No-IMG

مهم ترین های امروز پنجشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ح.ا.ا امیر حکمتيار حفظه الله: موږ د اسلامي امارت له چارواکو سره تماسونه لرو، مشورې ورکوو او راتلونکو إحتمالي خطراتو ته يې پام اړوو چې له نېکه‌مرغه هغوی هم يادې ستونزې درک کړي او تر ډېره بريده يې له نورو جهتونو سره د يووالي او تفاهم لاره نېولې.

: ‏اکسفورد اتحادیه کې د حمدالله محب وینا د افغانانو د شدیدو مخالفتونو او اعتراضونو سره سره د پاکستاني محصلینو د اتحادیې د هڅو او ملاتړ له برکته ترسره شوه.

‏په اکسفورډ اتحادیه کې د تښتیدلي ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وینا چې په لندن کې د عامو افغانانو او افغان محصلینو له سختو مخالفتونو سره مخ وه؛هغه وخت ترسره شوه، ‏چې په اکسفورډ پوهنتون کې د پاکستاني محصلینو اتحادیې غړو ترې ملاتړ وکړ او د یو کمپاین په پیل کولو سره یې د وینا د لغوه کیدو مخه ونیوله.

: ‏حامد کرزی رییس جمهور پیشین کشور با دیبورا لاینز نماینده سازمان ملل در افغانستان دیدار کرده است.

در این دیدار، هر دوجانب در مورد بازگشایی هر چه زودتر مکاتب دختران و برگشت زنان به محل کار بحث نموده اند.

‏دفتر مطبوعاتی حامد کرزی گفته است،رییس جمهور پیشین و دیبورا لاینز همچنان در مورد گزارش های اخیر درگیری ها در کشور نیز ابزار نگرانی کرده و تاکید نمودند که حکومت سرپرست وظیفه دارد تا همه را در یک گلیم جمع نموده، اتحاد ملی را مستحکم و صلح و ثبات را از راه گفت‌وگو تامین نماید.

: ‏د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره په سپېدار ماڼۍ کې کتلي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د اغلې لاینز په حواله ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري او له دې هېواد سره مرستې ته لېواله ده.

: ‏د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې چارواکو هېواد کې پر اقتصادي وضعیت او د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

: ‏افغان او قطري لوري د هوايي ډګرونو پر مدیریت بحثونه کړي دي. د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن تر غرمې مخکې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال له سردار عمرزاکوف سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

: ‏حنیف اتمر: لا مو کابل، مزار، کندوز کې د ولسي وګړو د مرګونو غم تېر نه و چې پنجشیر، اندراب او تخار کې مې د هېوادوالو د وحشیانه وژنو خبر واورېد.

وایي، په هیڅ سیاسي، نظامي کتاب او قانون کې داسې وحشي کړنې روا نه دي.

: ‏د بدخشان چاپېریال ساتنې ریاست:

د ځنګلي بزو د نایاب نسل (مارکوپولو) د ښکار مخه مو نیولې او ورک شوی نسل یې بدخشان کې بیا په ډېرېدو دی.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر فایق:

ډېر ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه د افغان شخصیتونو لویه او ملي ناسته راوبولو.

وایي، دا ناسته به ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نماینده ګۍ په ابتکار او کوربه توب جوړه شي.

: ‏د رییس ‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو ځانګړي کمېسیون د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په پار د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د کانونو او پترولیم وزارت او د صنعت او سوداګرۍ خونې مسؤلینو ته دنده سپارلې چې په یاده برخه کې څېړنې ترسره او د کمېسيون ‏راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره لږ تر لږه د ۳۰ کلونو لپاره خام مواد ورکولی شي.

: ابراهیم رئیسی، رئیس‌ جمهور ایران با شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، امیر قطر که در راس یک هیات بلندپایه سیاسی و اقتصادی به تهران سفر کرده است، در مجموعه سعدآباد دیدار و گفت‌وگو کرد.

به گزارش خبرگزاری «ایرنا»، رئیسی، در نشست خبری مشترک با آل ثانی اظهار داشت: در مذاکراتی که امروز با امیر قطر داشتیم علاوه بر تاکید بر گسترش روابط بین ایران و قطر در حوزه‌های سیاسی، اقتصادی، تجاری، فرهنگی، گردشگری و انرژی تاکید شد که سرمایه گذاری‌های مشترکی بین دو کشور انجام شود و توسعه و گسترش روابط دو کشور مورد تاکید ما بود.

: ‏سالانه 4400 نفر بر اثر آلودگی در ایران می‌میرند.

محسن فرهادی، معاون فنی مرکز سلامت و محیط کار وزارت بهداشت، درمان و آموزش پزشکی گفت که سالانه 4400 تن بر اثر آلودگی_هوا در این کشور جان خود را از دست می‌دهند.

: ‏دیدار علمای اهل‌سنت ایران با رئیسی.

مولانا عبدالحمید و جمعی از علمای اهل‌سنت مناطق مختلف ایران، دیروز چهارشنبه (21 اردیبهشت 1401) به مدت یک‌ونیم‌ ساعت با سید ابراهیم رئیسی، رئیس‌جمهور این کشور در تهران دیدار و گفت‌وگو کردند.

: ‏استقبال ناتو از تصمیم فنلاند برای عضویت در این نهاد.

: ‏پاسخ ترکیه به ادعای ایران در خصوص سدهای ترکیه.

 وزارت امور خارجه ترکیه تاکید کرد که این ادعا که سدهای کشور باعث ایجاد طوفان‌های شن و گرد و غبار در ایران شده کاملا غیرعلمی و علت اصلی طوفان‌های شن، گرد و غبار بیابانی است که از آفریقا و خاورمیانه می‌ آید.

: ‏روسیه: درصورت عضویت فنلاند در ناتو گام‌های نظامی برمی‌داریم.

: ‏ازبکستان:‏راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره لږ تر لږه د ۳۰ کلونو لپاره خام مواد ورکولی شي.

د ترمذ ـ مزار ـ کابل ـ پېښور ترمنځ د ریل ګاډي پټلۍ جوړولو لپاره نهایي ناسته رابولو.

: ‏تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک:

واشنګټن له تاجکستان سره د افغان هوایي ځواک د راتښتول شویو الوتکو په اړه خبرو ته کېني.

: ‏د سریلنکا خونړی شوی اقتصادي بحران:

قهرجن لاریونوال په ګرځبندیز سربېره هم سړکونو ته راوځي، املاکو او موټرو ته اور اچوي.

مستعفي صدراعظم یې سمندري نظامي اډې ته تښتېدلی او پولیسو سره اخ و ډب کې ۹ کسان مړه، ۲۰۰ نه زیات ژوبل دي.

: ‏چین:

چون چنګ ژیانګبي هوایي ډګر کې یوه الوتکه له رن وې منحرفه شوې او اور یې اخیستی.

۳۶ مسافر په کې ژوبل دي.

: ‏اوکراین:

د جګړې له پیله مو تر اوسه ۲۶ زره ۳۵۰ روسي عسکر وژلي، ۱۹۹ جیټ، ۳۹۰ ډرون الوتکې او ۱۶۰ څرخکې مو رانسکورې کړي، ۱۲۸۷ زرهي ټانکونه، ۲۸۵۶ نظامي زرهي موټر، ۱۹۹۷ نظامي لارۍ او ۵۲۷ توپونه مو ترې ویجاړ کړي دي.

: ‏د اوکراین، پارلمان یو قانون پاس کړ چې څوک هم د روسیې د برید ملاتړ کوي، ځمکه، شتمني هر څه به ترېنه دولت قبضه او لاندې کوي.

: ‏د ډالر پر وړاندې د پاکستاني کلدارو ارزښت په لويدو دی. د پاکستان په بانکونو کې دا مهال هر ډالر د ۱۹۰ کلدارو په مقابل کې تبادله کېږي، په داسې حال کې چې په عامو بازارونو کې يې بيا ارزښت تر دې هم ټيټ دی.

: ‏د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو او لومړۍ وزیرې سانا مارین ویلي هېواد یې باید ژر تر ژره ناټو ته د غړيتوب غوښتنليک وسپاري. دوی دغه څرګندونې د يوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي او ټاکل شوې چې په دې اړه رسمي دريځ يې د راتلونکې يکشنبې پر ورځ اعلان شي.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د اروپايي ټولنې لېدلوري کې بدلون نه‌دی راغلی او اوسني حکومت په رسمیت نه‌ پېژني.

: ‏تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پې د تېر کوچني اختر لپاره اعلان شوی اوربند د مې میاشتې تر ۱۵مې غځولی دی.

تحریک طالبان پاکستان په یوه لیکلي حکم کې ویلي، چې د مې میاشتې پر ۱۶مه به جنګیالیو ته نوې لارښوونې وشي.

‏دا په داسې حال کې ده چې یو ځل بیا د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د خبرو د پيل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

: ‏امریکا وايي، چې افغانستان یې تر څار لاندې دی او له دې هېواد څخه امریکا ته د ګواښونو د متوجه کېدو په صورت کې به په عملیاتو لاس پورې کړي.

‏د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي د چهارشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د سنا مجلس د دفاعي کمېسیون یوې کميټې ته وویل، چې امریکا لا هم پر افغانستان خپل څارګر فعالیتونه جاري ساتلي، خو د دغو فعالیتونو د میکانیزم او څرنګوالي په اړه يې څه ونه ویل.

‏میلي زیاته کړې، چې افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ متوجه کېدو په صورت کې به امریکا سمدستي په عملیاتو لاس پورې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟