم به" لپاره استعمال شوې صيغه په ډېرو شيانو تطبيقېدى شي لكه "النازعات"، "الناشطات"، "السابحات"، "المرسلات"، "الناشرات"، "الفارقات" او دې ته ورته؛ نو په هغه صورت كي بايد څو اساسي او مهمي خبري په پام كي ولرو:

 

الف:        تر ټولو د مخه بايد د دغو الفاظو اصلي معنىٰ او تفسير په قرآن كي ولټوو.

 

ب:           دا شيان بايد د قسمونو په اړە د قرآن د عام اسلوب په رڼا كي تفسير كړو، لكه څنگه چي په اكثرو مواردو كي "مقسم به" څرگند او واضح شيان او د قرآن هر مخاطب ته قابل فهم دي، پدغو محدودو مواردو كي هم بايد داسي شيان مراد وي چي څرگند، قابل فهم او قابل درك وي. نبايد هغه له سترگو پټ او غيبي شيان وگڼو او نه داسي شيان چي د قرآن هر مخاطب ئې نه مني. د الطارق په مباركي سورې كي د دغسي مواردو په اړە مونږ ته ډېره غوره لارښوونه شوې، هلته پر "الطارق: د شپې لخوا څرگندېدونكي او ور ټكوونكي" باندي لوړە شوې، د "الطارق" اطلاق په ډېرو شيانو كېدى شي، خو قرآن په دې پسي متصل فرمايي: آيا پوهېږې چي "الطارق" څه دئ، "الطارق" ځلانده ستورى "النجم الثاقب" دئ. كه قرآن په خپله دا «الطارق» نه وى معرفي كړى نو معلومه نه ده چي د دې په تفسير كي به هم د مفسرينو تر منځ څومره ژور اختلافات راولاړ شوي وو. پكار ده چي ټول دې ته ورته موارد د دغي لارښووني مطابق تفسير شي.

 

ج:           قسمونه بايد له قسم وروسته ادعاء ثابته كړى شي او د قرآن هر مخاطب قانع كړى شي، هر هغه تفسير چي د قسم او ځواب تر منځ ئې دا تړاو او رابطه په گوته نكړى شي؛ هغه ضعيف تفسير او كمزورې توجيه وگڼئ.

 

ح:           د قرآن د الفاظو په ترجمه كي مخصوصاً هلته چي يو لفظ ډېري معاني ولري او د ټولو له منځ د يوې غوره كول غور او دقت وغواړي بايد څو ټكي مراعات كړو:

لومړى: بايد د هغو الفاظو په رڼا كي د هغه مناسبه معنىٰ غوره كړو چي ترې مخكي او وروسته راغلي او له هغوى سره ئې يو ځاى خاص كلام جوړ كړى. د همدې خاص كلام مجموعي مطلب د هر لفظ معنىٰ په خپله واضح كوي؛ كه تاسو د يوه چا د وينا په اكثرو برخو پوه شئ نو د همدې په رڼا كي د هغه د وينا په هغو برخو او هغو الفاظو هم پوهېدى شئ چي له دې مخكي د هغه په معنىٰ نه پوهېدئ. له يوه كلام روغه او سالمه انتباه د مبهمو الفاظو معنىٰ واضح او مشخص كوي.

 

دوهم. بايد له دې مخكي او وروسته آيتونو ته رجوع وكړو او د هغوى په رڼا كي ئې معنىٰ معلومه كړو.

 

درېيم.       كه ونه توانېدو چي په مربوطه آيت او له هغه وروسته او مخكي آيتونو كي ئې معنىٰ پيدا كړو نو بايد په ټول قرآن كي ئې لټه وكړو، قرآن ته په مراجعې سره به حتماً د هغه شرح او تفسير بيامومو، ځكه د قرآن آيتونه يو بل تشريح كوي، مجمل آيتونه ئې په مفصلو كي تفسير او توضيح شوي، يو مطلب په يوه ځاى كي په خاصو الفاظو په مجمل ډول ذكر شوى خو په بل ځاى كي همدا مطلب په نورو الفاظو سره په مشرح او مفصل ډول راغلى، قرآن د الله كتاب دئ، مكمل او له هر نقص او عيب منزه، هرڅه ئې واضح او مبين، قرآن له دې عيب منزه دئ چي په هغه كي دي داسي څه ويل شوي وي چي هر مخاطب ته ئې غامض وي او په خپله ئې وروسته يا مخكي د هغه وضاحت نه وي كړى. خو كه احياناً په ټول قرآن كي د هغه د شرحي په موندلو بريالي نشو نو دا بايد خپل عيب او نقص وگڼو او په دې باور وو چي مونږ په خپله كافي او لازم غور او دقت نه دئ كړى او له همدې كبله په قرآن كي د هغه د شرحي او تفصيل په موندلو نه يو بريالي شوي كه نه نو په قرآن كي حتماً د دې وضاحت شوى. بيا بايد د پيغمبر عليه السلام په احاديثو كي د هغه په مطلب د پوهېدو لټه وكړو، حديث د قرآن شرح او تفسير دئ. له دې وروسته به دا گورو چي آيا صحابه وو او د دوى دور ته نږدې مفسرينو په دې اړﮦ څه ويلي كه نه، د دوى په رواياتو او آراءو كي داسي رأيه شته چي له ثقه راويانو روايت شوې وي او په قرآن او حديث مبتني وي؟

راځو د قسم موضوع ته؛ انسان چي كله د خپل مخاطب حالت داسي وگوري چي د ده د خبري په منلو كي متردد دئ؛ نو د هغه د تشويش رفع كولو او په خپلي خبري د متقاعد كولو لپاره په داسي څه قسم او لوړە كوي چي مخاطب پرې باور وكړي او دا يقين ئې راشي چي اوس نو دى حتماً رښتيا وايي.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

د الله په نامه د لوړي او قسم معنىٰ دا ده چي مونږ الله په خپلو خبرو شاهد نيسو او په دې سره مقابل لوري ته ډاډ وركوو چي رښتيا وايو. په قرآن كي هم د هغو مهمو مطالبو او سترو سترو خبرو د اثبات لپاره چي د قرآن مخاطب ئې له قوي دلائلو پرته نه مني؛ له دغه اسلوب كار اخيستل شوى. مونږ پداسي څه لوړە كوو چي مخاطب مو باور وكړي چي د دې "مقسم به" د عظمت له امله حتماً رښتيا وايو. خو په قرآن كي قسم د استشهاد لپاره راځي، د "مقسم به" په عظمت د اعتراف لپاره نه بلكه د خپلي ادعاء د اثبات لپاره د شاهد او گواه په توگه وړاندي كېږي. پر الله تعالى د قسم دقيقه معنى هم دا ده چي موږ خپل رب پر دې شاهد نيسو چي رښتيا وايو. عادتاً بايد د يوه مطلب د اثبات او د مخاطب د اقناع لپاره په داسي څه استشهاد وشي چي د مخاطب له نظره كاملاً مسلم او منل شوى حقيقت وي او هغه ئې د واضح او څرگند دليل په توگه ومني او په اړه ئې هيڅ شك او ترديد ونلري. هيڅوك په يوه نامسلم او نامنل شوي دليل د يوې متنازع فيها ادعاء او لانجې د اثبات هڅه نه كوي او طبعاً چي داسي هڅه نامعقوله او بې فايدې ده.

 

قدرمن مشر زياتوي چي:

د قرآن د قسمونو په تفسير كي د مفسرينو تر منځ د رأيي شديد اختلاف گورو، حتي د صحابه وو او د دوى دور ته د نږدې مفسرينو تر منځ هم؛ په احاديثو كي په دې اړە هيڅ روايت نه لرو، د قرآن د تفسير په اړﮦ د احاديثو په كتابونو كي ډېر محدود روايات لرو، په صحيح ترمذي كي تر نورو كتابونو دا راز احاديث زيات نقل شوي؛ خو د هغوى شمېر هم دومره دئ لكه د قرآن د هري سورې په اړە يوازي يو حديث؛ د مفسرينو تر منځ له دې اختلاف هم معلومېږي چي په دې اړﮦ ثقه روايات محدود دي؛ ځكه چي د ثقه رواياتو په شتون كي دوى اختلاف نشو كولى. نو دې حقائقو ته په پام سره په كار ده چي مونږ د درنو مفسرينو له آراءو د هغه چا رأيه غوره كړو چي په قرآن مستنده وي او د خپلي شرحي د اثبات لپاره ئې د قرآن په آيتونو استناد كړى وي.

 

له پورتني تمهيدي او مقدماتي وضاحت وروسته نوموړي د يادې لړۍ د لومړني عنوان «الطور» سورې په پيل کي راغليو قسمونو توضيح او تشريح ته إشاره وکړه او ويې ويل:

(هيڅوك او هيڅ څه ظالمان د الله له عذاب نشي ژغورلى.)

 

د همدي پورتنئ إدعاء د اثبات لپاره د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير زياته کړه:

د الطور په مباركي سورې كي د پورتنۍ خبري د اثبات لپاره د فرعون غرقېدل او د يوه داسي چا په لاس د ده ظالمانه واكمني نسكورېدل د دليل په توگه وړاندي شوى چي له كتاب پرته ئې بل څه په لاس كي نه وو، د دې سورې لاندي آيتونه دا مطلب داسي بيانوي:

وَٱلطُّورِ ١

قسم په طور.

وَكِتَٰبٖ مَّسۡطُورٖ ٢

قسم په ليكل شوي كتاب،

فِي رَقّٖ مَّنشُورٖ ٣

په نشر شوو پاڼو كي

وَٱلۡبَيۡتِ ٱلۡمَعۡمُورِ ٤

قسم په آباد شوي كور.

وَٱلسَّقۡفِ ٱلۡمَرۡفُوعِ ٥

قسم په لوړ شوي چت.

وَٱلۡبَحۡرِ ٱلۡمَسۡجُورِ ٦

قسم په ډك شوي بحر.

د قسمونو ځواب دا دئ:

إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَٰقِعٞ ٧ مَّا لَهُۥ مِن دَافِعٖ ٨

(بي شكه چي ستا د رب عذاب حتماً واقع كېدونكى دئ؛ هيڅ دفع كوونكى ئې نشته.

بايد وگورو چي دلته د الطور، كتاب مسطور في رق منشور، البيت المعمور، السقف المرفوع او البحر المسجور معنى څه ده او دا شيان څنگه په دې شهادت وركوي چي ستا د رب عذاب حتماً واقع كېدونكى دئ او هيڅ دفع كوونكى ئې نشته.)

د دغو قسمونو د تفسير لپاره بايد تر هر څه وړاندي قرآن ته رجوع وكړو، بايد په خپله د قرآن په متن كي د دې قسمونو تفسير ولټوو او د قرآن په مرسته د هغوى په مطلب ځان پوه كړو. خو بايد وگورو چي په قرآن كي د دغو شيانو اصلي مطلب موندلى شو كه نه؛ كه په قرآن كي په دې اړە څه وضاحت شوى وي نو دا بايد مونږ بلي هري مرجع ته له مراجعي مستغني كړي.

د نوموړي پر وينا

اكثراً يو لفظ د ډېرو شيانو لپاره استعمالېږي او بېلي بېلي معناوي ترې اخيستل كېږي، په يوه محل كي يوه معنىٰ او په بل كي بله معنىٰ، د موقعيت او محل له مخي د لفظ معنىٰ تغيير كوي. اصولاً د هر لفظ معنىٰ او مفهوم بايد تر ټولو د مخه په هغي جملې كي ولټوو چي دا لفظ پكى راغلى او بيا د همدې جملې مخكي او وروسته جملو او بيا په ټول مضمون كي يي لټول اړين او ضروري دي. د قرآن د هر لفظ معنى هم بايد تر ټولو مخكي په هغه آيت كي ولټوو چي دا لفظ پكي راغلى، بيا په مخكنيو او وروستنيو آيتونو، بيا په مربوطه سورة او بيا په ټول قرآن كي.

 

قدرمن مشر وويل:

د الطور د سورې په دې قسمونو كي يو ئې ډېر واضح دئ او په قرآن كي مكرر ياد شوى: الطور؛ هغه غر چي موسى عليه السلام پكي په پيغمبرۍ مبعوث شو او د الله له لوري د فرعون مقابلې ته ولېږل شو. د قرآن په څېر د بليغ كلام تقاضىٰ دا ده چي دا وروستي شيان هم بايد د موسى عليه السلام له قصې سره تړاو ولري. راشئ وگورو چي د موسى عليه السلام په قصې كي دا پاته شيان موندلى شو كه نه. كه په قرآن كي له فرعوني نظام سره د موسى عليه السلام د مقابلې د قصې بېلي بېلي برخي وڅېړو نو څو تر ټولو ستري او حساسي پېښي او ډېر بارز نقاط د هر لوستونكي پام جلبوي:

موسى عليه السلام د طور په غره كي هغه مهال په پيغمبرۍ مبعوث او د فرعون مقابلې ته ولېږل شو چي له تقريباً لسو كلونو هجرت وروسته له مدين د مصر په لور روان وو، د شپې په تياره كي ئې لار وركه كړە، لږ لري د غره په ډډە كي رڼا په نظر ورغله، په دې هيلي هغه لور ته روان شو چي هلته به شپانه وي او ده ته به لار وښيي او يا به د اور كومه سكروټه ترلاسه كړي او خپل ماشومان به له يخني وژغوري، خو هلته د الله تعالى له لوري په پيغمبرۍ مبعوث شو او د فرعون د مقابلې هغه ستره دنده ورپه غاړە شوه چي تر خپل توان ئې ډېره ستره او درنه گڼله.

 

دوهم: په ټولو پيغمبرانو كي يوازي موسىٰ عليه السلام ته داسي كتاب وركړى شوى چي تيار په لوحو كي ليكل شوى او مسطور وو، نورو ته د كتابونو او صحيفو يوازي وحي شوې، مسطور او ليكل شوي كتابونه او صحيفې ندي وركړى شوي.

 

درېيم: د فرعون مېرمني آسيه په موسى عليه السلام ايمان راووړ، فرعون تر شديد تعذيب لاندي ونيوله، د هغې په پښو او لاسونو ئې ميخونه ټكوهل؛ په دې موخه چي له ايمان لاس واخلي، خو دغه مؤمنه او پر خداى مينه ښځه د همدې شديد عذاب په وخت كي نه يوازي پر خپل ايمان ټينگار كوي او د فرعون په قصر كي او د ده تر څنگ له ژوند بېزارى اعلانوي، بلكي له خپل رب غواړي چي خپل لوري ته ئې وبلي او په خپلي خوا كي ورته "بيت: كور" جور كړي. او الله تعالى ئې سوال مني او په جنت كي ورته دا كور جوړوي.

(وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ)11 التحريم: 11

(او الله د هغو لپاره چي ايمان ئې راوړى د فرعون د مېرمني مثال بيان كړى چي وئې ويل: اې زما ربه! ما ته په خپلي خوا كي په جنت كي يو استوگنځى جوړ كړه او له فرعون او د ده له عمل مي وژغوره او له دغه ظالم قوم مي وژغوره.)

يعني الله تعالى د هغو لپاره چي ايمان ئې راوړى؛ د فرعون د مېرمني مثال بيان كړى چي د فرعون له ملگرتيا ئې خپل برائت اعلان كړ، الله تعالى ته ئې مخه كړه او په خپلي دعاء كي ئې وويل: اې زما ربه! ما ته په خپلي خوا كي په جنت كي يو استوگنځي جوړ كړه، د فرعون له ملگرتيا او د ده په لار له تگ مي وژغوره او د دغو ظالمانو له منگولو نجات را!

په دې سره قرآن غواړي مونږ پوه كړي چي فرعون د خپل اقتدار د بقاء او د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره څه كول او په څنگه څنگه سختو عذابونو ئې تعذيبول، چي له يوې ښځي سره او هغه هم د ده مېرمن؛ داسي سلوك كېږي نو له نورو مخالفينو سره به د فرعون معامله څنگه وه؟ له دې ښه معلومېدى شي چي فرعون به له خپلو مخالفينو سره څه كول!!

 

څلورم: فرعون خپل وزير هامان ته وايي: د پخو خښتو لوړ "صرح: ماڼۍ او قصر" راته جوړ كړە چي بر آسمان ته وخيژم او وگورم چي هلته د موسىٰ رب شته كه نه!! هغه فرعون ته داسي "مرفوع سقف"، نه د اوسېدو قصر، جوړ كړ چي په تاريخ كي ئې مثال نه ليدل كېږي. يعني دا كوم قصر نه وو بلكي فقط لوړ كړل شوى چت وو؛ د مصر د اهرامونو د معرفي لپاره تر ټولو دقيقه وينا همدا ده؛ چي دا فقط لوړ كړى شوي چتونه دي.

 

پنځم: د موسىٰ عليه السلام او د فرعون د مقابلې قصه هلته پاى ته رسېږى چي فرعون له خپل لښكر سره په بحر كي غرق شو، ټول بحر د دوى په مړو "مسجور: ډك" شو او موسى عليه السلام او ملگرو ته ئې په همدې بحر كي الله تعالى نجات وركړ.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

اوس او له دې توضيح وروسته په دې خبري پوهېدل آسان دي چي په دې قسمونو سره په حقيقت كي هغو سترو سترو پېښو ته اشاره شوې چي له فرعون سره د موسىٰ عليه السلام د مقابلې د تاريخي قصې بارز نقاط او حساس او له پند ډك پړاوونه دي او د ټولي قصې خلاصه وړاندي كوي او همدا سلسله په دې شهادت وركوي چي ستا د رب عذاب هرو مرو واقع كېدونكى دئ. كه فرعون ونه توانېدو چي د الله له عذاب ځان وژغوري، نه قصرونو وژغورو، نه لښكرو او نه د مخالفينو تعذيب او ځورونو؛ نو په دې كي شك مه كوه چي ظالمان او فرعونان په هيڅ څه نه د الله تعالىٰ حتمي عذاب دفع كولى شي او نه ئې ځنډولى.

 

د نوموړي پر وينا

كه په قرآن كي د دې قسمونو په اړە له دې ټول وضاحت سره سره څوك د خپلي خوښي او رأيي تفسير كوي او له كتاب مسطور، بيت المعمور، سقف المرفوع او بحر المسجور؛ داسي تعبير وړاندي كوي چي نه له قرآن كوم دليل ورته په گوته كولى شي او نه د قسمونو او ځواب تر منځ تړاو او رابطه ښودلى شي، دا تفسير تفسير بالرأى دئ، كه هر مفسر ته منسوب شوى وي؛ د منلو نه دئ، كه كوم معتبر مفسر ته د دې رأيي د انتساب له كبله؛ د دې په ځاى چي د قرآن په دې وضاحتونو او د قرآن په رڼا كي د دې قسمونو د تفسير په اړە شك وكړو بايد برعكس دې منلي شخص ته دا انتساب غلط وگڼو او په پوره ډاډ او اطمئنان سره ووايو چي يا دغه مفسر اشتباه كړې او يا راوي غلط شوى. بايد په دې كي هيڅ شك ونكړو چي له دې قسمونو مراد فقط او فقط همدا د موسى عليه السلام او د فرعون د قصې هغه پنځه مهمي پېښي دي چي په قرآن كي ذكر شوې دي نه بل څه. دا سمه خبره نه ده چي څوك د قرآن په مقابل كي د بل چا خبري ته اعتناء وكړي او د هغه په خاطر د يوه آيت داسي تفسير ومني چي له قرآن سره اړخ نه لگوي.

 

دغه راز د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير وويل:

د الطور د سورې د قسمونو له دې شرحي څو نتيجې ترلاسه كوو:

1:            قسمونه د يوې مهمي مدعىٰ د اثبات لپاره راغلي.

 

2:            دا قسمونه هم په خپل منځ كي او هم د قسمونو له ځواب سره ژوري اړيكي لري.

 

3: لكه څنگه چي انسان په خپلي مدعىٰ د خپل مخاطب د قانع كولو لپاره قسم ته پناه وړي او پداسي څه لوړە كوي چي د مخاطب زړە ته ئې له قسم وروسته دا خبره ولوېږي چي اوس نو دى حتماً رښتيا وايي، همدا راز قرآن د خپلو مهمو ادعاءگانو د اثبات لپاره له همدې اسلوب كار اخلي، پداسي څه لوړە كوي چي مخاطب ته واضح او څرگند وي او د مدعى د اثبات په اړە د دليل حيثيت ولري، مخاطب متقاعد كړي او د شك مجال ورته پري نږدي.

 

4:            هيڅوك د خپلي ادعاء د اثبات لپاره داسي دليل نه وړاندي كوي چي مخاطب ته ئې مجهول، غير قابل فهم او تر اصل مدعى زيات ناڅرگند وي. قرآن د لمر، سپوږمۍ، آسمان، زمكه، شپه، ورځ، سباوون، ستوري او دې ته ورته څرگندو او واضح شيانو لوړە كوي او د خپلي ادعاء د ثبوت لپاره ئې د څرگند دليل په توگه د مخاطب مخي ته ږدي.

 

5:            د دې نتائجو له مخي د هغو كسانو په اړە چي وايي: له سقف المرفوع مراد آسمان دئ او له بيت المعمور مراد هغه بيت المعمور چي په آسمان كي ده او له بحر المسجور مراد د قيامت په ورځ په بحرونو اور گډېدل او د نورو قسمونو په اړە دې ته ورته نظريات لري؛ وايو: په دې سره دوى څو اشتباهات كوي:

 

الف.        د كلام د نظم، يووالي او همغږي غوښتنو ته ئې پام نه دى كړى، نه ئې د قسمونو تر منځ يووالي ته اهتمام كړى او نه د قسمونو او ځواب تر منځ ارتباط ته.

 

ب.           آسمان او په آسمان كي بيت المعمور څنگه په دې شهادت وركوي چي د الله عذاب حتماً راتلونكى دئ؟

 

ج.           كافر خو نه بيت المعمور مني او نه د قيامت په ورځ د بحرونو اور اخيستل، نو څنگه به پر هغوى قسم سره په دې خبري قانع شي چي په رښتيا د الله عذاب واقع كېدونكى دئ؟!

 

دال.         د "مسجور" اصلي معنى "ډك" ده؛ نه اور اخيستى.

 

س.          دا خو تفسير بالرأى شو؛ دا دوى ولي د قرآن په وضاحت اكتفاء نكوي او خامخا داسي رأيه وړاندي كوي چي په قرآن كي ورته دليل نشي موندلى.

 

ش.          كه په قرآن كي د موسى عليه السلام او فرعون په هغي قصې كي چي له "طور" شروع او په "بحرالمسجور" پاى ته ورسېده، مونږ دا ټول قسمونه موندلى شو، نو بيا ولي بايد په دې اكتفاء ونكړو؟! دا پداسي حال كي چي يوازي په دې سره هم د قسمونو تر منځ او هم د قسمونو او ځواب تر منځ ئې ژور ارتباط مراعات كېږي او دا خبره په ډاگه كېږي چي د الله د واقع كېدونكي عذاب مخه هيڅوك نشي نيولى، په بحر كي د فرعون غرقېدل ئې ښه واضح مثال دئ.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم مُقنع او تفصيلي ځوابونه وويل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه او علمي محاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟